CRI Online

د ((تنګ چونګ)) سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-11-21 19:58:36

(( تنګ چونګ)) ولسوالي چې د ((يون نان)) ولايت په جنوب لويديځه برخه په باو شان ښار کې او مينمار ته نژدې موقعيت لري، له چين څخه جنوبي اسيا او جنوب ختيځي اسيا ته د تګ راتګ يوه مهمه دروازه ده. د ((تنګ چونګ)) جغرافيايي مقام د لرغونې زمانې راپدېخوا د پاملرنې وړ دی او پکې زيات ځواکونه ميشت وو. د چين د مينګ په مسلسله زمانه کې حکومت په دې ځای کې يو ډبرين ښارګوټی جوړ کړی و او په سرحدي سيمه کې د لومړي ښار په توګه بلل شوی و. دغه راز، ((تنګ چونګ)) د چين په جنوبي برخه کې د لرغونې ورېښمو لارې پر غاړه يو ډېر مشهور ښارګوټی هم و. د تنګ چونګ)) اقليم په څلور فصلونو کې مناسب دی، نو څلور فصلونه يې د سيلانۍ سمسور وختونه دي. د ((تنګ چونګ)) د (( توه فنګ)) هوايي ميدان د (( چنګ شوي)) علاقه دارۍ په ((توه فنګ)) کلي کې پروت دی. اوس له بېجينګ، شانګهای، (( چنګ دو))، (( کون مينګ)) او (( شي ان)) څخه تر (( تنګ چونګ )) پورې هوايي الوتنې شته. بر سېره پردې، سيلانيان د عمومي بسونو له لارې د (( يون نان)) ولايت له نورو ځايونو څخه (( تنګ چونګ)) ته تللی شي.

د ((ژه های)) تودې او معدني اوبه لرونکې سيمه

څرنګه چې ((تنګ چونګ)) په اور غورځوونکې غرنۍ سيمه کې پروت دی، نو په دې ځای کې د تودې او معدني اوبو زيرمه ډېره غني ده. د ((ژه های)) تودې او معدني اوبه لرونکې سيمه په ((تنګ چونګ)) کې ډېر مشهور سيلانيز ځای دی. په دغه سيمه کې د تودو اوبو له اتيا نه زياتې چينې شته چې له دې جملې څخه د څوارلسو چينو د اوبو تودوخه د سانټګراډ په حساب نويو درجو ته رسېږي. په دغو چينو کې يوه چينه چې (( دا ګون ګوه)) نومېږي، تر ټولو ډېره لويه ده. سيلانيان په دې ځای کې د تودو او معدني اوبو په وسيله خپل بدن مينځلی شي چې د روغتيا لپاره ډېره ګټه لري. د دغې سيمې د ټکيټ بيه شپيته يوانه دي، د بدن د مينځلو مرکز بيه دوه سوه او اته شپيته يوانه دي. په دغه سيمه کې هوټلونه شته، نو سيلانيان پکې اوسېدلی شي. د ((تنګ چونګ)) له مرکز څخه (( ژه های)) ته ځانګړي بسونه شته او بيه يې پنځه يوانه دي.

(( هه شون)) لرغونی ښارګوټی

((هه شون)) لروغنی ښارګوټی د ((تنګ چونګ)) ولسوالۍ په جنوب لويديځه برخه کې پروت دی او د ((تنګ چونګ)) له مرکز څخه څلور کيلومتره واټن لري. دغه لرغونی ښارګوټی په چين کې په لسو مشهورو لرغوني ښارګوټو کې يو دی. څلور سوه کاله مخکې د دې ښارګوټي اوسيدونکو د سوداګرۍ لپاره د نړۍ نورو ځايونو ته تللي دي، نو ځايي اوسيدونکي يې ډېر شتمن دي او په ښارګوټي کې ودانۍ د چين ځانګړتيالرونکې او په زړه پورې دي.

د اور غورځوونکې غره جغرافيايي باغ

د ((تنګ چونګ)) د اور غورځوونکې غره په جغرافيايي باغ کې د اور غورځوونکې غرنۍ ډله شته. سيلانيان په دغه باغ کې د اور غورځوونکي غر رنګارنګ ډبرې ليدلی شي. د هرې ورځې د سهار له لس نيمو بجو نه مخکې سيلانيان د اور بالون له لارې له هوا څخه غرني ډلې ليدلی شي. د دغه باغ د ټکيټ بيه څلوېښت يوانه دي او د اور بالون د سپرلۍ بيه دوه سوه يوانه دي چې هر ځل په هوا کې د شلو دقيقو لپاره الوځي.

د ((بې های)) لنده ځمکه

(( بې های)) لنده ځمکه د ((تنګ چونګ)) ولسوالي په شمال لويديځه برخه کې پرته ده او له مرکز څخه دوولس کيلومتره واټن لري. اپريل مياشت د دغې ځمکې ډېر په زړه پورې وخت دی چې پکې رنګارنګ ګلان غوړژږي او ټوله لنده ځمکه د يوې لويې غالۍ په شان منظره خپلوي. سيلانيان په دغه ځمکه کې کبان هم نيولی شي.

((اينګ هوا ګو)) دره

((اينګ هوا ګو)) دره د (( ګاو لي ګونګ)) غره په ساتونکې سيمه کې پرته ده. دغه غر د نيمه حاره منطقې ځنګلونو تر پوښښ لاندې ده. نو په دغه دره کې سيلانيان له لومړنيو ځنګلونو، د تودو او معدني اوبو او ابشارونو څخه خوند اخيستلی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای