CRI Online

نړيوال لوی بازار د شينجيانګ په سيلانۍ کې د پيژند کارټ په توګه ګرځېدلی.

cri     (GMT+08:00) 2015-09-29 14:43:08

 د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې په مرکز اورموچي کې يو مشهور بازار شتون لري چې د نړيوال لوی بازار په نوم يادېږي. هره ورځ په دغه بازار کې د سيلانيانو او سوداګرو ګڼه ګوڼه وي او فضا يې له خوښۍ او خوشحالۍ ډکه وي او د خوشحال سمندر په شان ښکاري. د شپې له مخې په دغه بازار کې رنګارنګ ډيوې لګېدلې وي، قومي او کولتوري نندارې پکې ليدل کېږي او د فوارې اوبه د موسيقۍ سره سم نڅا کوي.

مېرمن چن شو پينګ چې په اورموچي کې اوسېږي، همېشه په دغه بازار کې شيان اخلي. نوموړې د دغه بازار لوړه ستاينه کوي او وايي، 

په دې ځای کې خدمتګر نيکه رويه لري. په شينجيانګ کې د هان او ملي لږکيو په شمول ټول اوسيدونکي مېلمه پالونکي او شوق او ذوق درلودونکي دي او دوستانو او مېلمنو ته تاوده احساسات څرګندوي. ويل کېږي چې خدمت يې ډېر غوره دی.

ښاغلي چن هاو جين چې له تايوان څخه شينجيانګ ته راغلی، د دوهم ځل لپاره يې دغه بازار ته سفر کړی. نوموړي خبريال ته وويل، چې د لومړی ځل په پرتله په دغه بازار کې چاپيريال په ښکاره توګه ښه شوی دی. ده وويل،

درې کاله مخکې دغه بازار ته راغلی وم. په هغه وخت کې د دغه بازار په بهر کې چاپيريال دومره ښه نه و. اوسمهال د ټولو شيانو لپاره پلورونځي ويشل شوي دي. په تېره بيا، په لومړی او دوهم پوړونو کې نظام او انتظام ښه شوی دی.

دغه نړيوال لوی بازار په ۲۰۰۳ م کال کې جوړ شوی دی او د اسلامي کولتور، ساختماني ځانګړتيا، قومي سوداګرۍ، ساعت تيري او رسټورانټ په شمول يوه منظره لرونکې سيمه ده چې د دولت په کچه د څلورو ستورو سويې ته رسېږي. دغه بازار د شينجيانګ د سيلانيزو توليداتو د ښودلو مرکز او صحنه ده او د شينجيانګ د سيلانۍ د يو پيژند کارت په توګه بلل کېږي. خو څو کاله مخکې نړيوال سيلانيز بازار د بيا سمسورتيا يې سرعت د وروالي او د پلورونکې بڼه د وروسته پاتې کېدو له امله، دغه بازار له يو شمېر ستونزو سره مخامخ و. د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې ګوندي کميټې او حکومت د ستونزو د ليرې کولو په موخه د علومو پرمختګ، قومي يووالي او دايمي ثبات په اړه مؤثر تدبيرونه نيولي دي. په دې نسبت د شينجيانګ پر سيلانۍ باندې د خلکو او سوداګرو هوډ او اراده ټينګه شوې ده او د شينجيانګ سيلاني يو ځل بيا د چټک پرمختګ په حال کې ده. اوسمهال د دغه بازار په ګوټ ګوټ کې سمسوري حالت ليدل کېږي.

د شمېرنې له مخې، د ۲۰۱۵م کال له پيل راهيسې، هره ورځ څه باندې لس زره تنه سيلانيان دغه بازار ته سفر کوي چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله لوړ شوی دی. د دغه بازار مسؤل سون يو وويل، چې د ګوندي کميټې او حکومت لخوا نيول شويو تدبيرونو د ستونزو د ليرې کولو لپاره مهم رول لوبولی دی. ده وويل، 

د بېلا بېلو کچو حکومتونو او ګوندي کميټو د کوښښونو په رڼا کې د خلکو څخه د حال احوال غوښتنه کول، د خلکو د ګټو د تامينولو او د خلکو د زړونو د راغونډولو په نوم يو لړ تدبيرونه نيولي دي او ټولنې هم همغږۍ شوې دي چې دغو ټولو موضوعاتو د بازار د بياسمسورتيا لپاره مهم رول لوبولی دی.

د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند د ابادولو د بهير د پياوړتيا سره سم، دغه بازار د چټک پرمختګ له بې ساري فرصت سره مخامخ دی. د نويو حالاتو په وړاندې، د دغه بازار مشرتابه د کولتور تر عنوان لاندې له ګاونډيو هېوادونو سره د همکارۍ له لارې د پرمختګ عمومي پلان طرحه کړی دی، تر څو سيلانيان په شينجيانګ کې له لا زياتو ځانګړتيالرونکو خوراکونو او دود

ونو څخه خوند واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای