CRI Online

د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې سيل--- ارموچي (۲)

cri     (GMT+08:00) 2016-07-27 21:03:42

 ارموچي د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې مرکز دی او د شينجيانګ سياسي، کولتوري، اقتصادي، ساينسي او ښوونيز او ترافيکي مرکز هم دی.

د اسيا د لويې وچې جغرافيايي مرکز

د اسيا د لويې وچې د جغرافيايي مرکز په اړه منظره لرونکې سيمه د ارموچي ښار د يونګ فنګ علاقه دارۍ په باو جيا څاو ځي کلي کې پروت دی او پکې يو برج ليدل کېږي چې د اسيا د جغرافيايي مرکز نښه ده. د دغه برج جګوالی اتلس متره دي او بڼه يې د انګليسي ژبې د حرف اې په شان ده. اې د انګليسې لغت اسيا لومړی حرف هم دی. د دغې سيمې دروازه د باز د وزر په بڼه ده. د اسيا د لويې وچې د جغرافيايي مرکز په ميدان کې د اسيا د نهه څلويښتو هېوادونو د کولتورونو سره سمې جوړې شوې مجسمې ليدل کېږي. د دغې سيمې د ټکيټ بيه دېرش يوانه ده.

د مالګې جهيل

د ارموچي د مالګې جهيل د چين د مړ بحر بلل کېږي. د دغه جهيل په اوبو کې د مالګې خالصوالی د سمندر اوبو په پرتله اووه ځله زيات دی. نو که څوک خلک په دغه اوبو کې ځان واچوي، نه ډوبيږي او د اوبو له پاسه پاتې کېږي. کولی شي کافي يا چای وڅښي او يا کتاب مطالعه کړي. د څيړنې له مخې، د دغه جهېل په اوبه کې زيات عناصر شته چې د خلکو د روغتيا لپاره ډېر ګټور دي. نو ځايي حکومت پلان لري چې په دغه ځای کې د مالګې په اړه يو موزم او د پرېمينځلو مرکز جوړ کړي. دغه راز، سيلانيان په دغه ځای کې له مالګې څخه جوړ شوي يادګري شيان هم اخيستلی شي.

شوي موه ګوه باغ

شوي موه ګوه باغ د ارموچي د هونګ شان غره په يوه هغه دره کې پروت دی کوم چې د زلزلې له امله رامنځته شوې وه. دغه باغ له لرغونې زمانې راهيسې، د تودو اوبو چينې له امله شهرت لري. دغه باغ په وړيا توګه د سيلانيانو پرمخ پرانيستی دی کېږي. سيلانيان د ارموچي له مرکز څخه د څلورم او لسم عمومي بسونو له لارې دغه باغ ته تللای شي.

د نان شان منظره لرونکې سيمه

نان شان منظره لرونکې سيمه د اويغور خپلواکې سيمې په کچه يوه مشهوره سيمه ده. دغه سيمه د يخ او واورو د منظرو، عجيبو ډبرو، غرنيو ورشوګانو او د ملي لږکيو د دودونو له امله شهرت لري. د دغې سيمې د ټکيټ بيه دېرش يوانه ده او پکې د اسانو د سپرلۍ بيه هره ساعت څلويښت يوانه ده او د قزاقي قوم په کېږدۍ کې د مېلمستيا بيه د يو کس لپاره شل يوانه ده.

د شينجيانګ نړيوال بازار

د شينجيانګ نړيوال بازار چې د ارموچي ښار د تيان شان استوګنې سيمې د هه پينګ نان لو په واټ کې پروت دی، په چين کې تر ټولو ډېر لوی او عصري بازار دی چې دغه بازار د ترکيې له نړيوال بازار نه پرته نهه زره مربع متره لوی دی. په دغه بازار کې په اسلامي بڼه جوړې شوې ځانګړتيا لرونکی ودانۍ ليدل کېږي او اسلامي خوراکونه، د شينجيانګ څانګړی يادګري شيان اخيستلی شي. څرنګه چې دغه بازار د ارموچي په مرکز کې پروت دی، نو سيلانيان په اسانه توګه دغه بازار ته تللی شي. د لسم، شپاړسم، يو شپيتم عمومي بسونو له لارې د عر داو چياو تمځای تر رسېدو وروسته له بس ښکته او بيا د څو دقيقو پلي تګ وروسته دغه بازار ته رسېدلی شي.

په ارموچي کې له يادو منظرو لرونکو سيمو نه پرته، سيلانيان د شينجيانګ رنګارنګ ځانګړتيا لرونکي خوراکونه هم خوړلی شي. مثلاً، د ټول پسه کباب، د پسه غوښو څخه جوړ شوی د يانګ ژو باو ځي په نامه خوراک، د لا تياو ځي په نوم يو ډول اش، پلو او داسې نور.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای