CRI Online

د ګوانګ شي سيل

cri     (GMT+08:00) 2015-03-24 15:32:59

د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکه سيمه چې د چين د ولايت په کچه د ملي لږکيو په پنځو خپلواکو سيمو کې يوه ده، د چين د هوا نان سيمې په لويديځه برخه کې پرته او ويتنام ته نژدې ده. ګوانګ شي د چين يوازنی ساحلي خپلواکه سيمه هم ده. د جوانګ، هان، يواو، مياو په شمول دوولس ملي لږکي نسل په نسل په دې سيمه کې ژوند کوي. د دغې سيمې طبيعي منظرې ډېرې په زړه پورې دي او د چين او ويتنام ترمنځ د لويو آبشارونو، د کارست توپوګرافي منظرو، د کرهنيزو پټيو منظرو او د قومي ځانګړتيالرونکو کولتورونو له امله په نړۍ کې شهرت لري.

که سيلانيان د ګوانګ شي جنوبي سيمې ته سفر وکړي، لومړی بايد د ده تيان په نامه له لوی آبشار څخه ليدنه وکړي. په ۲۰۰۵ کال کې د چين د دولتي جغرافيې په نامه مجلې يوه سيالي تر سره کړه چې په دې وسيله يې په چين کې تر ټولو ډېر ښکلي ځايونه انتخاب شوي وو. په کې د ده تيان په نامه لوی آبشار په چين کې د ډېر ښکلي آبشار په توګه وټاکل شو. دغه آبشار د دا شي ولسوالي د ګوي چون سيند په پاسنۍ برخه کې پروت دی او سور يې له دوو سوو مترو نه زيات او اوږدوالی يې له اوياوو مترو نه زيات دی. ګوی چون سيند د ځو جيانګ سيند يوه څانګه ده او د چين او ويتنام ترمنځ سرحدي سيند هم دی. ده تيان آبشار د دواړو هېوادونو سرحدي نښې ته يوازې پنځوس متره واټن لري. په ويتنام کې يو بل آبشار چې بان يو نومېږي، له ده تيان آبشار سره نښلوی، له دغو دوو آبشارونو څخه د آبشارونو يوه نړيواله ډله جوړېږي. په دې ځای کې سيلانيان نه يوازې د آبشارونو منظرې ګوري، بلکې د کوچنۍ بيړۍ له لارې په سيند کې لوبې هم کوي. د چين او ويتنام د سرحدي نښې په شاوخوا سيمه کې سيلانيز بازار شته او سيلانيان په کې د ويتنام ځانګړتيالرونکی شيان اخيستلی شي.

مينګ شي باغ له ده تيان آبشار څخه يوازې اوه دېرش کيلومتره واټن لري. د دې باغ منظره د چين په پوستي ټيکيټونو کې انځوره شوې ده. د زياتو ټلويزيوني ډرامو صحنې هم په دې ځای کې جوړې شوې دي. دغه باغ د ګوي نان د کارست ټوپوګرافي منظرې دي. سيلانيان هم د بيرۍ له لارې په سيند کې او هم د بايسکل له لارې د پټيو په منځ کې سيل کولای شي. په تېره بيا د چين د پسرلني جشن په موده کې د شړشم ګلان په ګوټ ګوټ کې ليدل کېږي. د دې باغ منظره د انځور په شان ښکلې ده. دغه راز سيلانيان د جوانګ قوم له موزم څخه هم ليدنه کولای شي. په دغه موزم کې د هغه جوانګ قوم کلی چې ځانګړتيا يې د تور رنګ جامو اغوستل دي، د بابيز ميدان او د کولتور دهليز ليدل کېږي. هره ورځ په ټاکلي وخت کې د قومي نڅاوو او سندرو ننداره سيلانيانو ته هم وړاندې کېږي. ويل کېږي چې دغه باغ د قومي ځانګړتياوو، رنګارنګ کلتورونو، په زړه پورې طبيعي منظرو له امله شهرت لري.

دغه راز، سيلانيان په مينګ شي باغ کې بايد ځانګړتيا لرونکی ډوډۍ وخوري. په دغه ځای کې درې خوراکونه ډېر مشهور دی. دو فو، جنګ جو هيلۍ او مينګ شي کب. ځايی اوسيدونکي هم د رخصتۍ په موده کې له دوستانو او کورنيو سره يو ځای په دې باغ کې ساعت تېری کوي.

په ګوانګ شي کې تونګ لينګ دره يوه بله مشهوره منظره ده. دغه دره د ګڼ شمېر کوچنيو درو څخه جوړه شوې او عمومي اوږدوالی يې لس کيلومترو ته رسېږي. په دغه دره کې سيلانيان لوړ آبشارونه، په غارونو کې آبشارونه، تر ځمکې لاندې پټ سيند، د درې شيلۍ، په غارونو کې مقبرې او لومړۍ ځنګلونه ليدلی شي.

پسرلی د ګوانګ شي د سيل لپاره ډېر مناسب فصل دی. هوا ساړه او ګرمه نه وي، بېلا بېلو ځايونه رنګارنګ ښکلي ګلان د سيلانيانو د هرکلي لپاره اغوندي او شاوخوا پراخه ښکلې منظرې ليدل کېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای