CRI Online

د چين د خلکو لوی تالار

cri     (GMT+08:00) 2016-03-16 15:23:56

د چين د خلکو لوی تالار د چين د پلازمينې بېجينګ د تيان ان من ميدان په لويديځه خوا او د لويديځ جانګ ان سړک پر جنوبي خوا پروت دی. دغه لوی تالار د چين د ملي ولسي کنګريس د کلنۍ غونډې د تر سره کېدو ځای دی او د دغه کنګريس د دايمي کميټې دفتر هم په همدې لوي تالار کې دی. دغه راز، د چين د کمونېست ګوند او هېواد مشران او خلک هم په دې تالار کې سياسي، ډيپلوماتيک او کولتوري فعاليتونه تر سره کوي.

دغه لوي تالار د يو سل او پنځوس زره متره مربع په پراخوالي ځمکه احاطه کړې او د ودانۍ مساحت يې يو سل او اويا زره يو سل او اتيا متره مربع دی چې دغه پراخوالی د چين د امپراطورۍ ماڼې په پرتله لوی دی.

د چين د ملي ولسي کانګريس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دايمي کميټې کلني غونډې د هر کال په مارچ مياشت کې په دغه لوي تالار کې تر سره کېږي. دغه راز، د چين د کمونېست ګوند ملي غونډه چې په هره پنځه کاله کې يوه دوره تر سره کېږي، هم په دې ځای کې تر سره کېږي.

نولس سوه نهه پنځوسم کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له لسمې کاليزې سره برابر و. په هغه وخت کې د چين حکومت پريکړه کړې وه چې د چين لس مشورې او مهمې ودانۍ جوړې کړي، څو چې له نولس سوه نهه څلوېښتم کال نه تر نولس سوه نهه پنځوسم کال پورې د چين د ابادۍ برياليتوبونه څرګند کړي. د خلکو لوي تالار له يادو لسو ودانيو څخه يو و. د دغه تالار د جوړېدو پروژه د نولس سوه اته پنځوسم کال په اکتوبر مياشت کې پيل شوه او د نولس سوه نهه پنځوسم کال په سپتمبر مياشت کې پای ته ورسېده. ويل کېږي چې يوازې په لسو مياشتو کې د دغه شان سترې ودانۍ ابادول همغه وخت په نړۍ کې ساری نه درلود.

د خلکو لوی تالار په عمده توګه په دريو برخو وېشل شوی، لومړی مرکزي صالون چې پکې څوکۍ نه شته. د صالون تر شا يو لوي تالار پروت دی چې څه باندې لس زر کسان په ګډه توګه پکې غونډه کولای شي. د مرکزي صالون په شمالي خوا د مېلمستيا تالار دی چې پنځه زره څوکۍ په کې شته. د مرکزي صالون په جنوبي خوا د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې دفتر دی. دغه راز په لوي تالار کې د بېلا بېلو ولايتونو، ښارونو او خپلواکو سيمو په نومونو د غونډې خونې شته.

د دوه زره او اووم کال په دسمبر مياشت کې د خلکو لوی تالار د بېجينګ د ښاروالۍ لخوا د بېجينګ د غوره عصري ودانيو په ساتونکي لېست کې شامل شو. اوسمهال په دغه لوي تالار کې د ځايي ولايتونو، ښارونو او خپلواکو سيمو د غونډې په درې دېرشو خونو کې يو شمېر خونې سيلانيانو ته خلاصې شوې دي او سيلانيان ورڅخه ليدنه کولای شي. د بېلګې په توګه، د هو نان، لياو نينګ، بېجينګ، سي چوان، ګوانګ دونګ او شانګهاي خونې. داسې خونې د ځايي کولتوري او هنري ځانګړتياوو څخه ډکې دي. که پکې مهم فعاليتونه نه تر سره کېږي، هغه وخت سيلانيان کولی شي د ټکټ په اخيستلو سره له دغو خونو څخه ليدنه وکړي.

د معلوماتو له مخې، د هر کال د جنورۍ، فبرورۍ، مارچ او دسمبر په مياشتو کې د دغو خونو خلاصي وخت د سهار له نهو بجو نه د ماسپښين تر دوو بجو پورې وي. د اپريل، مۍ او جون په مياشتو کې وخت يې د سهار له اته بجو او پنځلسو دقيقو څخه د ماسپښين تر دريو بجو پورې وي. د جولاۍ او اګېست په مياشتو کې وخت يې د سهار له اوو نيمو بجو څخه د ماسپښين تر څلورو بجو پورې وي. د سپټمبر، اکتوبر او نومبر په مياشتو کې وخت يې د سهار له اته نيمو بجو څخه د ماسپښين تر دريو بجو پورې وي. د يادونې وړ ده چې سيلانيان بايد د خپل حيثيت سندونو په نيولو سره ټکټ واخلي او له ختيځې دروازې څخه دې دغه تالار ته ننووځي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای