CRI Online

د چين ګوی جو ولايت د چاپيريال د ساتنې پر بنسټ د سيلانۍ د سمسورتيا لپاره کوښښ کوي.

cri     (GMT+08:00) 2015-12-22 15:38:14

ګوي جو ولايت د چين په جنوب لويديځه برخه کې پروت دی او جونګ چينګ ښار، سي جوان ولايت او د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې ته نژدی دی. ګوی جو ولايت لوړه ځمکه ده او منځنی اوږدوالی يې د سمندر له سطحې نه يو زر او سل متره دی. د علمي څيړنې سره سم ګوی جو د لرغوني انسانانو سرچينه او ټاټوبی دی چې دوه سوه او څلوېښت زره کلونه مخکې لرغونو انسانانو په دغه ځای کې ژوند کړی وو. ځکه په دغه ولايت کې غرونه زيات دي، نو طبيعې منظرې يې ډېرې په زړه پورې دي. دغه راز، په دغه ولايت کې شپږ پنځوس قومونه اوسېږي او د ملي لږکيو کولتورونه او هنرونه پکې رنګارنګ دي. نو سيلانيان په دغه ولايت کې نه يوازې له طبيعت، بلکې د چين د ملي لږکيو له دودونو او کولتورونو څخه هم خوند اخيستلی شي.

په تېرو څو کلونو کې د اساسي ترانسپورټي او ترافيکي تاسيساتو د بشپړېدو سره سم سيلاني يې ورځ په ورځ سمسور کېږي او سيلاني د دغه ولايت د اقتصاد د پرمختګ يو مهم خوځنده ځواک ګرځېدلی دی. ګوی جو ولايت د خپلو حالاتو له مخې د سيلانۍ د پياوړتيا په هکله ځانګړی موډل پلی کوي چې د حکومت تر لارښوونې لاندې بازار اداره کوي او په عمده ساحه کې د پرمختګ پر بنسټ ګډه سمسورتيا تر سره کوي. د ګوی جو ولايت ګوندي مشر چن مين عر وويل، چې بايد د خپلو ځانګړتياوو په رڼا کې سيل پياوړی شي. د ۲۰۱۵ کال تر سپتمبر مياشت پورې په چين کې د دولت په کچه ۱۵ نوی منظره لرونکې سيمې ټاکل شوې دي. خو ګوی جو په کې يوازنۍ سيمه ده، کوم چې نه يوازې ښکلی طبيعي منظرې، بلکې قومي دودونه او عادتونه هم لري. دا د ګوی جو ځانګړتيا ده، نو په دغه ولايت کې سيلانيز توليدات بايد په دې نسبت توليد شي. ښاغلي چن مين عر د ګوی جو ولايت د سيلانۍ پر ښه راتلونکې باندې ټينګ باور لري.

د معلوماتو له مخې، په ګوی جو ولايت کې شپږ پنځوس قومونه اوسېږي چې په دې جمله کې د هان، مياو، دونګ، بو يي، تو جيا او يي په شمول اتلس قومونه نسل په نسل په دې ولايت کې ژوند کوي. د شمېرنې له مخې، د ۲۰۰۹ کال تر پايه پورې په دغه ولايت کې د ملي لږکيو نفوس په عمومي نفوس کې نهه دېرش سلنه نيسي او په دغه ولايت کې درې قومي خپلواک ښارونه، يوولس قومي خپلواکې ولسوالۍ او دوه سوه او درې پنځوس قومي علاقه دارۍ شته. د زرګونو کلونو راهيسې، دا قومونه سره يو ځای په ښه دوستۍ کې ژوند کوي او په ګډه يې د ګوی جو رنګارنګ کولتورونو او هنرونو ته ښکلا او ځلا ورکړې او ورکوي يې.

د دغه ولايت د والي وکيل سون جي ګانګ د سيلانۍ د يادونې په وخت کې وويل، چې د دې ولايت ښکلی طبيعت او ښه چاپيريال د زرګونو کلونو اثار دي. موږ بايد په چين کې حتی په نړۍ کې مخکنۍ او لوړ سويه لرونکې سيلانيزې چارې تر سره کړو او لا زياتو کسانو ته خپلې په زړه پورې طبيعي منظرې لرونکې سيمې وښيو.

د دغه ولايت د سيلانيزو چارو ادارې مشر لي سان چي وويل، چې د ګوی جو سيلاني به ښه راتلونکې ولري. هغه وويل، چې د ۲۰۱۵کال د ملي جشن په اووه ورځنۍ رخصتۍ کې څه باندې يوويشت مليونو او يو سل او دوه شپيتو زرو سيلانيانو له دغه ولايت څخه سيل کړی دی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله شل اعشاريه شپږ سلنه زيات شوی دی. د دې ترڅنګ په دغه موده کې د سيلانيزو چارو عمومي ګټې ديارلسو مليارډو او شپږ سوه او پنځه دېرشو مليونو يوانو څخه زياتې وې چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې يوويشت اعشاريه درې زيات شوی. ښاغلي لي سان چي وويل، چې له دغو شمېرونو څخه څرګندېږي چې سيلاني نه يوازې د خلکو د شتمن کېدو لاره ده، بلکې د حکومت د مالي چارو د پرمختګ بنسټ هم دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای