CRI Online

د سمندرې ورېښمو لارې مبداً چيوان جو ښار

cri     (GMT+08:00) 2015-07-14 19:36:18

چيوان جو ښار چې د چين په جنوب ختيځه برخه فو جيان ولايت کې پروت دی، په سمندر کې د ورېښمو لارې د مبداً په توګه بلل کېږي. د چين د سونګ او يوان په امپراطوري سلسله کې يعنې دوه زره کاله مخکې د چيوان جو د څي تونګ بندر د نړۍ په ختيځ کې تر ټولو لومړی لوی بندر و. نو بېلا بېل مذهبي کولتورونه د سوداګريز تګ راتګ سره سم دغه ښار ته خپاره شوي وو. د چيوان جو د بهرني ترافيکي تاريخ په موزيم کې زيات مذهبي ډبرينې کتيبې ليدل کېږي چې په دغه ښار کې د مختلفو مذهبونو د همغږۍ او تبادلې کيسې پکې راغلې دي.

زرګونه کلونه تېر شوي دي، بېلا بېل مذهبونه لا هم په مداومه او ګډه توګه په دغه ښار کې پرمختګ او تبليغات کوي. د چيوان جو د چينګ جي په جومات کې آخوند هر کال د چين د دودونو سره سم د پسرلني جشن د رارسيدو په مناسبت د دروازو په دواړو غاړو باندې د شعر دوه مصرې نصبوي. دغه راز، د ګوان دي په مبعد کې چې دغه جومات ته نژدې دی او د زرګونو کلونو تاريخ لري، هره ورځ ګڼه ګوڼه وي. ويل کېږي چې مختلف مذهبونه په دې ښار کې همغږۍ کې ژوند کوي او خپل کيسې يې دوامداره او ژوندۍ ساتلې دي.

د ياد موزيم مشرې دنګ مين لينګ په دې اند ده چې په دغه ښار کې د رنګارنګ کولتورونو له ساتلو نه پرته بايد د ډيجيټالي تکنالوژۍ په وسيله د يادو کتيبو کيسې وښودل شي. دې وويل،کله چې سيلانيان موزيم ته راځي، د خپل موبايل ټلېفون له لارې ډيجيټالي خدمتونه تر لاسه کولای شي چې نه يوازې دری بعدی کتيبې کتلی او په هکله يې معلومات اوريدلی شي. دا په ۲۰۱۵ کال کې زموږ عمده کارونه دي.

چيوان جو ښار نه يوازې رنګارنګ بډای کولتوري تاريخ لري، بلکې قوی اقتصادی قوت هم لري. د چين د سونګ او يوان په امپراطوري سلسله کې دغه ښار د نړۍ په ختيځه برخه کې لومړی لوی بندر و. دې د اقتصادي پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره کړې وه. اوسمهال د چين د يو کمربند او يوې لارې د لايحې په رڼا کې دغه ښار د چټک پرمختګ له فرصت سره مخامخ دی.

شي شي شي هو بندر د چيوان جو مرکزي بندر دی او د ساختماني ډبرو د ترانسپورټ له امله په نړۍ کې شهرت لري. د چيوان جو د ارام سمندر د لويو بکسونو بندر د محدود شرکت د عمومي څانګې مشر لي يو جو وويل،داسې ډبرې ساختماني اصلي ډبرې دي او له چمتو کېدو نه وروسته د کورونو د ښکلا او ترميم لپار کارول کېږي. زموږ بندر نه يوازې په چين کې، بلکې په نړۍ کې د دغه شان ډبرو د ترانسپورټ لپاره ډېر لوی بندر دی.

د دغه ښار د اقتصاد د چټک پرمختګ تر څنګ ګڼ شمېر سوداګريز مارکونه له چيوان جو څخه نړيوال بازار ته ننوتلي دي. مثلاً د ۲۰۱۲ کال لپاره د لندن په اولمپيک لوبو کې د انتا، اکستيب، هونګ شينګ ايرک او جوډن په نامه د سپورټي شيانو مارکونه د زياتو هېوادونو د ملي لوبډلو پر جامو ليدل کېدل. چيوان جو د دغو مارکونو سرچينه ده.

د پيرک په نامه د سپورټي سامانونو تصدي چې د چيوان جو د تصديو يوه نمونه ده، د يو کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ څخه ګټه اخلي. په ۲۰۱۴ کال کې په نړيوال بازار کې د دغه تصدۍ ګټې شپږ سوه او پنځوس مليونه يوانو ته رسېدلې چې دغه شمېر د دغه تصديو په عمومي ګټو کې درويشت سلنه برخه ونيوله. د دغه تصدۍ مشر شيو جينګ نان وويل، چې هغه د چيوان جو ښار د يو غړي په توګه پر دې ډېر وياړي. ځايي تصدۍ د چيوان جو له ښه اقتصادي نظام څخه ګټه اخلي. دا نړيوال بازار ته د ده د تصدۍ د ننوتلو لپاره ښه بنسټ برابروي. ده وويل،

په راتلونکي کې به موږ په نړيوالو خبري رسنيو او بېلا بېلو صحنو کې چيوان جو خپور کړو. ځکه زه پرې ډېر وياړم چې د چيوان جو يو غړی يم.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای