CRI Online

تورفان د سيل نوی روڼ ټکی اباد کړ.

cri     (GMT+08:00) 2015-07-01 08:44:01

له لرغونې زمانې راهيسې، تورفان د چين او لويديځ ترمنځ په ورېښمو لاره کې يو مهم تمځای دی. ځايي اوسيدونکو له دوو زرو کلونو نه مخکې د انګورو په روزلو پيل کړی او د کاريز په نامه د اوبو لګولو سيسټم يې اباد کړ. بر سيره پردې، په تورفان کې زيات تاريخي اثار ليدل کېږي او هر کال د بېلا بېلو ځايونو سيلانيان راجلبوي. ښاغلي شيو دونګ ليانګ چې د تورفان چارو کارپوه دی، وويل، چې په تورفان کې له پيدا شويو اثارو څخه څرګندېږي چې تورفان په لرغونې ورېښمو لاره کې يو مهم ښارګوټی دی او د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره مهم رول لوبولی او لوبوي يي. داسی تاريخي اثار د سيلانيانو لپاره ډېر ارزښت لري. ده وويل، مثلاً، که څه هم د نساجۍ دغه ډول تکنالوژي د چين په منځنۍ سيمه کې اختراع شوی، خو انځورونه يې د منځنۍ اسيا په دودونو سره نژدې اړيکې لري. ويل کېږي چې ځايي اوسيدونکو د چين د منځنۍ سيمې د تکنالوژۍ په وسيله د فارسي کولتور تر اغيزې لاندې دغه انځورونه واوبدل. ورڅخه کولتوري تبادله او يووالی ليدل کېږي.

له لرغوني اثارو نه پرته، تورفان هم د نويو کولتوري تاًسيساتو د ابادولو لپاره هلی ځلی کوي، څو چې لا زيات سيلانيان راجلب کړي. د تورفان د ګاچان په سيمه کې د عجيبو ډبرو د مرکز په شمول د ګڼ شمېر کولتوري ودانۍ د ابادولو پروژې روانې دي. د دغې سيمې د پلان طرحه کولو د ادارې چارواکي شي فنګ وويل،

تورفان نه يوازې د ورېښمو لارې يو مهم تمځای دی، بلکې په دې ځای کې زياتې عجيبې او قيمتي ډبرې او کانونه شته. خو د دغو ځانګړتياوو د ښودلو لپاره صحنه او فرصت نه لرو. نو د انګورو ګرداب په نامه منظره لرونکې سيمه کې د عجيبو ډبرو دغه مرکز جوړوو. دوه لاملونه لرو، لومړی چې په دغه سيمه کې سيلانيان زيات دی. دوهم، عجيبې ډبرې په ګډه ښکارېدای شي.

د تورفان د سيلانۍ ادارې چارواکي شانګ شيو ګوانګ وويل، چې ځايي حکومت هيله لري چې په راتلونکو څو کلونو کې به لا زيات سيلانيان د انګورو ګرداب په سيمه کې انګور وخوري او د تورفان له دودونو څخه به خوند واخلي. حکومت به په دې ځای کې د سيلانيانو يو لوی مرکز اباد کړي، چې سيلانيانو ته لا ښه خدمتونه وړاندې کړي. په عين وخت کې د سيلانيانو د راجلبولو لپاره نور تدبيرونه هم نيول شوي دي. ده وويل،د جون په نهمه نېټه مو د هو نان ولايت په چانګ شا ښار کې يوه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه چې تورفان ته د هو نان خلکو د سيل لپاره امتياز به برابر کړو. اړوند فعاليتونه به د سږ کال تر دسمبر پورې دوام ولري. تر اوسه پورې دغو فعاليتونو ښه نتيجه ورکړې ده. د سږ کال د انګورو فېسټېوال به ژر راورسېږي. موږ به په اورموچي کې يو بل فعاليت تر سره کړو. هيله ده چې چيني او بهرني دوستان به په دې وخت کې تورفان ته سفر وکړي.

ويل کېږي چې د سيلانۍ پرمختګ نه يوازې د چين په دننه او بهر کې د تورفان شهرت پراخوي، بلکې خلک ورڅخه هم ګټه اخلي. مېرمن حجارخان حصور چې تېر کال سيلانيانو ته د خدمت په پروژه کې ګډون درلود، په خپل کور کې يو کوچنی رسټورانټ جوړ کړ او تر اوسه پورې يې سلګونو سيلانيانو ته د استوګنې او ډوډۍ خوړلو خدمتونه وړاندې کړي دي. ګټه يې ډېره ښه ده. دې وويل، مخکې تر دې مې ژوند دومره ښه نه و او له بانک څخه مې پور واخيست. د تېر کال د مې له مياشت څخه په سيلانيزو چارو مې پيل وکړ او ما د سيلانيزو ګټو له لارې د بانک پور بېرته ورکړ او خپل کور دوباره ښکلی او ترميم کړ. ژوند مې د پخوا په پرتله ښه شوی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای