CRI Online

شينجيانګ د ژمني سپورتي لوبو پر بنسټ سيلاني خپروي.

cri     (GMT+08:00) 2015-12-01 20:15:45

د چين د ديارلسمې دورې ژمني سپورتي لوبو په اړه يوه مطبوعاتي غونډه د نومبر په ۲۹مه نېټه د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې په مرکز اورمچي کې تر سره شوه. دغه لوبې به د ۲۰۱۶کال د جنورۍ له شلمې نېټې نه تر دېرشمې نېټې پورې په شينجيانګ کې تر سره شي. د معلوماتو له مخې، د سږ کال د نومبر له لومړۍ نېټې نه د ۲۰۱۶کال د اپريل تر دېرشمې نېټې پورې به د شينجيانګ د بېلا بېلو کچو سيلانيزې څانګې دوه اويا رنګارنګ سيلانيز فعاليتونه تر سره کړي. مثلاً د ګړنديو اورګاډو له لارې سيل، د سرحدي سيمې سيل، د اخترونو په موده کې سيل، د موټرونو په چلولو سره سيل، د تودو اوبو او معدني موادو لرونکې چينې سيل، د قومي دودونو سيل، د يخ او واورو سيل او داسې نور.

د چين د ديارلسمې دورې ژمنۍ سپورتي لوبې به پنځوس ورځې وروسته پرانيستل شي چې پخوا د چين په شمالي دريو ولايتونو کې هم تر سره شوي دي. دا لومړی ځل دی چې شينجيانګ د دولت په کچه لويی او عمومي سپورتي لوبې تر سره کوي. ويل کېږي چې دغه لوبې به په ژمي کې د شينجيانګ د سيل د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک وګرځي.

د دغو لوبو د تشکيلاتي کميټې مرستيالې او د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې مرستيالې تيان وين په همدې ورځ وويل، چې اوسمهال سپورتي چارې د مصرف او لګښتونو د پياوړتيا او د اقتصاد د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک ګرځېدلې دي. په شينجيانګ کې د يخ او واورو ځانګړې منابع شتون لري چې دا به د ژمني سپورتي چارو د پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره کړي. د دغو لوبو تر سره کېدل به نه يوازې په شينجيانګ کې له ژمني سپورتي لوبو سره د بېلا بېلو قومونو د خلکو مينه پياوړې کړي، بلکې شينجيانګ ته به لا زيات سيلانيان هم راجلب کړي.

نوموړې وويل، چې شينجيانګ بايد له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي، تر څو د دغو لوبو په رڼا کې د شينجيانګ سپورتي چارې نورې هم پياوړې شي. د دغو لوبو په موده کې به د شينجيانګ د سيلانۍ اداره د سيلانۍ د پياوړتيا لپاره اته مليونه يوانه پانګونه وکړي چې د اورګاډيو او الوتکو له لارې شينجيانګ ته د سيل لپاره له هر يوه سيلاني سره به د دوه سوو يوانو په ارزښت کومک مرسته وکړي، تر څو شينجيانګ ته لا زيات سيلانيان راجلب شي. دغه راز، د اورمچي ښاروالۍ او سيلانيز شرکتونه به په عمده توګه شپږ مليونه او اته لکه يوانه ولګوي او په وړيا توګه به سيلانيانو ته د يخ او واورو د سيل په اړه پنځوس زره ټکټونه ور کړي.

د يادو لوبو له پای ته رسېدو وروسته به په شينجيانګ کې ژمني سيلانۍ د چټک پرمختګ له فرصت سره مخامخ شي. د شينجيانګ د سپورتي لوبو د ادارې ګوندي منشي لي ګوانګ مينګ وويل، دا د پاملرنې وړ تګلاره ده چې د دغو لوبو له پای ته رسېدو وروسته به څنګه د جوړو شويو ستيډيومونو او جمنازيومونو له لارې د ژمني سپورتي لوبو د روزنې اډې جوړې کړي، کوم چې په نړۍ کې مخکښ چاپيريال او سويه لري. بر سېره پردې، شينجيانګ به يې د يخ او واورو په لوبو کې د درې سوه مليونو کسانو د ګډون ستراتيژي طرحه کړي، چې له مخې به د نويو ستيډيومونو او جمنازيومونو په بنسټ د يخ او واورو لوبو په اړه د سيلانۍ نوی موډل پرانيستل شي او د ژمني سپورتي لوبو چيني او بهرني مينه وال به راجلب کړي. د دې ترڅنګ شينجيانګ به د ماشومانو او ځوانانو د روزنې لپاره يو لړ پروژې تر سره کړي. دغه راز، په راتلونکي کې به د ژمي په فصل کې د يخ او واورو لا زياتې نړيوالې سيالۍ په شينجيانګ کې تر سره شي.

په تېرو څو کلونو کې د شينجيانګ د حکومت د کوښښونو په رڼا کې په ژمی کې دغې سيمې ته د سيلانيانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي. له ۲۰۰۶ کال نه تر سږ کال پورې د سيلانيانو شمېر له اته لکو نه شل مليونو تنو ته پورته شوی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای