CRI Online

د چين او ترکيې ترمنځ هوايي کرښې د سيلانۍ پرمختګ پياوړی کړی.

cri     (GMT+08:00) 2015-10-20 15:38:06

استنبول چې د اروپا او اسيا په سرحدي کرښه پروت دی، د ترکيې ډېر لوی ښار او بندر دی. دغه ښار د لرغونې ورېښمو لارې وروستی تمځای هم دی. اوسمهال د چين او ترکيې ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ همکاري ورځ په ورځ نژدې کېږي او دواړه هېوادونه د ملکي تګ راتګ او د هوايي چارو د پرمختګ لپاره ښه زمينه برابروي. د چين د جنوبي خوا هوايي شرکت په ۲۰۱۱ کال کې د بېجينګ، اورموچي او استنبول ترمنځ هوايي کرښه پرانيستله او دغې کرښې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د راشه درشې لپاره اسانتياوې برابرې کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ يې سيلاني پياوړې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي ورېښمو لارې يوه مهمه برخه هم ده.

اتاتورک هوايي ډګر د استنبول په اورپايي برخه کې پروت دی. هره شپه په دغه ميدان کې ګڼ شمېر هغه چينايان ليدل کېږي چې له استنبول څخه اورموچي او بېجينګ ته د چيني او ترکيې د مسافرينو لپاره په خدمت کولو بوخت دي. دا د چين د جنوبي خوا د هوايي شرکت کارکوونکي دي. دغه شرکت يوازينی چيني ملکي هوايي شرکت دی، کوم چې له چين څخه ترکيې ته ملکي مسافروړونکې هوايي کرښه پراخيستې.

مېرمن چن چې د چين د شان دونګ ولايت له وي های ښار څخه راغلې، د لومړي ځل لپاره يې له بېجينګ څخه د ياد شرکت د الوتکې له لارې له اورموچي څخه په تېرېدو استنبول ته سفر کړی. هغې د لسګونه ورځني سفر په ترڅ کې د ترکيې له غني کولتورونو او په زړه پورې منظريو څخه خوند اخيستی. دې وويل، دا زما لومړی ځل دی چې د جنوبي خوا د هوايي شرکت د نړيوالې کرښې په الوتکې کې سفر کوم. له عمومي لحاظه خدمت يې ښه دی. لومړی، د الوتکې د ټکېټ بيه يې د ترکيې د هوايي شرکت په پرتله ټيټه ده،د الوتکې چاپيريال مناسب دی او خدمتکوونکي يې هم ډېر مېلمه پال دي. د خبرو او ژبې په مناسبت مې اندېښنه نه وه. دوهم، په اورموچي کې يوه دمه لري او د انتظار وخت يې اوږد نه دی، ستړې نه يم. دا يو بل ښه ټکی دی.

په ۲۰۱۴ کال کې د چين او ترکيې ترمنځ د تګ راتګ د مسافرينو شمېر له دوه لکو تنو نه زيات و. له نوي زرو نه زياتو مسافرينو د مېرمن چن په شان د جنوبي خوا د هوايي شرکت الوتکې يې انتخاب کړې دي. اوسمهال هره ورځ يوه الوتکه له بېجينګ څخه له اورموچي څخه په تېرېدو استنبول ته ځي. په ترکيې کې د چين د جنوبي خوا د هوايي شرکت د نماينده ګۍ مشر ګوه جنګ ګاو وويل چې د ترکيې بازار راتلونکی ښه دي او ارزښتناک دی. ده وويل،

د هوايي چارو د نړيوالې ټولنې د شمېرنې له مخې، که څه هم له چين څخه ترکيې ته د سيلانيانو شمېر دومره زيات نه دی. په ۲۰۱۲ کال کې شاوخوا يو سل او اتيا زره تنه وو. خو له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د هر کال د زياتوالي انډول پنځه ويشت سلنې ته رسېدلی و. ويل کېږي چې دا ښه پرمختګ دی. په ۲۰۱۴ کال کې له چين څخه ترکيې ته د مسافرينو شمېر دوه لکه تنه وو. د اټکل له مخې، سږ کال به دغه شمېر درې لکو ته ورسېږي.

شينجيانګ لويديځې خوا ته د چين د ورخلاص د دروازې په توګه له ترکيې سره نژدې تګ راتګ کوي. د چين د نورو ولايتونو په پرتله د شينجيانګ او ترکيې ترمنځ واټن ډېر نژدی دی چې تګ يې د الوتکې له لارې يوازې اووه ساعتونو ته اړتيا لري. نو له بېجينګ څخه استنبول ته په سفر کې الوتکې په اورموچي کې دمه کوي. دا به د ترافيک د محوري ستيشن په توګه د شينجيانګ رول نور هم پياوړی کړي.

اوسمهال د ترکيې هوايي شرکت له استنبول څخه بېجينګ ، شانګهای او ګوانګ جو ته د الوتکو کرښې هم پرانيستلې دي. د چين د يوه کمربند او يوې لارې د ستراتېژۍ په رڼا کې د چين او ترکيې هوايي شرکتونو د هوايي چارو او سيلانيزو چارو د پياوړتيا لپاره زياتې هڅې کړې دي او کوي يې.

د ترکيې او چين د کولتوري ټولنې مشر عرفان کارسلي وويل، د لرغونې ورېښمو لارې د بياسمسورتيا بهير چې د کولتور د بيا سمسورتيا بهير هم دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصاد او سيلانۍ لپاره به لا نژدې تماس ونيسي. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره ښه زمينه برابروي. اوسمهال هر کال دوه لکه چينايان ترکيې ته سفر کوي. باور لرم چې په نژدې راتلونکي کې به دغه شمېر له يو مليونو نه هم زيات وي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای