CRI Online

صحرايي ښار --- کرامای

cri     (GMT+08:00) 2016-10-23 18:48:52

کرامای د اويغوري ژبې نوم دی چې په اويغوري ژبه ورته وايي تور رنګ نفت دی. د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د جونګر د ټيټې او هوارې ځمکې په شمال لويديځه خوا کې پروت دی. په لرغونی زمانه کې مالدارانو په دې ځای کې ژوند کاوه ، خو اوس دغه ښار د نفتو د استحراجولو له امله په نړۍ کې ډېر شهرت لري او په صحرا کې د يوې ښکلې نجلۍ په توګه بلل کېږي.

په ۱۹۵۵م کال کې د لومړی ځل لپاره په کرامای کې نفت پيدا شول او په دې ځای کې د نوي چين له جوړېدو څخه وروسته لومړی نفت لرونکی سيمه هم جوړ شوه چې تر اوسه پورې شاوخوا شپيته کاله تېر شوي دي. د کرامای د نفت په ډيجيټل مرکز کې د شينجيانګ د نفت لرونکو سيمو د شرکت د ډيجيټل شرکت انجينرې شي يون هوا د دغه شرکت د نفت د ډيجيټل سيستم لنډه پيژندنه وکړه. دې وويل، 

دغه سيستم د نفت لرونکې سيمې د توليدي لارښوونې په اړه يو سيستم دی. د اومو نفتو د استخراج ديارلس فابريکې د کرامای تر کنترول لاندې دي. له دغه سيستم څخه څرګندېږي چې د ټولو فابريکو کارونه په عادي توګه روان دي او که نه. اوس ليدل کېږي چې زموږ ټول کارونه عادی دي. له دغه سيستم څخه د هرې يوې فابريکې د اومو نفتو او طبيعې ګازو د توليد اندازه هم ليدل کېږي. دغه راز، د دې سيمې د اومو نفتو او طبيعې ګازو د توليد حالات او د نفتو په زيرمتون کې حالت هم له دې سيستم څخه څرګندېږي.

د معلوماتو له مخې، دغه مرکز د چين د نفتو ډله ييز شرکت د ډيجيټل له دريو عمده مرکزونو څخه دی او د ۲۰۱۵م کال په اګيست کې جوړ شوی. نور دوه مرکزونه په جلا جلا توګه په بېجينګ او جي لين ښار کې واقع دي. دغه درې مرکزونه په ګډه د چين د نفتو اطلاعات د تامينولو، د ناورينونو د مخنيوي او په لويه اندازه د حسابولو په شمول دندې پر غاړه اخلي چې د دغه ډله ييز شرکت پرمختګ ته ښه زمينه برابروي. د دې ترڅنګ د کرامای ساينس او تکنالوژۍ مرکز د چين په لويديځه برخه کې تر ټولو ډېر لوی دی او په چين او حتی په نړۍ کې د نفتو ډېر لوی علمي مرکز هم دی. د افغانستان د کابل نيوز ټلويزيون مشر غلام جلاني ځواک له دغه مرکز څخه له ليدنې نه وروسته وويل،

کرامای په صحرا کې اباد شوی ښار دی. په افغانستان کې نفت لرونکی سيمه هم شته. هيله ده چې افغانستان د کرامای په شان د خپل کاني زېرمې پر بنسټ د ښارونو پرمختګ پياوړی کړي. کرامای يوه بريالۍ نمونه ده. د ورېښمو لارې پر اوږدو پراته هېوادونه بايد د کرامای له برياليتوب څخه د انرژۍ د پرمختګ لاره پيدا کړي او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره کړي.

د ترکيې د ازادۍ اخبار عالي رتبه خبريال اويا ارموچيو له دغه مرکز څخه له ليدنې وروسته وويل، 

په راتلونکي کې به کرامای د نفتو د يوه نړيوال ښار په توګه اباد شي، بر سېره پردې، دغه ښار به د پولي چارو، اطلاعاتو او سيلانۍ په برخو کې د پرمختګ لپاره تدبيرونه ونيسي. چين د نفتو د استخراج او د پېښو د مخنيوي په ساحو کې عصري تکنالوژي لري، نو ترکيه او چين بايد په دغو ساحو کې نژدې همکاري وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو خلک ورڅخه ګټه واخلي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای