CRI Online

د (( شي شوانګ بان نا)) سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-11-21 19:51:22

((جينګ هونګ)) ښار د ((شي شوانګ بان نا)) سيمې مرکز دی، هوايي ميدان يې له ((جينګ هونګ)) ښار څخه پنځه کيلومتره واټن لري. اوس د چين د ((بېجينګ))،((کون مينګ))، ((شانګهای))، ((چنګ دو))، ((چونګ چينګ))، ((لي جيانګ))، ((دا لي)) او ((تيان جينګ)) او (( شي شوانګ بان نا)) ترمنځ هوايي الوتنې شته. دغه راز، د تايلنډ د بنکاک او دغه ښار ترمنځ هوايي الوتنې هم شته. په ((شي شوانګ بان نا)) کې د عمومي بسونو ډېر سټېشنونه شته، نو سيلانيان د ((يون نان)) ولايت له نورو ځايونو څخه د عمومي بس له لارې (( شي شوانګ بان نا)) ته تللی شي. ((کون مينګ)) له (( جينګ هونګ)) څخه شپږ سوه اته اتيا کيلومتره واټن لري او د تګ لپاره د عمومي بسونو له لارې شاوخوا څو لسګونو ساعتونو ته اړتيا شته، بيه يې له يو سل پنځه څلوېښت يوانو نه تر دوه سوه شپږ څلوېښت يوانو پورې وي. بر سېره پردې، مسافر وړونکې بيړۍ هم يو ډول مهم ترافيکي وسايل دي. د (( جينګ هونګ)) بندر او د لاوس د پلازمينې وينتيان ترمنځ د بيړيو د تګ راتګ يوه نړيواله کرښه شته. د ((جينګ هونګ)) ښار په منځ کې د ټکسي بيه د لومړيو دريو کيلومترو لپاره اووه يوانه دي او له دې نه وروسته د هر يو کيلومتره لپاره يو اعشاريه اته يوانه زياتېږي. دغه راز، مسافرين بايد د تېلو لپاره چلوونکو ته نور دوه يوانه هم ورکړي.

د دای قوم باغ

د دای قوم باغ د ((شي شوانګ بان نا)) يوه مشهوره منظره لرونکې سيمه ده. دغه باغ د ((جينګ هونګ )) ښار په (( ګان لان با)) سيمه کې پروت دی. سيلانيان په دې باغ کې نه يوازې د باراني ځنګلونو منظرې ګوري، بلکې د دای قوم له دودونو او کولتور څخه خونداخلي. په دغه باغ کې هره ورځ د اوبه ورکولو اختر د دود ننداره ليدل کېږي. د دغه باغ د ټکيټ بيه پنځوس يوانه دی.

د وحشي فيل دره

د وحشي فيل دره د (( جينګ هونګ)) له ښار څخه ته د دوه ويشت کيلومترو واټن لري او په باراني ځنګلونو کې پرته ده. په دغه دره کې څو لسګونه فيلان د وګړيو لخوا روزل کېږي او هره ورځ سيلانيانو ته د فيلانو ننداره وړاندې کېږي چې هره ورځ دوه ځلې دا ډول ننداره وړاندې کېږي او وختونه يې د سهار له يوولسو بجو نه تر دوولسو بجو پورې او د ماسپښين له دوو بجو نه تر دريو بجو پورې دي. د دغې درې په شاوخوا سيمه کې وحشي فيلان ژوند کوي، نو که نيکمرغه وئ، وحشي فيلان هم ليدلی شئ.

له يادو منظرې لرونکو سيمو نه پرته، د (( لان څانګ )) سيند غاړې، ((مان ټينګ))

باغ، د حاره منطقې نباتاتو باغ او د قومونو د دودونو باغ هم د سيل وړ نور ځايونه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای