CRI Online

د ((يون نان)) ولايت د مرکز ((کون مينګ)) سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-10-23 18:51:54

 

((کون مينګ)) ښار د چين د ((يون نان)) ولايت مرکز دی او د پسرلني ښار په توګه بلل کېږي چې په دغه ښار کې د څلورو فصلونو هوا د پسرلي په شان ده. د تاريخي اسنادو له مخې، ((کون مينګ)) د يو لرغونی قوم نوم و چې په لرغونې زمانه کې په دې ځای کې يې ژوند کولو او اوس نشته. دوه زره کاله مخکې ((کون مينګ)) ښار د جنوبي ورېښمو لارې يو مهم تمځای و، اوس دغه ښار جنوب ختيځې اسيا او جنوبي اسيا ته د چين يوه دروازه ده او د دولت په کچه يو تاريخي او کولتوري ښار هم دی. د چين په جنوب لويديځه برخه کې د سيلانۍ او سوداګرۍ د يوه مرکز په توګه ګنل کېږي. ((کون مينګ)) ښار د ((يون نان)) او ((ګوي جو)) د لوړې سيمې په منځنۍ برخه کې پروت دی، جغرافيايي ځانګړتيا يې هم غرنيزه سيمې او هم دښتي سيمې دې. د دغه ښار کلنۍ منځنۍ تودوخه د سانتيګراد په حساب شپاړس اعشاريه پنځه درجې ده. د هر کال د باران د اورښت منځنۍ اندازه يې يو زر څلور سوه او پنځوس ميلي متره ده او هوا يې ډېره مناسبه ده. د ((کون مينګ)) ښار په چاپيره درې خواوې غرونه او جنوبي خوا ته يې جهيل واقعی دی. دغه جهيل (( ديان چه)) نومېږي. ((ديان چه)) د ((يون نان)) ولايت په لوړه سيمه کې تر ټولو ډېر لوی جهيل او په چين کې د خوږو اوبو شپږم لوی جهيل دی. ((کون مينګ)) ښار يو خلاص او عصری ښار دی.

اورګاډي او الوتکې ((کون مينګ)) ته د تللو په هکله د سيلانيانو عمده انتخاب دی. ((چانګ شوي)) هوايي ډګر د دغه ښار د ګوان دوو سيمې په ((چانګ شوي)) کلي کې پروت دی چې د دغه ښار له مرکز څخه څليرويشت اعشاريه پنځه کيلومتره واټن لري. دغه هوايي ډګر د بېجينګ، ((ګوانګ جو)) او شانګهای د هوايي ډګرونو نه پرته د چين څلورم محوري هوايي ډګر دی. سيلانيان د سبوې او د عمومي بسونو له لارې له هوايي ډګر نه د ښار مرکز ته تللی شي. په ((کون مينګ)) ښار د اورګاډيو دوه سټېشنونه شته. ((کون مينګ)) سټېشن عمده سټېشن دی او د نورو ولايتونو څخه ((کون مينګ)) ته د راتګ اورګاډي پدې تمځای کې درېږي. د ((کون مينګ)) شمالي سټېشن يوازې د ((يون نان)) ولايت جنوب او ختيځو خواوو ته د مسافرين وړونکو او مال وړونکو اورګاډيو د خدمت لپاره دی. بر سېره پردې، د ((کون مينګ)) په شاوخوا او دننه کې سړکونه هم ښه دي، نو له ((کون مينګ)) څخه د ((يون نان)) ولايت نورو ځايونو ته د تګ راتګ لپاره عمومي بس يو ښه انتخاب دی چې د نورو ترافيکو وسايلو په پرتله بيې يې هم ټيټې دي. د ((کون مينګ)) په دننه کې بسونه او ټکسي عمده ترافيکي وسايل دي. بر سېره پردې، د ۲۰۱۴م کال په جولای کې په دغه ښار کې د سبوې کرښې هم په فعاليت پيل کړی دی. د بسونو بيې يو او يا دوه يوان دي او د ټکسي بيه د لومړيو دريو کيلومترو لپاره اته يوان او له دې نه وروسته بيه يې لږ څه ټيټېږي، د ټکسي د لګښت په پرتله مسافرين بايد د تېلو د مالياتو په اړه نور دوه يوان چلوونکو ته ورکړي. په ((کون مينګ)) ښار د ټکسي ټاکل شوي تمځايونه لري، سيلانيان يوازې د ټکسي په تمځايونو کې سپرېدلی شي او د د ټکسي تمځای نښان يوه ابي رنګه تخته ده.

((ديان چه)) جهيل

((ديان چه)) جهيل د (( يون نان)) ولايت په جنوب لويديځه برخه کې د خوږو اوبو ډېر لوی جهيل دی او د لوړې سيمې د مرغلرې په توګه بلل کېږي. د دغه جهيل جګوالی د سمندر له سطحې نه يو زر اته سوه او شپږ اتيا متره دی او پراخوالی يې درې سوه او دېرش متره مربع دی. د دغه جهيل په شاوخوا سيمه کې طبيعي منظرې په زړه پورې دي، نو د دولت په کچه د ساعت تيرۍ يوه سيمه هم ده. سيلانيان د بسونو له لارې د ((کون مينګ)) ښار له مرکز څخه (( ديان چه)) جهيل ته تللی شي. د دغه جهيل تر څنګ (( شي شان)) غر واقعي دی. که سيلانيان غواړي د ((کون مينګ)) ښار پوره منظره وګوري، بايد دغه غره ته ولاړ شي. دغه راز، د دغه جهيل په شاوخوا سيمه کې د قومي کلي او د ((يون نان)) ولايت د قومونو موزيم شته.

(( جين ما بي جي)) څلی

(( جين ما بي جې)) څلی چې جګوالی دوولس متره او سور اتلس متره دی، د ((کون مينګ)) د لرغونی ښارګوټي يوه نښه ده. دغه څلی د مينګ د سلسلې زمانې د ((شوان ده)) په امپرطوري زمانه کې جوړ شوی چې تر اوسه شاوخوا څور سوه کلن تاريخ لري. لرغونی څلی ويجاړ شوی او اوسنی څلی د پخواني بڼې سره سم بيا جوړ شوی. اوسمهال د دغه څلی په شاوخوا سيمه کې زيات ستر دوکانونه شته چې ډېر سمسور ځای هم دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای