CRI Online

د ګوی جو ولايت سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-01-26 20:46:25

ګوی جو ولايت د چين په جنوب لويديځه برخه کې پروت دی او د جنوب لويديځې سيمې ترانسپورتي محوري مرکز هم دی چې له چونګ جينګ، سي چوان، ګوانګ شي او يون ان سره نژدې دی. ګوی جو ولايت په لوړه سيمه کې واقعی دی او منځنی لوړوالی يې د سمندر له سطحې نه يو زر او يو سل متره دی. دغه ولايت د لرغوني بشر سرچينه ده چې څه باندې دوه سوه او څلوېښت زره کلونه مخکې کسانو په دې ځای کې ژوند کړی وو.

د جنورۍ په دوولسمه نېټه د ګوی جو ولايت د سيلانۍ ادارې خبر ورکړ چې دغه ولايت د سيلانيزو موخو په توګه د نيويارک تايمز ورځپاڼې لخوا په انتخاب شويو مخکنيو دوه پنځوسو ځايونو کې شامل شوی چې څلور څلوېښتم مقام نيسي. د معلوماتو لمخې، په دغه نوملړ کې د ګوی جو ولايت د شاملېدو لامل دا دی چې د چين سوچه غرنۍ سيمه ده او تر اوسه پورې د سيلانۍ په برخه کې زيات استخراج پکې نه دی شوی، نو طبيعت يې ښه ساتل شوی دی. ياده ورځپاڼه هر کال په نړۍ کې د سيلانيزو موخو په اړه انتخابات تر سره کوي. دوی د نړيوال سيلانيز بازار د څيړنې د راپورونو او د سيلانيزو چارو د کارپوهانو د نظرونو سره سم ډېر اغيزمن سيلانيزې موخې انتخابوي.

څرنګه چې ګوی جو ولايت په غرنۍ سيمه کې پروت دی، نو د غرونو او غونډيو سيمو پراخوالی په عمومي مساحت کې په سلو کې پنځه نوي برخه نيسي. په دغه ځای کې د اورشيندونکي غرونو په اړه ځمکنۍ بڼې په نړۍ کې تر ټولو ډېرې بشپړې دي. دغه راز، نهه څلوېښت ملي لږکي نسل په نسل په دغه ولايت کې ژوند کوي چې ځانګړتيا لرونکي قومي کولتورونه او دودونه پکې ليدل کېږي. د ګوی جو ولايت د تودوخې منځنۍ درجه د سانتېګراد په حساب پنځلس اعشاريه شپږ ده. نو ويل کېږي چې ګوی جو ولايت نه يوازې د خلکو د ژوند لپاره يو ښه ځای دی، د سيلانۍ لپاره يوه ښه موخه هم ده.

په تېرو څو کلونو کې له غرنۍ سيمې څخه سيل د لا زياتو خلکو د مينې وړ دی چې دغه ډول سيل د طبيعت سره د نژدې کېدو او د روغتيا د ساتلو په هکله د خلکو له اميدونو سره سمون خوري. نو په ګرده کره کې د غرنيو سيمو سيلاني د چټک پرمختګ په حال کې ده. ګوی جو ولايت هم په نړۍ کې د غرنيو سيمو د سيل په اړه د يو مشهور سيلانيز ځای په توګه د پرمختګ د پياوړتيا لپاره کوښښ کوي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په اند، د نورو سيلانيزو سيمو په پرتله د ګوی جو ترانسپورټي چارې عصري نه دي. خو له دې امله په ګوی جو ولايت کې طبيعت او قومي دودونه په ښه توګه ساتل کېږي. د يون نان ولايت د لي جيانګ ښارګوټي په پرتله چې په چين کې د قومي ځانګړتيا له امله شهرت لري، د ګوی جو ولايت د مياو قوم غرنی کليوال ښارګوټی او د دونګ قوم غرنی کليوال ښارګوټی لا زيات طبيعی دی او اصلي بڼه يې ښه ساتل شوې ده.

اوسمهال ګوی جو ولايت د سيلانۍ د پياوړتيا لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي. ځايي حکومت د غرنۍ سيمې د ځانګړتيا په پام کې نيولو سره د چاپيريال د ساتنې تر څنګ سيلانيزو چارو ته هم پرمختيا وګوري. د ترانسپورټ د عصري کېدو سره سم، په ګوي جو ولايت کې ګړندې اوسپنيزې لارې هم جوړې شوې دي. دغه راز، په دغه ولايت کې د الوتکو څو نړيوالې کرښې هم پرانيستل شوې دي. داسې تدبيرونه چيني او بهرنيو سيلانيانو ته زياتې اسانتياوې برابروي. په ۲۰۱۵م کال کې ګوی جو ولايت ته د سيلانيانو شمېر يو سل او شپږ شپېته مليونو تنو ته رسېدلی و. د اټکل له مخې، تر ۲۰۱۷م کاله پورې به ګوی جو ولايت ته يوازې د بهرنيو سيلانيانو شمېر له يو مليون او پنځه لکو تنو څخه هم زيات وي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای