CRI Online

د شينجيانګ د کوکوتوهاي ملي جغرافيايي باغ

cri     (GMT+08:00) 2016-01-12 19:48:04

د شينجيانګ د کوکوتوهاي ملي جغرافيايي باغ يو داسې جغرافيايي باغ دی چې معدني کانونه پکې ډير زيات دي او د سختې زلزلې اثر هم پکې ليدل کېږي .دغسې ځمکنۍ منظرې د علمي څيړنې لپاره ډير ار زښت لري .

ارتاي غر د شينجيانګ په شمال کې پروت دی او ارتاي په مغولي ژبه کې د سرو زرو مانا لري چې له لرغونۍ زمانې راهيسې د قيمتي ډبرو د زيرمې له کبله يې ډيرشهرت موندلی دی. د ارچيس سيند د چين يوازنې سيند دی چې اوبه يې د شمالي منجمد سمندر ته بهيږي او سرچينه يې هم د ارتاي غرونه دي . ددې سيند په ساحه کې د کوکوتوهاي په نوم ډنډ شتون لري او د ډنډ په غاړه د کوکوتوهاي په نوم يوه علاقه داري واقع ده .

د تيرې پيړۍ په دريمه لسيزه کې روسي ځمکه پيژندونکو د ارچيس سيند د منځنۍ او لاندنۍ ساحې په خټو کې د کميابو فلزاتو عناصر پيدا کړل او په دې بنسټ يې دا استدلال وموند چې د سيند په سرچينه کې د کميابو فلزاتو لوي کانونه پراته دي.

د ليتيم ، بريليم او سرزيم په شمول فلزات ډير کم پيدا کېږي چې د اټومي انژرۍ ، فضايي او هوايي ، الکترونيکي او کيمياوي چارو او فلزسازۍ په صنايعو کې ډير استعماليږي چې دغسې فلزات په عمده توګه په معدني ډبرو کې زيرمه وي.

په اصل کې د کوکوتوهاي قزاقي مالدارانو لا پخوا په دې ځای کې زمرد پيدا کول او د ښکلا لپاره يې کارول، خو هغه وخت کې دوي نه پوهېدل چې دغه استوانه ډول ډبرو کې چې رنګونه يې شين او ژيړ دي، بريليم هم موجود دي. د تېرې پيړۍ په درېيمه او څلورمه لسيزه کې د کوکوتوهاي کانونه د روسانو تر کنترول لاندي وو او ډيرې معدني ډبرې يې روسيې ته وليږلې، ورپسې په نولس سوه يو څلويښتم کال کې د چين حکومت دغه ځای د کوکوتوهاي په نوم ولسوالی وټاکله او له دې امله چې په دغه ځاي کې ډير غني معدنونه شتون لري، نو دغه ولسوالي دې د کوکوتوهاي په ځاي د فويون په نوم ونوماوله چې په چيني ژبه فو د غني او يون د زيرمې ماناګانې لري ،په پنځه پنځوس کال کې د چين حکومت د کوکوتوهاي د اداره کولو حق بيرته تر لاسه کړ او هراړخيزه څيړنه يې تر سره کړه چې په پاي کې يې په دغه ځای کې د کميابو فلزاتو د يو لوي کان موجوديت تائيد کړ او د زياترو کميابو فلزاتو زيرمه په درېيمه رګه کې راغونډيږي او په دې کې د بريليم زيرمه په نړۍ کې لومړی مقام لري . له معدني ډبرو څخه نه يوازې دا چې نادر فلزات تر لاسه کېږي ، بلکې لکه لعل بلور او کهربا غوندې ډيرې قيمتي ډبرې هم ترې لاسته راځي.

سره له دې چې کوکوتوهاي د غني معدنونو په درلودلو سره ډير شهرت لري ، خو دا يو ارام ځای هم نه دی، ځکه يو بل ځمکه پيژندونکی ميراث لري. هغه دا چې د نولس سوه يوديرشم کال د اګست په يوولسمه نېټه سهاروختي د کوکوتوهاي په جنوب کالاشنګر کې د اتو درجو په سختوالي لويه زلزله وشوه چې په نتيجه کې د يو سلو شپږاويا کيلومترو په اوږدوالي درز رامنځته شو او سخت اغيز يې دوه نيم زره کيلومترو ته ورسېد چې حتی په جنوبي افريقا ، استراليا او کاناډا کې هم دغه اغيز ثبت شو .د ځمکې په سطح له سختو ورانکاريو څخه ددې سختې زلزلې قوي والی څرګنديږي چې د يو نيم زرو مترو په اوږدوالي او درې نيم سوو مترو په پلنوالي راښکته شوې سيمه کې درزونه هرې خوا ته رسېدلي او حتی د کلکو ډبرو په طبقه کې هم د شپږو مترو په پلنوالي او د لسو مترو په ژورتيا چاوديدلی درز تر سترګو کېږي او د کايلاشنګر غر د شلوکيلومترو په اوږدوالی لس متره ښکته شوی، نو ويل کېږي چې دغه سخته زلزله د علمي څيړنې له نظره ځانګړی ارزښت لري او د يادې زلزلې اثار د ګڼ شمير پوهانو د سيل او څيړنې هدف ګرځېدلي دي ،ځکه چې زلزله عموما د ځمکې د جلاکېدو په لويه سيمه کې پېښيږي ، خو په کالاشنګر کې زلزله دننه د ځمکې د جلا کېدو په وړوکې ځاي کې شوې، نو د دغه ډول زلزلې د پېښېدو علت لا تر اوسه يوه نه حليدونکې معما ده .

زلزله د انسانانو لپاره بيخي بده پېښه نه ده ، ولې چې د يادې سختې زلزلې په اثر د ځمکې د ماتېدو له کبله د شينجيانګ په ارتاي کې د کوکوتوهاي او کوکوسوهاي په شان جهيلونه او ټيټ ځايونه رامنځته شوي دي چې دا هلته د قزاقيانو لپاره د چوپانۍ او ژوند کولو غوره ځايونه ګرځېدلي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای