CRI Online

د شينجيانګ د ((تيان چي)) د منظره لرونکې سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-07-27 21:06:13

د تيان چي منظره لرونکې سيمه د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د چانګ چي د هوی قوم خپلواکې سيمې د فو کانګ ولسوالي د بوګدا غره په لمن کې پرته ده چې د شينجيانګ له مرکز ارموچي څخه يو سل او لس کيلومتره واټن لري. ((تيان)) په چيني ژبه کې د اسمان مانا لري او (( چي)) د ډنډ مانا لري. د (( تيان چي)) ډنډ جګوالی د سمندر له سطحې څخه يو زر نهه سوه او اته ويشت متره دي، اوږدوالی يې درې زره او څلور سوه متره او سور يې يو زر او پنځه سوه متره دي. دغه منظره لرونکې سيمه د (( تيان چي)) ډنډ په مرکز جوړ دي او پراخوالی يې يو سل او شپيته مربع کيلومتره دي او د دولت په کچه د پنځه اې درجه ده. په دوبي کې يې هوا مناسبه ده چې د تودوخې منځنۍ درجه يې د سانتيګراډ په حساب شل وي او په ژمي کې يې هوا سړه وي چې د تودوخې منځنۍ درجې منفي دوولس اعشاريه څلور وي. د دغې سيمې د سيلانۍ لپاره مناسب وخت د هر کال له می څخه تر اکتوبر پورې وي. په ژمي کې د (( تيان چي)) اوبه کنګل کېږي او د کنګل پنډوالی يوه متر ته رسېږي. نو په ژمي کې دغه ډنډ په چين کې د يخ لوبو لپاره هغه طبيعی ميدان دی چې جګوالی يې تر ټولو ډېر لوړ دی.

په لرغونې زمانه کې (( تيان چي)) ډنډ د (( ياو چي)) په نوم يادېده او شاوخوا دوه سوه کاله مخکې يې نوم (( تيان چي)) ته بدل شوی. د نوی چين له جوړېدو نه وروسته په ۱۹۵۸م کال کې (( تيان چي )) ته د سړک د جوړولو پروژه پای ته ورسېده. د ۱۹۸۰م کال د جون په مياشت کې د (( تيان چي)) په مرکز ياده منظره لرونکې سيمه جوړه کړه. د ۱۹۸۲م کال په نومبر مياشت کې دغه سيمه د دولت په کچه د منظره لرونکې سيمې په توګه وټاکل شوه. په ۱۹۹۰م کال کې د م م د ښوونې، ساينس او کولتور سازمان د (( تيان چي)) په مرکز د بوګډا په غره کې د بشريت، طبيعت او مخلوقاتو ساتونکې سيمه جوړه کړه چې پراخوالی يې يو زر او شپږ سوه مربع کيلومتره دي.

ويل کېږي چې د ((تيان چي)) منظره لرونکې سيمه په شينجيانګ کې په ډېرو مشهورو سيلانيزو سيمو کې يوه ده. نو هر کال زيات سيلانيان دغې سيمې ته سفر کوي. دغه منظره لرونکې سيمه پر پنځو فرعي سيلانيزو سيمو ويشل کېږي چې (( دا تيان چي بې پوه))، (( دا تيان چي))، (( نيانګ نيانګ مياو))، (( شي وان لوه هان ني پان شان))، (( بوګډا فنګ بې پوه)) نومېږي. په يادو پنځو فرعي سيلانيزو سيمو کې شاوخوا څلويښت منظرې ليدل کېږي. (( دينګ تيان سان شي)) په نامه منظره د (( تيان چي)) ډنډ په لويديځه خوا او ورڅخه څلور کيلومتره واټن لري او جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه دوه زره اووه سوه او اتلس متره دي. په دغه منظره کې درې غټې ډبرې شته. ځايي اوسيدونکي په دغو ډبرو باندې ډيوې اوچتوي او له ليرې ځای څخه د دغو ډيوو رڼا ليدل کېږي. په دې ځای کې د (( تيان چي)) ډنډ او بوګډا غره پوره منظرې هم لېدل کېږي. دغه راز، (( دينګ های شن جين))، (( نان شان وانګ شيو))، (( شي شان ګوان سونګ))، (( های فنګ چين شي)) او (( شيوان چوان فې پوه)) په نامه منظرې يې هم مشهورې دي.

د هر کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د دوهم کال د مارچ تر يو دېرشمې نېټې پورې د دغې سيمې د سيلانۍ ناسمسوره موده ده او په دې موده کې د ټکيټ بيه يې هم ټيټه وي چې څلويښت يوانه دي. د هر کال د اپريل له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر يو دېرشمې نېټې پورې د دغې سيمې د سيلانۍ سمسوره موده ده او د ټکيټ بيه يې سل يوانه دي. د کېبلي زانګو په وسيله د يوه طرفه تګ لپاره د ټکيټ بيه شل يوانه او د دوه طرفه تګ راتګ لپاره د ټکيټ بيه پنځه دېرش يوانه دي. دغه راز، سيلانيان د بيړيو له لارې په (( تيان چي)) ډنډ کې هم سيل کولی شي چې د ټکيټ بيه يې پنځه دېرش يوانه دي. سيلانيان د اورموچي ښار څخه د عمومي بس له لارې دغې منظره لرونکې سيمې ته تللی شي چې په دوبي کې دغه بسونه د سهار له اتو بجو څخه د شپې تر نهو بجو پورې کار کوي او په ژمي کې يې کاري وخت د سهار له اتو بجو څلويښتو دقيقو نه د شپې تر اوه نيمو بجو پورې وي. د ټکيټ بيه يې پنځلس يوانه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای