CRI Online

د وو جن ښارګوټي سيل

cri     (GMT+08:00) 2015-12-15 19:43:26

وو جن ښارګوټی د چين د جه جيانګ ولايت په تونګ شيانګ ښار کې پروت دی چې د چين د يانګ ځي سيند په جنوبي خوا کې د هان قوم يو ځانګړتيالرونکی مشهور ښارګوټی دی. په چين کې که په کوم ځای کې کرهنيزې چارې سمسورې او طبيعي زيرمې غنې وي، نو خلک بيا دغه ځای د (( يو مي جي شيانګ )) په توګه يادوي چې د يو مانا کبان، مي د وريجۍ مانا لري او شيانګ د ځای مانا لري. نو د دغې کلمې مانا دا ده چې دغه ځای د کبانو او وريجو ځای دی. وو جن هم د (( يو مي جي شيانګ په توګه بلل کېږي. دغه راز دغه ځای د وريښمو د توليدولو له امله هم شهرت لري. د وو جن تاريخ له شپږو زرو کلونو نه زيات دی او د يانګ ځي سيند په جنوبي خوا له شپږو مشهورو لرغونو ښارګوټو څخه يو دی. په ۱۹۹۱ کال کې وو جن د جه جيانګ ولايت د مشهور تاريخي او کولتوري ښارګوټي په توګه وټاکل شو او له ۱۹۹۹ کال څخه د لرغوني ښارګوټي د ساتنې پروژې پکې پيل شوې وې. د ۲۰۱۴ کال د نومبر په نولسمه نېټه وو جن د انټرنيټ د نړيوالې غونډې د دايمي ځای په توګه وټاکل شو.

د وو جن پراخوالی دوه دېرش اعشاريه اته کيلومتره مربع دی او د جه جيانګ ولايت له مرکز هانګ جو ښار څخه يوازې اتيا کيلومتره واټن او له شانګهای ښار څخه يوازې يو سلو شل کيلومتره واټن لري. ويل کېږي چې ترانسپورت يې ډېر اسانه دی. سيلانيان د الوتکې، اورګاډي او موټرونو له لارې دغه ځای ته تللی شي.

په وو جن ښارګوټي کې دوه سيلانيزې سيمې شته چې دونګ جا او شي جا نومېږي. دونګ جا منظره لرونکې سيمې په ۲۰۰۱ کال کې په رسمي توګه په کار پيل کړی دی. د دونګ جا سيمې پراخوالی صفر اعشاريه نهه کيلومتره مربع دی او د دونګ جا لرغوني واټ، ګوان چيان واټ او د هه بيان شوي ګه په نامه خونې په شمول له لسګونو منظره لرونکو ټکو څخه عبارت دی.

شي جا منظره لرونکې سيمه د وو جن په لويديځه برخه کې پراته ده چې پراخوالی يې درې اعشاريه څلور کيلومتره مربع دی او له دې ځای څخه تر هانګ جو او شانګهای پورې سړکونه غزېدلي، نو د ترانسپورت په برخه کې اسانتياوې لري. شي جا سيمه د چين د جنګ هانګ په نوم لرغونی کانال ته نژدې ده. ويل کېږي چې وو جن په اوبه او سيند باندې جوړ شوی ښارګوټی دی. يوازې په شي جا سيمه کې د کوچني کانال، لښتي او خوړ عمومي اوږدوالی له نهه زرو مترو نه زيات دی. په دغه سيمه کې دوه اويا لرغونی پلونه ليدل کېږي. سيلانيان د کښتۍ په وسيله له دغې سيمې څخه سيل کولای شي. دغه راز، سيلانيان په دې ځای کې د چين د مينګ او چينګ د امپراطورۍ زمانې له زياتو لرغونو ودانيو څخه کتلی شي او د پخوانيو چينايانو ژوند له نژدې احساسولی شي. که سيلانيان شي جا سيمې ته ولاړ شي، بايد له داسی منظره لرونکو ټکو څخه کتنه وکړي. مثلاً، د جيانګ نان بای چوانګ ګوان يعنی د کټونو موزيم، جيانګ جه فن فو يعنې د مينګ په امپراطوري زمانه کې د ځايي حکومت ځای، د جيانګ نان مين سو ګوان يعنې د ځايي دودونو موزيم او داسی نورو ځايونو څخه ليدنه کولی شي.

د دونګ جا سيمې ټکيټ بيه سل يوانه او د شي جا سيمې ټکيټ بيه يو سلو شل يوانه ده. که په ګډه توګه د دواړو سيمو ټکيټونه وپيری شي، بيا يې بيه ټيټه ده د دواړو سيمو لپاره يوازې يو سل او پنځوس يوانه پسنه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای