CRI Online

د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې سيل (۱)--- ارموچي

cri     (GMT+08:00) 2016-07-27 20:59:35

ارموچي د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې مرکز دی او د شينجيانګ سياسي، کولتوري، اقتصادي، ساينسي او ښوونيز او ترافيکي مرکز هم دی. پراخوالی يې څوارلس زره کيلومتره مربع دی او د ۲۰۱۴م کال تر پايه پورې يې د اوسيدونکو شمېر دری مليونه او پنځه لکه تنه دي. ارموچي په نړۍ کې د هغه لوی ښار په توګه بلل کېږي چې له سمندر څخه ډېر لرې واټن لري. نو د ارموچي اقليم وچ دی. د هر کال په جولای او اګست کې يې هوا ډېره ګرمه ده او په دوبي کې منځنۍ تودوخه يې د سانتېګراد په حساب پنځه ويشت اعشاريه دوه درجې او په جنورۍ کې هوا يې ډېره سړه ده او په ژمی کې منځنۍ تودوخه يې منفي پنځلس اعشاريه دوه درجې ده. که سيلانيان په دوبي کې ارموچي ته سفر وکړي، بايد د لمر وړانګو د مخنيوي لپاره لازم تدبيرونه ونيسي، لکه چترۍ بايد له ځان سره ولري. د هر کال له مې نه تر اکتوبر پورې د دغه ښار د سيلانۍ غوره موده ده، په تېره بيا په سپتمبر کې يې هوا مناسبه ده او رنګارنګ تازه ميوو د پخېدو موده يې هم ده.

ارموچي د چين او منځنۍ او لويديځې اسيا او اروپا ترمنځ د تګ راتګ او ترافيکي يو محور دی. الوتکه له ارموچي څخه ليدنې لپاره د سيلانيانو ډېر ښه انتخاب دی، په تېره بيا د نړيوالو سيلانيانو لپاره. هوايي ميدان د ارموچي په شمال لويديځې برخه کې پروت دی او له مرکز څخه يې اوولس کيلومتره واټن لري. د ښاري مرکز او هوايي ميدان ترمنځ ګړندی سړک شته. سيلانيان د ارموچي د هونګ شان باغ او د يو هاو دوکان د دروازو په وړاندې د ځانګړي بسونو له لارې هوايي ميدان ته تللای شي. که د تېکسي له لارې هوايي ميدان ته ولاړ شي، بيه يې شاوخوا څلوېښت يوانه دي. دغه راز، سيلانيان د اوويشتم او يو پنځوسم نمبر عمومي بسونو له لارې هوايي ميدان ته تللای شي. په ارموچي کې د ارګاډيو دوه سټېشنونه شته چې په جلا جلا توګه د دغه ښار په جنوبي او لويديځې برخه کې پراته دي. د ۲۰۱۴م کال په نومبر کې د لان جو او ارموچي ترمنځ د ګړندۍ اوسپنيزې لارې په اړه د ارموچي د اورګاډۍ جنوبي سټېشن څخه تر حامي ښار پورې برخه په رسمي توګه په کار اچول شوې ده چې له دې څخه څرګندېږي چې د شينجيانګ ترافيک د ګړندۍ اوسپنيزې لارې زمانه رارسېدلې ده. بر سېره پردې، په شينجيانګ کې د سړکونو شبکه بشپړه شوې ده، نو سيلانيان هم د ګړنديو سړکونو له لارې د چين د نورو ښارونو ترمنځ تګ راتګ کولای شي.

د ارموچي په منځ کې د تېکسي بيه دا ده چې د لومړيو دريو کيلومترو لپاره لس يوانه دی، له دريو کيلومترو نه د هر يو کيلومتره لپاره يو اعشاريه درې يوانه دي.

د هونګ شان باغ

هونګ شان باغ د ارموچي د زړه په توګه بلل کېږي. هونګ شان د سور رنګ يو کوچنی غر دی چې جګوالی يې د سمندر له سطحې نه نهه سوه او لس متره دي، اوږدوالی يې يو زر او پنځه سوه متره او سور يې زر متره دي. د دغه غره په څوکه کې يو برج شته چې له تختو څخه جوړ شوی او جګوالی يې لس اعشاريه پنځه متره دی. هونګ شان باغ د دغه غره پر بنسټ جوړېږي چې پراخوالی يې پنځه لکه متره مربع دی. دغه باغ د ارموچي يوه نښه ده، نو د سيلانيانو يوه غوره موخه ده. دغه باغ په وړيا توګه د سيلانيانو پرمخ پرانيستی وي.

د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې موزيم

په دغه موزيم کې سيلانيان د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د تاريخ، کولتور، اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په باب زيات ګټور معلومات تر لاسه کولای شي. په دې ځای کې تاريخي ميراثونه او دوديز او قومي شيان او عکسونه ليدل کېږي. په تېره بيا د شينجيانګ د لرغونو کسانو وچ موميايي جسدونه هم په نړۍ کې شهرت لري. دغه موزيم هم په وړيا توګه د سيلانيانو پرمخ پرانيستی وي او د موزيم معلوماتي ماشينونه هم په وړيا توګه سيلانيانو ته برابرېږي، خو د دغه ماشين د تر لاسه کولو نه مخکې سيلانيان د سل يوانو په ارزښت امانت پيسې بايد ورکړي، سيلانيان د دغه ماشين له بېرته ورکولو وروسته به دغه پيسې بيا تر لاسه کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای