CRI Online

د چين او المان ترمنځ نژدۍ اقتصادي اړيکې سيلانيزې چارې پياوړې کوي.

cri     (GMT+08:00) 2016-03-21 20:41:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۶م کال د برلين نړيوال سيلانيز نندارتون د مارچ په ۱۳مه نېټه پای ته ورسېد. د چين د سيلانۍ دولتي ادارې په مشرۍ د بېجينګ، تيان جين، داخلي مغولستان، جي لين، شان دونګ، تبت او شينجيانګ په شمول د چين د اوولسو ولايتونو، ښارونو او خپلواکو سيمو د سيلانيزو څانګو او تصديو استازو په دغه نندراتون کې ګډون درلود، څو چې نړۍ ته د چين غني او په زړه پورې سيلانيز طبعيت او سرچينې وښيي.

سږ کال په دغه نندارتون کې د چين ګډون کوونکو د ښکلي چين تر عنوان لاندې د چين رنګارنګ سيلانيزې سرچينې نندارچيانو ته وړاندې کړې. دغه نندارتون د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د همکاريو لپاره يوه ښه صحنه برابره کړې ده. په فرانکوس ښار کې د چين د سيلانۍ دولتي ادارې د نماينده ګۍ مدير شي شيانګ وويل، چې چيني ګډون کوونکو د برلين په نړيوال سيلانيز نندارتون کې زياتې ګټې تر لاسه کړې دي. ده وويل،له عمومي لحاظه، ګډون کوونکي له سږني نندارتون څخه رضايت لري. په تېره بيا په لومړۍ نېټه، د هې لونګ جيانګ ولايت په شمول زياتو ولايتونو له نورو هېوادونو سره د همکاريو زياتې مسودې لاسليک کړې. مثلاً يوه ګډون کوونکي په يوه ورځ اته او نهه همکاريزې مسودې لاسليک کړې. يو شمېر سوداګرو په برلين کې له پخوانيو ملګرو سره پر نوي همکارۍ بحث وکړ او په راتلونکي کال کې پر نوي پلان يې هم بحثونه وکړل. بر سېره پردې، زياتو ګډون کوونکو په برلين کې له زياتو نويو ملګرو سره تماسونه نيولي او په دې فرصت خپلې چارې اطلاعاتي کوي.

سږ کال د چين فرعي نندارتون د دغه نړيوال نندارتون په شپږويشتم مرکز کې پروت دی. له پيژندونکو غونډو نه پرته، چيني پلاوی نندارچيانو ته زياتې په زړه پورې نندارې هم وړاندې کړې، څو چې نړيوال نندارچيان ورڅخه د چين ځانګړی طبيعت او کولتور احساس کړي. مېرمن کريستينا چې له المان څخه راغلې، د چين په نندارتون کې د جن جيو په نامه د چين له عنعنوي طبي علاج څخه يې خوند واخيست. د دې په اند، دغه شان فعاليت د دې او چيني کولتور ترمنځ واټن کم کړ. دې وويل،البته، دا امکان نه شته چې په نړۍ کې ټول کسان د چيني کولتور په اړه معلومات لري او ټول کسان د چين د جن جيو په نوم طبي علاج معلوم دی. خو کله چې موږ په دې نندارتون کې تر دې علاج لاندې يو، اړوند معلومات به واخلو چې دا د چين په زرګونه کلن روښانه تاريخ او مدنيت کې يوه مهمه برخه ده. دا به زموږ او د چيني کولتور ترمنځ واټن کم کړي او يو ډول ښه اطلاعات هم دی.

په تېرو څو کلونو کې چين او المان د سياسي چارو، اقتصاد او کولتور په برخو کې نژدې تګ راتګ ساتلی دی. په ۲۰۱۵م کال کې په چين کې د الماني سيلانيانو شمېر شپږ لکه درويشت زره او څلور سوه تنو ته رسېده او په عين وخت کې څه باندې يو مليون او درې لکه نوي زرو چينايانو المان ته سفرونه کړي چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله په سلو کې څلور دېرش اعشاريه اووه لوړ شوی دی. د سيلانۍ پرمختګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملکي هوايې چارو د پرمختګ لپاره ښه زمينه برابروي. په برلين کې د چين د های نان هوايي شرکت د نماينده ګۍ مشر يانګ يو لونګ وويل،

های نان هوايي شرکت د ۲۰۰۸م کال د جون له نهمې نېټې څخه د بېجينګ او برلين ترمنځ هوايي کرښه پرانيستله، تر اوسه پورې شاوخوا اته کاله تېر شوي دي. په پيل کې هره اوونۍ يوازې يوه او يا دوې الوتکې الوتلې، خو اوس مهال هره اوونۍ شپږ او اووه الوتکې ددواړو ښارونو ترمنځ تګ راتګ کوي.

خو څرنګه چې نړيوال اقتصاد نرم دی، نو په ۲۰۱۵م کال کې په چين کې د الماني سيلانيانو شمېر د وړم کال په پرتله کم شوی دی. نو د چين سيلانۍ دولتي اداره هيله لري چې د دغه نندارتون پر بنسټ د سيلانيزو چارو د پرمختګ نوی خوځنده ځواک پيدا کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای