CRI Online

د ((سان شيا)) په نامه د ((يانګ ځي)) سيند د منځنۍ برخې د دريو تنګيو سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-01-16 19:04:58

د ((سان شيا)) په نامه د ((يانګ ځي)) سيند د منځنۍ برخې درې تنګي د ((چونګ چينګ)) ښار د ((فنګ جي)) ولسوالۍ د ((بای دی چنګ)) ښارګوټي څخه د ((هو بې)) ولايت تر ((يي چانګ)) ښار پورې غځيدلي چې يو سل او درې نوي کيلومتره اوږدوالی لري. دغه درې تنګي ((څو تانګ شيا)) تنګی، ((وو شيا)) تنګی او ((شي لينګ شيا)) تنګی دی. ((سان شيا)) د چين د لرغوني کولتور يوه سرچينه ده او د ((سان ګوه)) په زمانه کې يو مشهور جنګي ځای هم و، نو په دې سيمه کې زيات تاريخي ميراثونه ليدل کېږي. مثلاٌ، ((بای دی چنګ))ښارګوټی، ((هوانګ لينګ مياو)) معبد او داسې نور. د چين په تاريخ کې زياتو مشهورو شاعرانو د ((سان شيا)) په نسبت شعرونه او ليکنې ليکلې دي، مثلاٌ، ((لي بای))،((بای جيو يي))، ((او يانګ شيو)) او داسې نور. دغه راز، ((سان شيا)) هم د چين ډېر مشهور شاعر (( چيو يوان)) او د ډېرې مشهورې او ښکلې نجلۍ ((وانګ جاو جيون)) ټاټوبی و چې د دغو دواړو کسانو په اړه د چين په تاريخي کتابونه کې زيات معلومات ليکل شوي دي. د ((سان شيا)) په نامه د ((يانګ ځي)) سيند د منځنۍ برخې د دريو تنګيو د دواړو ګړنګونو غاړو منظرې هم په زړه پورې دي. پسرلی او منی د دغه ځای سيلانيز وخت وي.

سيلانيان د الوتکې او اورګاډي له لارې لومړی ((يي جانګ)) ښار او يا ((چونګ چينګ)) ښار ته تللی شي او بيا د بسونو له لارې ((سان شيا)) ته سفر کولای شي. ((سان شيا)) ته ډېر نژدې هوايي ميدان په ((يي چانګ)) ښار کې پروت دی او د دغه هوايي ميدان او ((بېجينګ))، ((شنجين))،((شانګهای))، ((ګوانګ جو))، ((دا ليان)) او ((شيا من)) په شمول زياتو ښارونو ترمنځ الوتنې شته. بر سېره پردې، د بيړيو له لارې د ((سان شيا)) سيل هم يو ډېر ښه انتخاب دی. په سيلانيزو بيړيو کې هوټل او راسټرانټ هم شته، د سيلانيانو په وړاندې د استوګنې او ډوډۍ په اړه ستونزه نه شته او د ((سان شيا)) په دواړو غاړو کې ښکلې منظرې هم ليدلی شي. سيلانيزې بيړۍ د ((چونګ چينګ)) ښار او ((يي چانګ)) ښار ترمنځ تګ راتګ کولی شي او بيه يي له درې سوو يوانو څخه تر يو زر او دوه سوو يوانو پورې ده.

((شي باو جای)) برج

((شي باو جای)) برج د ((چونګ چينګ))ښار د ((جونګ شيا)) ولسوالۍ په قلمرو کې او د ((يانګ ځي)) سيند په شمالي غاړه کې واقعی دی. دغه برج د ((يانګ ځي)) سيند د يوې مرغلرې په توګه بلل کېږي. په دغه ځای کې د سيند پر غاړه يوه ډېره لويه او غټه ډبره موجوده ده چې دغه ډبره د غره په شان لويه ده، چې د((يو يي شان)) په نوم هم يادېږي، په چيني ژبه کې ((يو)) د قيمتي ډبرې مانا لري او ((شان)) د غره مانا لري. ((شي باو جای)) برج د چين د مينګ د مسلسلې زمانې د ((وان لي)) په امپراطوري موده کې په دغه ډبره باندې جوړ شوی او له دې نه وروسته څو څو ځله ترميم شوی و. دغه برج دوولس پوړونه لري او عمومي جګوالی يې شپږ پنځوس متره دی. ټول برج له لرګيو څخه جوړ شوی او هيڅ فلزات نه لري. د دغه برج د سيل بيه پنځوس يوانه ده.

((چيو تانګ شيا)) تنګی

((چيو تانګ شيا)) تنګی د ((يانګ ځي)) سيند د منځنۍ برخې د دريو تنګيو يوه برخه ده او اوږدوالی يې د نورو دوو تنګيو په پرتله لنډ دی، يوازې اته کيلومتره دی. خو منظرې يې ډېرې ښکلې دي. د دغه تنګي په دواړو غاړو کې پراته غرونه زر متره جګوالی لري او پکې زيات تاريخي ميراثونه واقع دی. د بېلګې په توګه، ((بای دی چنګ)) ښارګوټی،د ((دا شي)) لرغونې کولتوري کنډوالې او داسې نور.

((سان شيا)) لوی بند او استنادي ديوال

((سان شيا)) لوی بنداو استنادي ديوال د ((يي چانګ)) ښار په قلمرو کې پروت دی. دغه بند او مستندی ديوال د ((سان شيا)) په نامه د اوبو په وسيله د بريښنا د توليدي پروژې عمده برخه او د ((سان شيا)) لوی بند د منظره لرونکې سيمې عمده ودانۍ هم ده. د ((سان شيا)) په نامه د اوبو په وسيله د بريښنا توليدي پروژه په نړۍ کې د اوبو په وسيله د بريښنا د توليد په اړه ډېره لويه پروژه ده. د دغه بند اوږدوالی دوه زره او درې سوه اته متره او جګوالی يې يو سل او پنځه اتيا متره دی. د دغه بند د سيل بيه يو سل او پنځه يوانه ده.

له يادو شويو منظرو نه پرته، د ((يانګ ځي)) سيند د منځنۍ برخې د دريو تنګيو په سيمه کې زياتې نورې منظرې هم د سيل وړ دي، مثلاٌ، (( وو شيا))تنګی، ((نېو شين فنګ)) څوکه، ((دنګ اينګ شيا)) تنګی، ((ګه جو با)) بند او داسې نور.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای