CRI Online

د چين د سي چوان ولايت د سيلانيزې پيژندنې غونډه د پولند په وارسا کې تر سره شو.

cri     (GMT+08:00) 2016-05-31 20:46:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د سي چوان ولايت د سيلانيزې پيژندنې غونډه څو ورځې مخکې د پولنډ په وارسا کې تر سره شوه. د دغه ولايت د ګوندي مشر وانګ دونګ مينګ، په پولنډ کې د چين د لوي سفير شيو جيان، د پولنډ د سيلانۍ دولتي ادارې د مرستيال بارتلوميجي والاس او د پولند د سيلانۍ، سوداګرۍ او خبري رسنيو د استازو په شمول نژدې يو سل او پنځوس تنو په کې ګډون کړی و.

د دغه نندارتون له پرانيستلو نه مخکې ښاغلي وانګ دونګ مينګ له ښاغلي بارتلوميجي والاس سره خبرې اترې وکړې او دواړو خواوو د سيلانۍ په برخه کې د سي چوان او پولنډ ترمنځ پر همکاريو بحث وکړ او په ګډه يې د ښکلي سي چوان په نوم د عکسونو له نندارتون څخه ليدنه وکړه. د پيژندنې په غونډه کې برخوالو د سي چوان د طبيعت، تاريخ، کولتور، قومونو، دودونو او ټولنيز پرمختګ په باب يوه معلوماتي ويډيو وکتله او د دغه ولايت د اساسي بڼې، د سيلانيزو توليداتو او ځانګړتياوو په اړه يې معلومات تر لاسه کړل. دغه راز، دوی د بيان ليان په نوم د سي چوان اوپرا هم وکتله.

په پولنډ کې د چين لوي سفير په دغه غونډه کې وويل، چې په تېرو څو کلونو کې د چين او پولنډ ترمنځ همکارۍ د دواړو حکومتونو ملاتړ تر لاسه کړي دي او چټک پرمختګ يې موندلی دی. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو يوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. دواړو هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونې، ښوونې، کولتور او سيلانۍ په برخو کې ګڼ شمېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. سي چوان ولايت په چين کې يو پرمختللی ولايت دی او غني سيلانيزې او اقتصادي سرچينې لري. هغه باور لري چې له پولنډ څخه د ښاغلي وانګ دونګ مينګ ليدنه به د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي او په دې نسبت به دوه اړخيزې اړيکې به هم ټينګې شي. ده وويل، 

د چين او پولنډ د بېلا بېلو ځايونو ترمنځ همکارۍ او تګ راتګ درې عمده صحنې لري. لومړی، د ولايتونو او ښارونو ترمنځ متقابل تګ راتګ دی. دوهم، د چين او پولنډ ترمنځ د ځايي همکاريو فورم دی. تر اوسه درې دورې دغه فورمونه په بريالۍ توګه تر سره شوي دي. درېيم، د چين او منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو د ځايي مشرانو غونډه ده. د ځايي مشرانو درېيمه غونډه به په راتلونکی جون کې د چين د هه بې ولايت په تانګ شان ښار کې تر سره شي. باور لرم چې يادې صحنې به د چين او پولنډ د ځايي حکومتونو او تصديو ترمنځ د همکاريو لپاره لا ښه زمينه برابره کړي.

د سي چوان ولايت د ګوندي مشر وانګ دونګ مينګ وويل،

د تېر کال په نومبر مياشت کې له چين څخه د پولنډ ولسمشر د ليدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو مشرانو موافقه وکړه چې د يوه کمربند او يوې لارې ستراتيژي او د پولنډ د دولتي پرمختيايي ستراتيژۍ ترمنځ د تماس نيولو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژيکو اړيکو د ټينګېدو لپاره ګډې هڅې وکړي. فکر کوم چې دا به نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ طرز لارښوونه وکړي، بلکې په هره ساحه کې به د سي چوان ولايت او پولنډ ترمنځ د موثرو همکاريو لپاره ګټور وي.

د معلوماتو له مخې، په تېرو څو کلونو کې د چين او پولنډ ترمنځ سيلانيزې همکارۍ ورځ په ورځ نژدې شوې دي. په ۲۰۱۲ کال کې د چين او وارسا ترمنځ هوايي کرښه پرانيستله شوه او د تېر کال په نومبر کې د پولنډ سيلانۍ دولتي هېواد په بېجينګ کې نماينده ګۍ جوړه کړه. د پولنډ د سيلانۍ د دولتي ادارې مرستيال والاس وويل، چې لا زيات پولنډيان له چين سره علاقې لري او هيله لري چې د چين د تاريخ او کولتور په اړه معلومات تر لاسه کړي. چين يو لوی غني هېواد دی، نو دا يو ښه ډول دی چې بېلا بېل ولايتونه او ښارونه په جلا جلا توګه خپل سيلانيزې سرچينې وړاندې او ورپيژني.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای