CRI Online

سږ کال په چين کې د سيلانيانو شمېر ښايې له څلور مليارډو او سل مليونو تنو نه زيات وي.

cri     (GMT+08:00) 2015-07-21 10:50:24

د چين د سيلانۍ اکاډمۍ د جولای په نهمه نېټه يو راپور خپور کړ چې د اټکل له مخې به په روان کال کې په چين کې د سيلانيانو شمېر له څلور مليارډو او سل مليونو تنو نه زيات وي او د سيلاني عمومي ګټې به درې زره او اته سوه او څلوېښت مليارډو يوانو ته ورسېږي. په عين وخت کې د سږ کال په دوهمه څلورمه کې د چيني او بهرنيو سيلانيانو د رضايت انډول د پخوا په پرتله لوړ و.

د دغه اکاډمۍ د څېړنې له مخې، د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې سيلانيز اقتصاد په ښه توګه روان و او عمومي ګراف يې لوړ شوی دی چې په تېرو دريو کلونو کې ډېرې لوړې سويې ته رسېدلی دی. د دغه اکاډمۍ د احصايي او اقتصادي څيړنې مرکز مشرې تانګ شياو يون وويل، چې د مناسبو تګلارو نيول او د کورنيو اړتياوو زياتوالی د سيلانيزو چارو د پرمختګ دوه مهم لاملونه دي. دې وويل،

کورني اړتياوې د چين د سيلانيز بازار د پرمختګ کلک بنسټ دی. د اوونۍ په پای کې د لنډې رخصتۍ په موده کې د ښار د نژدې سيمو سيل د ښاري اوسيدونکو عادي لګښت دی. د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې له نورو هېوادونو او سيمو څخه چين ته د سيلانۍ د زياتوالي انډول به څلور اعشاريه پنځه سلنې ته ورسېږي. دغه راز، نورو هېوادونو ته د چينايانو سيلاني به د وېزې او د بهرنيو پيسو د تبادلوي ارزښت تر اغيزې لاندې چټک پرمختګ ومومي او د زياتوالي انډول به شپاړس سلنه وي.

په دغه راپور کې راغلي چې د سږ کال په دوهمې نيمايي کې به د چين اقتصاد په ثابته توګه پرمختګ ومومي. مثبتې مالي تګلارې او نرمې پولي تګلارې به سيلانيزو لګښتونه او پانګونې پياوړې کړي. دغه راز، د چين سيلانيزې چارې به هم د يو کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ څخه ګټه واخلي.د چين د سيلانۍ اکاډمۍ مشر دای بين وويل، چې د اټکل له مخې به سږ کال چين ته د سيلانيانو شمېر له څلور مليارډو او سل مليونو تنو نه زيات وي او سيلانيزې ګټې به درې زره او اته سوه او څلوېښت مليارډو يوانو ته ورسېږي. ده وويل،

د سږ کال په دوهمې نيمايي کې به سيلانيز اقتصاد د چټک پرمختګ په حال کې وي. زموږ د سيلانۍ د هيلو انډول به يو اتيا اعشاريه پنځه اتيا سلنې ته ورسېږي. ورڅخه څرکندېږي چې زموږ خلک غټه هيله لري چې سيل وکړي. په دې مناسبت، موږ د سږ کال لپاره د چين د سيلانۍ مثبته ارزونه کوو. د اټکل له مخې، سږ کال په چين کې د سيلانيانو شمېر به څلور مليارډو او سل مليونو تنو ته ورسېږي.

دغه اکاډمۍ په همدې ورځ د سږ کال په دوهمې څلورمې کې په چين کې د سيلانيانو د رضايت ګراف خپور کړ چې پنځه اويا اعشاريه پنځه څلوېښت و او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه اعشاريه يو لوړ و. د دغه اکاډمۍ د چارو څيړنې څانګې مشر لي جونګ ګوانګ وويل، چې د سيلانيز بازار او تدبيرونو په باب د سيلانيانو ارزونې لوړې شوې دي. دا د سيلانيانو د رضايت ګراف د لوړتيا لامل دی. ده وويل، 

په دوهمه څلورمه کې د سيلانيانو د رضايت ګراف لوړ شوی چې دوه اويا اعشاريه درې شپيته ته رسېدلی. دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې او د سږ کال د لومړۍ څلورمې په پرتله په جلا جلا توګه څلور اعشاريه يوولس او يو اعشاريه څلور اتيا زيات و. له ټولو ښارونو څخه د چونګ چينګ، هانګ جو او ګوانګ جو د سيلانيانو د رضايت انډول تر ټولو لوړ و.

دغه راز، د سيلانيزو چارو په اړه د سيلانيانو د ناخوښۍ لاملونه په عمده توګه د روغتيايی تاسيساتو او د هوا کيفيت په اړه وو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای