CRI Online

د ((چنګ دو)) د شاوخوا سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-12-30 14:42:57

 

((چنګ دو)) ښار د چين د جنوب ختيځې سيمې د ساينس او تخنيک، د سوداګرۍ او اقتصاد او د ترافيک مرکز دی. د دغه ښار په شاوخوا سيمه کې زيات د سيل وړ ځايونه شته. نو که سيلانيان (( چنګ دو)) ته سفر وکړي، شاوخوا سيمې ته هم تللی شي.

د (( دو جيانګ يان)) په نوم د اور بند

د (( دو جيانګ يان)) په نوم د اور بند په ۲۰۰۰م کال کې د م م د يونيسکو سازمان لخوا د کولتوري ميراثونو په نړيوال ليست کې شامل شو. څرنګه چې د دغه بند پرته سيمه د پانډاګانو استوګنځای هم دی، نو د طبيعې ميراثونو په نړيوال ليست کې هم شامل شوی دی. دغه بند د چين د دولت د پنځه اې په کچه منظرې لرونکې سيمه هم ده. (( دو جيانګ يان)) د (( چنګ دو)) ښار د (( دو جيانګ يان)) ولسوالۍ په لويديځه برخه کې او په ((مين جيانګ)) سيند باندې پروت دی. دغه بند له قبل الميلاد ۲۵۱م کال څخه تر قبل الميلاد ۲۵۶م کال پورې جوړ شوی دی. دغه بند په تېرو دوو زرو کلونو کې د اوبو لګولو په برخه کې مهم رول لوبولي دي او تر اوسه د ((چنګ دو)) سيمې د کرنې په پرمختګ کې هم مهم رول لري. دغه بند په نړۍ کې د کارول کېدونکو بندونو کې تر ټولو ډېر اوږد تاريخ لري. له دغه بند څخه د چينايانو هوښياري او زحمتکښي څرګندېږي. د دغې منظرې لرونکې سيمې د ټکټ بيه نوی يوانه دي. د دغې سيمې د ((بې ټينګ)) څخه تر (( يو ځوي)) پورې د سيلانۍ موټرونه شته چې کرايه يې د تګ راتګ لپاره پنځلس يوانه دي. سيلانيان له ((چنګ دو)) ښار څخه د ګړندي اورګاډي له لارې ((دو جيانګ يان)) ته تللی شي.

(( چينګ چنګ شان)) غر

((چينګ چنګ شان)) غر د کولتوري ميراثونو په نړيوال ليست کې يو دی او د چين د دولت د پنځه اې په کچه منظرې لرونکې سيمه هم ده. (( چينګ چنګ شان)) غر د چين د تاويزم يوه سرچينه ده او مقدس ځای هم دی. دغه غر د (( دو جيانګ يان)) ولسوالۍ په جنوب لويديځه برخه کې پروت دی او ((دو جيانګ يان)) بند ته نژدې دی. دغه غر د ((چنګ دو)) ښار له مرکز څخه اته شپيته کيلومتره او له ((دو جيانګ يان)) بند څخه لس کيلومتره واټن لري. د دغه غره د منظرې لرونکې سيمې پراخوالی دوه سوه کيلومتره مربع ده. لوړ څوکه يې د سمندر له سطح څخه يو زر دوه سوه او شپيته متره لوړوالی لري. په دغه غره باندې ونې په څلور فصلونو کې شنې دي، نو (( چينګ چنګ )) يې نومېږي. (( چينګ)) په چيني ژبه کې د شين رنګ مانا لري. سيلانيان په دغه غره کې نه يوازې په زړه پورې منظرې ليدلی شي، بلکې د چين د تاويزم له کولتور څخه هم خوند اخيستلی شي. د دغه غره د مخکني برخې د ټکيټ بيه نوی يوانه او د تر شا برخې د ټکيټ بيه شل يوانه دي. په دغه غره کې د هوايي ګاډيو دوه سيسټمونه شته، د (( جين لي)) په نوم د هوايي ګاډيو لپاره کرايه د طرفه تګ لپاره د هر سر په اړه دېرش يوانه او د تګ راتګ لپاره د هر کس په سر پنځه پنځوس يوانه دي. د (( بای يون)) په نوم د هوايي ګاډيو لپاره کرايه د طرفه تګ لپاره د هر کس په سر پنځه څلوېښت يوانه او د تګ راتګ لپاره اويا يوانه دي. سيلانيان هم د ګړندي اورګاډي لپاره له ((چنګ دو)) څخه دغه غره ته تللی شي.

(( سان شينګ دوي)) موزيم

(( سان شينګ دوي)) موزيم د (( سان شينګ دوي)) د لرغوني ښارګوټي د کنډوالو پر بنسټ جوړ شوی. دغه کنډوالې د ((سي چوان)) ولايت په ((ګوانګ هان)) ښار کې پرتې دي. د دغې کنډوالو تاريخ له درې زرو کلونو نه تر پنځه زرو کلونو پورې دی او پراخوالی يې دوولس کيلومتره مربع دی. له دغې کنډوالو څخه ډېر زيات ارزښتناک تاريخ اثار پيدا شوي دي. دغه کنډوالې په شلمې پيړۍ کې د بشريت له ډېر ارزښتناکو او مشهورو تاريخي کنډوالو څخه يوه ده. دغه کنډوالې هم د چيني ملت د يوې سرچينې په توګه بلل کېږي.

له يادو شويو ځايونو نه پرته، د ((چنګ دو)) ښار په شاوخوا سيمه کې د (( جين شا)) تاريخي کنډوالې موزيم، د ((لونګ چي)) د ځنګلونو دولتي باغ، د (( شي لينګ)) د اورو غر او (( وه لونګ)) منظره لرونکې سيمه او داسې نور هم د سيل وړ ځايونه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای