CRI Online

په ژمی کې د دون هوانګ سيل.

cri     (GMT+08:00) 2015-11-03 20:19:43

په ژمی کې د يو يا چينې منظره

دون هوانګ د چين يو ډېر مشهور سيلانيز ښار دی چې د چين د ګان سو ولايت د هه شي دهليز په لويديځه برخه کې پروت دی. د نومبر په مياشت کې په دغه ښار کې د ژمی په فصل کې يو لړ سيلانيز فعاليتونه پيل کېږي چې په دې بنست د مو ګاو سمڅې، مينګ شا شان غره، يو يا چينې او دان يا په نوم د دولت په کچه د جيالوژيک پارک په شمول شپږ منظرې لرونکې سيمې او د څلورو ست,رو په کچه د يو شمېر هوټلونو سره په ګډه سيلانيانو ته زيات امتيازات ورکول کېږي. د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د مو ګاو سمڅې د ټيکټ بيه په نيمه راغورخي.

څرنګه چې په ژمی کې هوا سړه ده، نو د هر کال له نومبر نه تر مارچ پورې د دون هوانګ ښار لپاره د سيلانۍ ناسمسوري وخت دی چې سيلانيان يې د سمسوري وخت په پرتله په ښکاره توګه کمېږي. نو د دون هوانګ ښاروالی په ژمی کې د سيلانۍ د پياوړتيا لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي. د شمېرنې له مخې، د تېر کال له ژمي نه د سږ کال تر پسرلي پورې د سيلانيانو شمېر د وړم کال د همدې مودې په پرتله اووه دېرش اعشاريه درې سلنه زيات شوی دی. ځکه چې مو ګاو سمڅې د صحرا په غره کې جوړې شوې، نو دومره ټينګ او کلک نه دی. د سيلانيانو د شمېر زياتوالی هم په دغو سمڅو کې د انځورونو او مجسمو په ساتلو کې خنډونه اچوي.د تېر کال د اګست په لومړی نېټه د دون هوانګ اکاډمۍ له څلور کلنې څيړنې وروسته د ډيجيټل دون هوانګ په نوم د ډيجيټل نندارې يو مرکز اباد کړ چې پکې څه باندې درې سوه مليونه يوانه پانګه پرې شوې ده. په دغه مرکز کې سيلانيان د درې ډي تکنالوژۍ له لارې د مو ګاو سمڅو د حالت او تاريخ په اړه نندارې ليدلی شي. د دغې اکاډمۍ مشر وانګ شيو دونګ وويل،

ډيجيټل دون هوانګ په نوم ننداره د ډيجيټل تکنالوژۍ په وسيله په سمڅې کې انځورونه او مجسمې او په رښتينې توګه سمڅو حالتو ښکاندويې کوي چې نندارچيان ورڅخه خوند اخلي. په دې ځای کې سيلانيان نه يوازې د سمڅو حالت کتلی شي، بلکې د سمڅو تاريخ او کيسې هم کتلی شي.

 

په دغه مرکز کې سيلانيان د شلو دقيقو په وخت يو لنډ فلم هم ليدلی شي چې پکې د سمڅو په انځورونو او مجسمو کې سړي ژوندي کېږي او يو عمل تر سره کوي، نو سيلانيان به دغه احساس وکړي چې ګواکې له دنيا څخه جنت ته راغلی دی. دا هم د ډيجيټل نندارې غوره والی دی.

د ډيجيټل دون هوانګ ننداره

دون هوانګ يو داسې ښار دی چې تاريخ او کيسې لري. د زرګونو کلونو راهيسې، بې شمېره شاعرانو او ليکوالو د دون هوانګ په اړه شعرونه او ليکنې کړې دي. د سږکال د اګست په پنځلسمه نېټه د دون هوانګ سمسوري نندارې په نوم يوه صحرايي اوپرا د لومړی ځل لپاره نندارچيانو ته وړاندې شوه چې په چين کې يې ساری نه درلود. دغه اوپرا د مينګ شا شان غره د يو يا چينې په زمينه کې د صحرا يي منظرو او د عصري نڅاوو د سره يو ځای کېدو له لارې يوه عشقي کيسه خپروي. اوسمهال دغه اوپرا د دون هوانګ د يو نوي نوم کارډ په توګه بلل کېږي.

يوه محصله چې له هانګانک څخه دون هوانګ ته راغلې، داسي وايې،

پخوا مې دا نظر درلود چې دون هوانګ يو لرې ځای دی او هوا يې وچه ده چې دا زما لپاره مناسبه نه ده. خو کله چې دغه ځای ته راغلم، فکر کوم چې دا يو ډېر ښکلی او ښه ځای دی. په راتلونکي کې به دغه ځای ته ډېره پاملرنه وکړم.

اوسمهال د دون هوانګ د مو ګاو سمڅو په منظره لرونکي سيمه کې څلور سوه او دوه نوي سمڅې ليدل کېږي چې په کې رنګينې مجسمې له دوه زرو او څلورو سوو څخه هم زياتې دي او د انځورونو عمومي پراخوالی يې پنځه څلويښت زره متره مربع دی. د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۶ کال په مې مياشت کې به د دون هوانګ د مو ګاو سمڅو او د چين د ورېښمو لارې پر غاړه د بودايي هنري نندارتون به د امريکا د لاوس انجلس د ګايډي په موزيم کې تر سره شي. له دې لارې به د چين د کولتور د يو استازي په توګه د دون هوانګ کولتور او هنر لا زيات مينه وال راجلب کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای