CRI Online

د ((وو لونګ)) سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-01-16 19:01:55

((وو لونګ)) سيمه د ((چونګ چينګ)) ښار يوه برخه ده او د دغه ښار په جنوب ختيځ کې د ((وو جيانګ)) سيند په وروستۍ برخه کې او د ((وو لينګ شان)) غره او د ((دا لو شان)) په سرحدي سيمه کې پرته ده. د ((وو لونګ)) په قلمرو کې ((فو ژونګ دونګ)) غار د نړيوالو طبيعې ميراثونو په ليست کې شامل شوی او (( تيان شنګ سان چياو)) جيالوژيک باغ هم د چين د پنځه اې په کچه منظره لرونکې سيمه ده.

په ((وو لونګ)) کې هوايي ميدان نه شته، خو د پلان له مخې، په ۲۰۱۸م کال کې به د ((وو لونګ)) (( شيان نو شان)) هوايي ميدان په کار پيل وکړي. اوس سيلانيان لومړی د الوتکې له لارې ((چونګ چينګ)) ته ځي، بيا د بس او اورګاډي له لارې ((وو لونګ)) ته تللی شي. د ((چونګ چينګ)) د ((نان پينګ)) سټېشن او ((وو لونګ)) ترمنځ بسونه هره ورځ د سهار له اووه نيمو بجو څخه د ماښام تر اوو بجو څلوېښتو دقيقو پورې تګ راتګ کوي او د هر کس کرايه پنځوس او يا شپيته يوانه ده. په لاره کې درې ساعتونو ته اړتيا شته، تر څو يادې سيمې ته ورسېږي.

((فو ژونګ جيانګ)) منظره لرونکې سيمه

((فو ژونګ جيانګ)) سيند د ((وو جيانګ)) سيند ډېره لويه څانګه ده او سرچينه يې په ((ګوی جوه)) ولايت کې ده. اوږدوالی يې دوه سوه او يو دېرش کيلومتره دی. د دغه سيند د پنځه دېرش کيلومترو په اوږدو برخې پر بنسټ د ((فو ژونګ جيانګ)) منظره لرونکې سيمه جوړه شوې ده. په ۲۰۰۳م کال کې په دغه سيند باندې د ((جيانګ ګوه)) بريښنايې توليدي فابريکې له جوړېدو نه وروسته په دغه منظره لرونکې سيمه کې د (( ګاو شيا پينګ هو)) جهيل رامنځته شوی دی. اوس د دغې منظره لرونکې سيمې عمومي پراخوالی له يو سل او پنځوس کيلومتره مربع څخه زيات دی.

د يادولو وړ ده چې په دغه سيمه کې د ((فو ژونګ دونګ)) په نامه غار د نړيوالو طبيعي ميراثونو په ليست کې شامل شوی دی. دغه غار چې د آهکو تيږو څخه ډک دی، د يو مليون او دوه لکه کالونو نه مخکې رامنځته شوی دی. د دغه غار اوږدوالی دوه زره او اووه سوه متره دی او د سيل وړ لارې اوږدوالی يې يو زر او اته سوه او شپيته متره دی او د دغه غار عمومي مساحت له يوولس زره متره مربع نه زيات دی چې د نړۍ له دريو ډېرو لويو غارونو څخه دی. په غار کې تودوخه معمولاً شپاړس سانټګراد درجې وي. په دغه غار کې سيلانيان له طبيعې ډبريزو مجسمو څخه خوند اخيستلی شي چې د اهکو تيږو څخه جوړې شوې دي.

دغه راز، سيلانيان په ((فو ژونګ جيانګ)) باندې د اوبو په وسيله د وړل کېدو لوبې تر سره کولای شي. د ((فو ژونګ جيانګ)) د ټکيټ او د بيړيو د سپرلو کرايه سل يوانه ده او په سمسور وخت د ((فو ژونګ دونګ)) غار بيه يو سل او شل يوانه ده او په نور وخت کې بيه يې يوازې شپيته يوانه ده.

((تيان شنګ سان چياو )) منظره لرونکې سيمه

((تيان شنګ سان چياو)) منظره لرونکې سيمه د چين په جنوبي برخه کې د کارست جيالوژيکې بڼې يوه مشهوره نښه ده. په دغه منظره لرونکې سيمه کې درې لوی طبيعې ډبريز پلونه واقعې دي چې پيمانه يې په نړۍ کې ډېره لويه ده. منځنی جګوالی يې درې سوه متره دی. د دغو دريو پلونو ترمنځ دوه لويې درې شته. د کارست جيالوژۍ نه پرته په دغه سيمه کې د غره، ابشار، ځنګلونو لخوا جوړې شوې منظرې هم د ليدو وړ دي. په سمسور وخت کې د ټکيټ بيه يې يو سل او پنځه دېرش يوانه او په نور وخت کې بيه يې پنځه نوي يوانه ده.

له يادو منظرو نه پرته، په ((وو لونګ)) کې ((شيا نېو شان)) غرنۍ دښته او (( لونګ شوي شيا)) دره هم د سيل وړ ځايونه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای