CRI Online

د ((ګوی يانګ)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-01-28 20:05:00

((ګوی يانګ)) ښار د ((ګوی جو)) ولايت مرکز دی او د چين په جنوب ختيځه برخه کې يو مهم ښار هم دی. ((ګوی يانګ)) يو غرنی ښار دی چې اقليم يې لوند دی، د ښار په مرکز کې غرونه ليدل کېږي، نو هوا يې ښه او سيلانيز سرچينې يې غنۍ دي. په دوبی کې هوا يې ګرمه نه ده او په شپه کې همېشه باران اوري، خو په ورځ کې اسمان شين وي. نو دوبی د سيلاني وړ فصل دی. په دغه ښار کې زيات قومونه اوسېږي، چې د هان، ((بو يي)) او مياو قومونو نفوس پکې زيات دی، بر سېره پردې، د هوی، دونګ او يي په شمول له شلو نه زيات قومونو وګړی هم پکې شته. نو سيلانيان له ((ګوی يانګ)) څخه د بېلا بېلو قومونو له دودونو او کولتورونو څخه خوند اخيستلی شي.

سيلانيان د الوتکې، اورګاډي او موټر له لارې ((ګوی يانګ)) ته تللی شي. ((لونګ دونګ پو)) هوايي ميدان د ((ګوی يانګ)) ښار په ختيځه څنډه کې پروت دی او له مرکز څخه يوازې نهه کيلومتره واټن لري. د دغه هوايي ميدان او د چين د عمده ښارونو او هانکانګ، مکاو، ((تای بې))، بنکاک او سؤل ترمنځ الوتنې شته. د ((ګوی يانګ)) د اورګاډي سټېشن د ښار په مرکز کې پروت دی او د ((ګوی يانګ)) او د چين د عمده لويو ښارونو ترمنځ اورګاډي شته. دغه راز، د ((ګوی يانګ)) او د ((ګوی جو)) ولايت د نورو ښارونو ترمنځ ګړندی سړکونه بشپړ شوي دي، نو عمومي بس هم د سيلانيانو يو ښه ترافيکي انتخاب دی. د ((ګوی يانګ)) ښار په منځنۍ برخه کې د بس کرښې زياتې دي او کرايه يې له يو يوان څخه تر دريو يوانه پورې ده. د ټکسي کرايه د ورځې له شپږ نيمو بجو څخه د شپې تر لسو بجو پورې د لومړيو دوه اعشاريه شپږ کيلومترو لپاره لس يوانه ده او له دې نه وروسته په هر يو کيلومتره باندې يو اعشاريه څلور يوانه زياتېږي. د شپې له لسو بجو نه د بلې ورځې د سهار تر شپږ نيمو بجو پورې کرايه يې د لومړيو دوه اعشاريه شپږ کيلومترو لپاره يوولس يوانه ده.

((جيا شيو لوه)) برج

((جيا شيو لوه)) برج د ((ګوی يانګ)) ښار په جنوبي برخه کې د ((نان مينګ)) په سيند باندې واقع دی. دغه برج په ((نان مينګ)) سيند کې د يوې غټې ډبرې په بنسټ جوړ شو. دغه برج درې پوړونه لري او د مينګ سلسلې په زمانه کې جوړ شوی چې تر اوسه پورې له جوړښت څخه څلور سوو نه زيات کالونه تېر شوي دي، او له دې نه وروسته په بېلا بېلو وختونو کې څو څو ځله ترميم شوی هم دی. دغه برج د ((ګوی يانګ)) يوه تاريخي نښه ده. په تېره بيا په شپه کې دغه برج کې ډيوې رڼا کېږي او سيوری يې په اوبو کې ښکلې منظره جوړوي چې ډېره په زړه پورې وي.

((چيان لينګ شان)) غر

((چيان لينګ شان)) غر د ((ګوی يانګ)) ښار د ((يون يان)) په سيمه کې پروت دی او د ((ګوی جو)) ولايت په جنوبي برخه کې د لومړي غره په توګه بلل کېږي. له دغه غره څخه د ((ګوی يانګ)) عمومي منظره ليدل کېږي. (( چيان لينګ شان)) غرنۍ منظره لرونکې سيمه د ((هونګ فو سي)) معبد، ((چيان لينګ هو)) جهيل او ((سان لينګ وان)) شېلې په شمول په شپږو برخو ويشل کېږي. سيلانيان په دې ځای کې نه يوازې د لوړې سيمې له غرنۍ منظرې څخه، بلکې له ځايي کولتورونو او قومي دودونو څخه هم خوند اخيستلی شي. بر سېره پردې، زيات بيزوګان په دغه غره کې اوسېږي، نو سيلانيان له نژدې ځای څخه بيزوګان کتلی شي. د دغې منظره لرونکې سيمې د ټکيټ بيه پنځه يوانه ده. که غواړئ له ((هونګ فو سي)) معبد څخه ليدنه وکړئ، نور دوه يوانه لګولو ته اړتيا شته. د کېبلې زانګو د يوه طرفه تګ لپاره کرايه پنځلس يوانه ده او د تګ راتګ لپاره يې شل يوانه ده.

((چينګ يان)) لرغونی ښارګوټی

((چينګ يان)) لرغونی ښارګوټی د ((ګوی جو)) ولايت په څلورو مشهورو لرغونو ښارګوټيو کې يو دی او د ((ګوی يانګ)) ښار په جنوبي برخه کې پروت دی. دغه ښارګوټی د چين د مينګ سلسلې په زمانه کې جوړ شوی او په هغه وخت کې يوه پوځي اډه وه. په دغه ښارګوتي کې پخوانۍ ودانۍ په ښه توګه ساتل شوې دي او د چين په تاريخ کې زياتو مشهورو شاعرانو او ليکوالو په دې ځای کې ژوند کړی دی. د دغه ښارګوټي د ټکيټ بيه اتيا يوانه ده.

له يادو ځايونو نه پرته په ((ګوی يانګ)) ښار کې نور زيات د سيل وړ ځايونه هم شته. مثلاً، ((بای هوا هو)) جهيل، ((هوا شي)) باغ، ((نان جيانګ)) لويه دره او داسې نور.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای