CRI Online

د (( سي چوان)) ولايت د مرکز (( چنګ دو)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-12-09 17:43:44

(( چنګ دو)) ښار د چين د (( سي چوان)) ولايت مرکز دی او د چين د جنوب ختيځې سيمې د ساينس او تخنيک، د سوداګرۍ او اقتصاد او د ترافيک مرکز هم بلل کېږي. دغه ښار په هواره ځمکه کې پروت دی او ګڼ شمېر سيندونه ورڅخه تېرېږي، نو کرنيزو حاصلاتو له پلوه هم شتمن ښار دی. د دغه ښار تاريخ د قبل الميلاد له پنځمې پېړۍ څخه شروع شوی دی، دغه ښار نه يوازې د چين د تاريخ او کولتور مشهور ښار دی، بلکې د چين په جنوبي سيمه کې د ورېښمو لارې د شروع يو ټکی هم دی. د زياتو نورو هېوادونو قونسلګرۍ په دې ښار کې جوړې شوې او دغه ښار د م م د يونيسکو سازمان لخوا د خوندور خوراک لرونکی ښار په توګه بلل کېږي. ځکه چې د ((چنګ دو)) ښار تاريخ لرغونی دی او له لرغونې زمانې راهيسې، د چين په جنوب لويديځې سيمې کې مهم مقام نيولی دی، نو په دغه ښار کې زيات تاريخي او کولتوري ميراثونه موجود دي او د سيلانۍ ځايونه يې هم زيات دي. په (( چنګ دو)) کې د څلورو فصلونو ترمنځ تودوخې بېلې وي او په ژمي او پسرلي کې باران لږ وي او په دوبي او مني کې باران زيات وي.

((چنګ دو)) ښار د چين په جنوب لويديځه سيمه کې ډېر لوی ترافيکي محور دی، د دغه ښار او د چين د نورو څلوېښتو نه د زياتو ښارونو ترمنځ هوايي الوتنې شته. دغه راز، دغه ښار د ځمکني ترافيک يو محور هم دی. سيلانيان په ساده توګه د اورګاډيو او عمومي بسونو له لارې له نورو ښارونو څخه (( چنګ دو)) ته تللی شي. د ((چنګ دو)) په منځ کې بسونه او ټکسي عمده ترافيکي وسايل دی.د بسونو بيې يو يوان او يا دوه يوانه دي. هغه بسونه چې ايرکنديشن نه لري، کرايه يې يو يوان ده، که ايرکنديشن لري، کرايه يې دوه يوانه دي.د ټکسي بيه په لومړيو دوو کيلومترو کې اته او يا نهه يوانه دي چې د موټر د ډولونو له مخې بيې يې بيلې دي. له لومړيو دوو کيلومترو نه وروسته د هر يو کيلومتره لپاره بيه يې يو اعشاريه نهه دی. د (( چنګ دو)) ښار سبوې هم لري.

د ((دو فو څاو تانګ)) موزيم

((دو فو څاو تانګ)) موزيم د چين د دولت د څلور اې په کچه منظره لرونکې سيمه ده. ((دو فو)) د چين د تانګ په امپراتورۍ مسلسله کې يو مشهور شاعر و. ((دو فو څاو تانګ)) د ده پخوانی کور و چې هغه د څلورو کلونو لپاره پکې ژوند کړی و. هغه په دغه کور کې شاوخوا دوه سوه او څلوېښت شعرونه ليکلي وو. د دغه موزيم اوسنی پراخوالی سل جريبه دی او خونې يې د چين د مينګ او چينګ امپراتوريو سلسلو زمانو ساختماني ځانګړتيا لري. د دغه موزيم د ټکيټ بيه شپيته يوانه دي.

د ((وو هاو څي)) موزيم

(( وو هاو څي)) موزيم د چين د دولت د څلور اې په کچه منظره لرونکې سيمه او د لومړۍ کچې موزيم دی. (( وو هاو څي)) په لرغونې زمانه کې يو معبد و چې د چين د (( سان ګوه)) په زمانه کې د (( جو ګه ليانګ)) په نوم د يو مشهور اتل او د ده د پاچا (( ليو بې)) د يادونې په هکله جوړ شوی. په دغه موزيم کې د يادګارۍ څو څلي ليدل کېږي چې نه يوازې تاريخي ارزښت لري، بلکې په دغو څليو کې له حکاکي شويو ليکنو څخه د چين د خطاطۍ لوړه هنري سويه هم څرګندېږي. د دغه موزيم تکت بيه شپيته يوانه دي.

(( جين لي)) واټ

(( جين لي)) يو لرغونې سوداګريز واټ دی چې زرګونه کلن تاريخ لري. (( جين لي)) واټ (( وو هاو څي)) موزيم ته نژدې دی. په دې ځای کې سيلانيان د (( چنګ دو)) له ځانګړتيا لرونکو خوراکونو، ځايي اوپراګانو، کاغزي هنر او داسي نورو سيلانيزو چارو څخه خوند اخيستلی شي. دغه راز، په دې ځای کې د سيلانيز يادګاري شيان هم اخيستلی شي.

د پانډا د تکثير او څيړنې اډه

پانډا د چين يوه نښه ده. د څيړنې له مخې، په چين کې د اتيا سلنې برخې پانډاګان په (( سي چوان)) ولايت کې ژوند کوي. د پانډا د تکثير او څيړنې اډه د پانډا د ساتنې او څيړنې په هکله جوړه شوې، دغه اډه د سيلانيانو پر مخ هم پرانيستل شوې، سيلانيان پکې نه يوازې لوی شوی پانډاګان، بلکې تازه زېږېدلې پانډاګان هم ليدلی شي.

له يادو شويو منظرې لرونکو سيمو نه پرته، په (( چنګ دو)) کې د (( کوان جيا شيانګ ځي)) لاره، ((چينګ يانګ ګونګ)) ماڼۍ، (( جاو جيو سي)) معبد او داسې نور ځايونه هم د سيل وړ ځايونه دي.

دغه راز، سيلانيان په ((چنګ دو)) کې کولی شي په پارکونه کې چای وڅکي او د (( هوه ګوه)) په نوم خوراک وخوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای