CRI Online

د(( کون مينګ)) ښار د شاوخوا سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-10-23 18:54:36

د (( شي لين)) منظره لرونکې سيمه

د (( شي لين)) منظره لرونکې سيمه د (( کون مينګ)) ښار د (( شي لين)) د يي قوم په خپلواکه ولسوالي کې پرته ده. (( شي)) په چيني ژبه کې د ډبرې مانه لري او (( لين)) د ځنګل مانا لري. نو په لنډه توګه پوهېږو چې (( شي لين)) يعنې د ډبرو ځنګل په مانا دي. ((شي لين)) منظره لرونکې سيمه د طبعيتونو له نړيوالو ميراثونو څخه دی، يو نړيوال جيالوژيکي باغ دی او د چين د دولت په کچه د پنځه ای منظره هم ده. د دغې منظره لرونکې سيمې پراخوالی درې سوه او پنځوس کيلومتره دی او د کارسټ جيالوژيک مثل دی او دا رنګه عجيبې ډبرې دوه سوه او اويا مليونه کالونه مخکې رامنځته شوې دي. په دې ځای کې ډبرې د کسانو، حيواناتو، نباتاتو او ودانيو په شان رنګارنګ بڼې لري او هره يوه ډبره خپله په زړه پورې کيسه لري. د دغې منظره لرونکې سيمې د ټکيټ بيه يو سل او پنځه اويا يوانه دی او د زده کوونکو او محصلينو لپاره امتياز لري چې د دوی لپاره د ټکيټ بيه يو سل دېرش يوانه دی. سيلانيان د ((کون مينګ)) له مرکز څخه د عمومي بسونو په وسيله (( شي لين)) ته تللی شي او بيه يې نهه ويشت يوانه دی چې له دې جملې څخه يو يوان د بيمې لپاره دی. له (( کون مينګ)) ښار څخه (( شي لين)) ته شاوخوا يو نيم ساعت مزل دی. د پاملرنې وړ ځای دا دی چې د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې، د هر کال د جون مياشتې څليرويشتمه نېټه د يي قوم د مشال له اختر سره برابره ده. ځايي اوسيدونکي په دې وخت کې د دغې ورځې د لمانځنې لپاره رنګارنګ فعاليتونه تر سره کوي، نو سيلانيان له ځايي سندرو او نڅاوو او دودونو څخه خوند اخيستلی شي.

(( فو شيان)) جهيل

((فو شيان)) جهيل د (( يون نان)) ولايت ((چنګ جيانګ)) ولسوالي ته نژدې ځای کې پروت دی چې له ((چنګ جيانګ)) ولسوالي څخه پنځه کيلومتره واټن او له ((کون مينګ)) ښار څخه څه نا څه اويا کيلومتره واټن لري. سيلانيان لومړی د ((کون مينګ)) له مرکز څخه د عمومي بسونو له لارې ((چنګ جيانګ)) ولسوالي ته تللی شي چې بيه يې شل يوانه دی او بيا د بسونو له لارې دغه جهيل ته تللی شي. (( فو شيان)) جهيل په چين کې د خوږو اوبو له ډېرو مشورو جهيلونو څخه يو دی. دغه جهيل ډېر لوی دی چې له جنوب نه تر شمال پورې اوږدوالی يې دوه دېرش کيلومتره او له ختيځ نه تر لويديځ پورې سور يې دوولس کيلومتره دی. د دغه جهيل اوبه ډېرې پاکې دي او د ځايي خلکو د څښاک اوبو يوه سرچينه ده. په دغه جهيل کې له شلو نه زيات ډولونه کبان پيدا کېږي. ځايي اوسيدونکي په لرغونو لارو چارو کبان نيسي. نو سيلانيان بايد په دې ځای کې کبان وخوري. په ۲۰۰۶ م کال کې تر دغه جهيل لاندې د لرغوني (( ديان)) وطن تاريخي ميراثونه پيدا شول. نو له همدې امله هم دغه جهيل لا زيات سيلانيان راجلب کړي دي. د دغه جهيل پر غاړه د (( لو چونګ)) په نامه يو کلی دی، سيلانيانو ته په دغه کلي کې راسټورانټونه او هوټلونه پيدا کېږي.

د ((لوه پينګ)) د شړشم ګلانو سمندر

(( لوه پينګ)) ولسوالي د (( يون نان))، (( جيانګ شي)) او (( ګوي جوه)) ولايتونو په سرحدي سيمه کې پرته ده. هر کال د فبرورۍ له شلمې نېټې څخه د مارچ تر لومړۍ لسيزې پورې د شړشم ګلانو د غوړېدلو وخت وي. په دغه ولسوالي کې د شړشم ګلانو د پټيو پراخوالی اووه مليونو متره مربع دی چې د سمندر په شان بې سرحده دی. د شړشم ګلانو د غوړېدو په وخت کې هره ورځ له ((کون مينګ)) څخه ((لوه پينګ)) ولسوالۍ ته سيلانيز اورګاډی تګ کوي چې بيه يې اته شپيته يوانه او مزل يې شاوخوا څلور ساعته دی. که سيلانيان وغواړي (( لوه پينګ)) ته لاړ شي، نو دا دې مه هير وي چې خامخا له ځان سره کميره يوسي، ځکه چې په دغه ځای کې ډېر په زړه پورې عکسونه اخيستلی شي.

بر سېره پردې، د ((کون مينګ)) ښار په شاوخوا سيمه کې د چای او اس لرغونې لاره، (( يوان يانګ)) پټي، (( پو جه هې)) جهيل، ((جيو شيانګ)) منظره لرونکې سيمه او داسې نورې زياتې مشهورې منظره لرونکې سيمې او د سيل وړ ځايونه له نږدې کتلی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای