CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ په رڼا کې د چين په ګان سو او شان شي ولايتونو کې سيلانيزې چارې د چټک پرمختګ په حال کې دي.

cri     (GMT+08:00) 2015-10-14 10:15:27

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۳ کال په سپتمبر کې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند او په يوويشتمې پيړۍ کې په سمندر کې د ورېښمو لارې د ابادولو په اړه ستراتيژي خپره کړې وه چې د يوه کمربند او يوې لارې ستراتېژۍ په نوم يادېږي. دغه ستراتيژي نه يوازې د اړوندو هېوادونو او سيمو لپاره، بلکې د چين په دننه کې د اړوندو ولايتونو د پرمختګ لپاره هم خوځنده ځواک ګرځېدلی. ګان سو ولايت د لرغونې ورېښمو لارې پر غاړه پروت دی او شان شي ولايت په چين کې د لرغونې ورېښمو لارې مبدا ده، نو دغه دواړه ولايتونه له يادې ستراتېژۍ څخه زياتې ګټې اخلي، په تېره بيا د سيل په ساحه کې.

د لرغونې ورېښمو لارې عمومي اوږدوالی له اووه زرو کيلومترو څخه زيات دی چې له دې جملې څخه د چين په قلمرو کې يې اوږدوالی له څلور زرو کيلومترو نه هم زيات دی. د چين څه باندې شل ښارونه د ورېښمو لارې پر غاړه پراته دي. ګان سو ولايت د چين په شمال لويديځ کې پروت دی او په لرغونې زمانه کې يې زيات ښارونه د ورېښمو لارې پر غاړه مهم او مشهور ښارګوټي وو. دون هوانګ د ګان سو ولايت په لويديځه برخه کې يو ډېر مشهور سيلانيز ښار دی. ځوان چن جيان مينګ چې له هانکانګ څخه دې ولايت ته سفر کوي، وايي،

د شمېرنې له مخې، د سږ کال په لومړيو اوو مياشتو کې څه نا څه دوه نوی مليونه سيلانيانو له ګان سو ولايت څخه ليدنه کړې او سيلانيزې ګټې يې پنځه پنځوس مليارډو او پنځه سوه مليونه يوانو ته رسېدلې دي. د سيلانيانو شمېر او سيلانيزې ګټې يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دېرش سلنه زياتې شوې دي. دغه راز، شان شي ولايت د ورېښمو لارې د مبدا په توګه هم زيات سيلانيان راجلبوي. د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې څه باندې دوو سوو مليونو سيلانيانو دغه ولايت ته سفر کړی او سيلانيزې ګټې يې له يو سلو او دوه پنځوس مليارډو يوانو نه هم اوښتې دي. دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله شل فيصده زيات دی. له دې څخه د دغو دواړو ولايتونو ترمنځ يو ګډ ټکی ليدل کېږي او سيلانيز بازار يې هم په چټک ډول پرمختګ مومي.

ويل کېږي چې د يوه کمربند او يوې لارې ستراتيژي د دغو دواړو ولايتونو د سيلانيزو چارو د پرمختګ لپاره ښه زمينه برابروي. د ورېښمو لارې تر عنوان لاندې د سيلانيزو توليداتو توليد د اړوندو ولايتونو ګډه نظريه ده.د شي ان ښار د سيلانۍ ادارې مرستيال يو يان جون وويل، چې په تېرو څو کلونو کې شي ان ښار د نويو سيلانيزو توليداتو د څيړلو لپار زيات تدبيرونه نيولي دي. ده وويل، 

په تېرو څو کلونو کې شي ان ښار په عمده توګه د تانګ امپراطوري سلسلې د کولتوري دورې د بياسمسورتيا لپاره زياتې منظرې لرونکې سيمې ابادې کړې دي.د بېلګې په توګه څيو جيانګ سيمې د موسيقۍ او د فوارې درلودونکی د اوبو ميدان جوړ کړی چې پيمانه يې په اسيا کې تر ټولو ډېره لويه ده. د دې ترڅنګ دغې سيمې د تاريخي کنډوالو په اړه درې پارکونه جوړ کړي. بر سېره پردې، د دا تانګ فو ژونګ په نامه منظره لرونکې سيمه هم پکې اباده شوې. ويل کېږي چې څيو جيانګ د شي ان د سيلانيزو چارو يوه نمونه او پيژند کارت ګرځېدلی دی.

 

د معلوماتو له مخې، شي ان ښار د چيني ملت د سرچينې په توګه د يوه کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ پر بنسټ يو لړ سيلانيز فعاليتونه هم تر سره کوي څو چې سيلانيان په دغو فعاليتونو کې د چيني ملت د کولتور په اړه لا زيات معلومات تر سره کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای