CRI Online

د تورفان سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-08-02 20:16:51

تورفان د چين د شينجينګ اويغور د خپلواکې سيمې يو ښارګوټی دی او د شينجيانګ په منيځنۍ ختيځه برخه کې پروت دی. تورفان يوه ټيټه او هواره ځمکه ده او په نقشه کې يې بڼه د يو زيتون په شان ده او د غرونو په وسيله چاپيره شوې ده. د تورفان په هواره ځمکه کې د ايدينګ په نوم يو جهيل شته چې جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه منفي يو سل او پنځه پنځوس متره دی چې دا په چين کې تر ټولو ډېره ټيټه ځمکنۍ طبقه ده او په نړۍ کې د اسرائيلو د مړ بحر په پرتله دوهم ټيټ جهيل هم دی. د تورفان اقليم ګرم دی، په دوبي کې يې د تودوخې منځنۍ کچه د سانټکراد په حساب دېرش درجې ده. په يو کال کې له نهه نويو ورځو نه په زياتو ورځو کې تودوخه يې له پنځه دېرش درجو څخه لوړه ده. تورفان د په زړه پورې د طبيعي منظرو او خوندورو انګورو له امله په نړۍ کې شهرت لري.

سيلانيان د اورګاډيو او موټرونو له لارې تورفان ته سفر کولی شي. د اورګاډي سټېشن د تورفان ښار په شمال کې پروت دی او له مرکز څخه شپږ څلوېښت کيلومتره واټن لري. د سټېشن او مرکز ترمنځ عمومي بسونه شته چې بيه يې اووه اعشاريه پنځه يوانه ده. دغه راز، د (( چي چيوان هو)) په نوم د اورګاډي سټېشن د تورفان مرکز ته لا نژدې دی او زيات بسونه د دواړو ځايونو ترمنځ تګ راتګ کوي. په تورفان کې هوايي ميدان نه شته. سيلانيان له نورو ځايونو څخه لومړی د الوتکو له لارې ارموچي ښار ته ځي او بيا د موټرونو په وسيله تورفان ته ځي. د تورفان او ارموچي ترمنځ يو سل او اووه اتيا کيلومتره واټن دی او ګړند سړک کارول کېږي. سيلانيان د تورفان د عمومي بسونو په تمځای او يا د (( دا هه يان)) تمځای څخه بسونه تورفان ته تګ راتګ کوي او د شينجيانګ نورو ځايونو ته تللی شي. کله چې سيلانيان د تورفان په ښار کې ګرځي او سيل کوي، بسونه او تېکسي دواړه کارولی شي. د تېکسي بيه دا ده چې پر لومړيو دريو کيلومترو لپاره شپږ يوانه دي. وروسته له دا بيه بيا لږ څه کمه او ټيټېږي.

(( هوه يان شان )) غر

(( هوه يان شان)) غر د تورفان ټيټې ځمکې په شمالي برخه کې پروت دی او د تورفان ډېره مشهوره منظرې لرونکې سيمه ده. (( هوه يان )) په چيني ژبه کې د اور مانا لري، نو له دې نوم څخه څرګندېږي چې د دې ځای تودوخه ډېره لوړه او زياته ده. په اويغوري ژبه کې د دغه غره د نوم مانا سور رنګ غر دی. سور رنګ هم د اور رنګ دی. ويل کېږي چې (( هوه يان شان)) غر په چين کې تر ټولو ډېر تود ځای دی چې په دوبی کې يې د هوا لوړه تودوخه تر اووه څلوېښت اعشاريه اته درجو رسېږي او د ځمکې په سطحه يې تودوخه له اويا درجو نه لوړېږي. د (( هوه يان شان )) غره په منظرې لرونکې سيمې کې د (( مان تو)) غره، (( يون تي))، (( چيان فوه دونګ)) او داسې نورې منظرې هم ليدل کېږي. د (( هوه يان شان )) غره د منظرې لرونکې سيمې د ټکيټ بيه شپېته يوانه دي. دغه منظرې لرونکې سيمه د تورفان له مرکز څخه پنځوس کيلومتره واټن لري. سيلانيان د ځانګړو سيلانيزو بسونو له لارې د تورفان له مرکز څخه دغې سيمې ته تللی شي او د بس د ټکيټ بيه پنځه يوانه دي. د (( هوه يان شان )) غره لپاره د سيلانۍ ډېره مناسبه موده د هر کال د جولای او اګست مياشتې دي. د سيلانۍ په سمسور وخت کې د دغې منظرې لرونکې سيمې د پرانيستنې وخت د سهار له اتو بجو نه د شپې تر نهو بجو پورې دي او په ناسمسور وخت کې دغه وخت د سهار له لسو بجو نه د ماښام تر شپږ نيمو بجو پورې دي.

د (( پو تاو ګوه)) دره

د (( پو تاو ګوه)) دره د تورفان ښار په شمال لويديځې برخه کې او د (( هوه يان شان)) غره په لمن کې پرته ده. (( پو تاو )) په چيني ژبه کې د انګور مانا لري. نو له دغه نوم څخه څرګندېږي چې دغه دره د خوندورو انګورو د روزلو له امله شهرت لري. د دغې درې اوږدوالی اته کيلومتره دی او سور يې دوه کيلومتره دی. په دغه دره کې ځايي کلي او کورونه شته او سيلانيان پکې نه يوازې رنګارنګ او خوندور انګور خوړلی شي، بلکې د ځايي اوسيدونکو په زړه پورې دودونه احساسولی شي. د دغې درې ټکيټ بيه شپېته يوانه دي. سيلانيان د تورفان له مرکز څخه د درېيم او يو سل او دوهم نومبر بسونو په وسيله دغې درې ته سفر کولی شي.

دغه راز، په تورفان کې نورې زياتې ښکلې او مشهورې منظره لرونکې سيمې هم شته. مثلاً، (( سو ګونګ )) برج، کومتاګ صحرا،(( تو يو ګوه)) دره، د (( جياو هه)) لرغونی ښارګوټی، د (( ګاو چانګ)) لرغونی ښارګوټی او داسې نور.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای