CRI Online

د سي چوان د ګانځي ولسوالۍ سيل

cri     (GMT+08:00) 2015-09-15 17:14:42

د سي چوان ولايت د ګانځي تبتي قوم خپلواکه ولسوالي د چينګ های او تبت د لوړې او د سي چوان ټيټو او هوارو ځمکو ترمنځ په سرحدي او غرنۍ سيمه کې پرته ده. ګونګا غر په دغه ولسوالۍ کې يو ډېر مشهور غر دی او د تبتي قوم د مقدس غره په توګه هم بلل کېږي. سږ کال ګانځي ولسوالۍ د ګونګا غره په چاپير د باندې او بيدياوو سپورټي سيالۍ هم تر سره کړې. ځايي حکومت هيله لري چې د دې سيالۍ له لارې به لا زيات سيلانيان راجلب کړي او د ځايي غرنۍ سيمې سيلاني به پياوړې کړي.

څو ورځې مخکې د بشر له حده نه وتلی او نړيوال ګونګا تر عنوان لاندې د ۲۰۱۵م کال لپاره د چين د ګانځي د ګونګا په چاپير د سلګونو کيلومترو په اوږدوالي د باندې او بيدياوو نړيواله سپورټي سيالي په دغه ولسوالۍ کې تر سره شوېده. د چين، روسيې، بريټانيا او هسپانيا څه باندې يو سل او نوی لوبغاړو په کې ګډون درلود. د دغه سيالۍ سر ريفاي او د چين د غره ته ختلو ټولنې د بيدياوو سپورټي څانګې مدير يانګ جين يانګ وويل، چې په زړه پورې طبيعي منظرې د نړيوالو لوبغاړو د راجلبولو يو عمده لامل دی. د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ګردې کرې کې څه باندې پنځوس زره لوبغاړي په دغه ډول سپورټي لوبو کې لګيا دي. سږ کال له يو زرو نه زياتو کسانو په دغه سيالۍ کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي و، په اخره کې ورڅخه يو سل او نوي تنه لوبغاړي انتخاب شول. ده وويل،

زيات لوبغاړي د جايزې ګټلو ته پام نه کوي، دوی غواړي د سيالۍ په ترڅ کې له په زړه پورې طبيعي منظرو څخه خوند واخلي. د دې ترڅنګ نور زيات لوبغاړي دې ته پاملرنه کوي چې د دغه سيالۍ سويه نړيوالې سويې ته رسېدلې که نه. لومړی، طبيعي منظرې، دوهم، د سيالۍ ځای له سمندري سطح څخه منځنی لوړوالی او په پای کې جايزې به هم تر غور لاندې شي. اوس دغه سيالي په ټولې نړۍ کې ډېره مروجه ده او دا د لوبغاړو لپاره يو ډوله ننګونه ده.

ګونګا غر د سي چوان ولايت ډېر لوړ غر دی چې د عمده څوک لوړوالی يې اووه زره او پنځه سوه او شپږ پنځوس متره دی چې په نړۍ کې يوولسمه لوړه څوکه ده او د چين په منځنۍ سيمه کې يوازنې لور غاښی هم دی چې له اووه زره او پنځه سوه مترو نه لوړ دی. د چين د غره ته ختلو ټولنې مشر جانګ جي جيان وويل، چې د يادې سيالۍ مانا دا ده چې پرمختللو سيمو ته په ګوښه سيمه کې غنۍ غرني سرچينې وروپيژني او د وروسته پاتي سيمو تصاد پياوړی کړي. ده وويل،

د هغې کرښې په ختيځه برخه کې، کوم چې له هاربين ښار نه د بېجينګ او شي ان څخه په تېرېدو سره کون مينګ ښار ته رسېږي، اقتصاد پرمختللی دی. خو په دغو سيمو کې غرنۍ سرچينې لږې دي. د دغې کرښې په لويديځه برخه کې اقتصاد وروسته پاتې دی، خو غرنۍ سرچينې يې غني دي. ګونګا غره او ګانځي ولسوالي په دغه کرښه کې پرتې دي. نو مانا يې دا ده چې له پرمختللو سيمو څخه راغلي کسان تر ټولو لومړی د دې سيمې مالومات تر لاسه کولای شي.

سي چوان ولايت د سيلانيزو چارو په برخه کې يو غټ ولايت دی چې طبيعي منظرې او سرچينې يې غني او په زړه پورې دي. د جيو جای ګوه او عه مې شان په شمول ګڼ شمېر منظرې لرونکې سيمې په چين کې ډېرې مشهورې دي. د ګانځي ولسوالۍ د سيلانۍ ادارې مشر شياو فنګ وويل، چې دغه ولسوالي به د غرنۍ سيمې د سيل په اړه نوی او غوره سيلانيزې کرښې او توليدات بازار ته وړاندې کړي. ده وويل،

د جيو جای ګوه او عه مې شان په شمول منظرې لرونکې سيمې په عمده توګه د په زړه پورې منظرو له لارې سيلانيان راجلبوي. دا اتبدائي سيلانيز توليدات دي او د پرمختګ په ابتدائي حال کې هم دي. ګانځي ولسوالي بايد د رخصتيو د تېرېدو، ساعت تيرۍ او بيدياوو سيل په شمول نوې ډول سيلانيزې پروژې ابادې کړي.

اوسمهال د ګانځي ولسوالۍ حکومت په فعاله توګه د اساسي سيلانيزو تاسيساتو د ابادولو لپاره کوښښ کوي. په دې سيمه کې درېيم هوايې ميدان هم د جوړېدو په حال کې دی. دغه راز، د سړکونو د ترميمولو پروژه هم روانه ده. په راتلونکي کې به سيلانيان په لا اسانه توګه دغه ولسوالۍ ته سفر کولی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای