CRI Online

د ((ګوی جو)) ولايت د ختيځې سيلانيزې کرښې سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-30 19:32:06

د ((ګوی جو)) ولايت ختيځه سيلانيزه کرښه په عمده توګه د ((چيان دونګ نان)) د مياو قوم او دونګ قوم د خپلواکې سيمې د ((شي بينګ)) ولسوالۍ او ((جن يوان)) ولسوالۍ پر بنسټ ټاکل شوې ده. د هر کال له مۍ مياشتې نه تر اکتوبر مياشتې پورې د دې ځای د سيلانۍ سمسور وخت وي او په دې موده کې هوا مناسبه وي.

څرنګه چې دغه کرښه په عمده توګه په غرنۍ سيمه کې پرته ده، نو سيلانيان د اورګاډي او موټر له لارې (( شي بينګ))، ((جن يوان)) او ((يو پينګ)) ولسواليو ته او بيا د بس له لارې منظره لرونکو سيمو ته تللی شي. د منظره لرونکو سيمو ترمنځ بس شته، نو ترافيکي اسانتياوې لري.

((وو يانګ هه)) منظره لرونکې سيمه

د (( چيانګ دونګ نان)) د مياو قوم او دونګ قوم خپلواکې سيمې د مرکز (( کای لي)) ښار ته نژدې ده او د ((جن يوان))، ((شي بينګ)) او ((هوانګ پينګ)) دريو ولسواليو په قلمرو کې پرته ده چې پراخوالی يې څلور سوه کيلومتره مربع دی. دغه منظره لرونکې سيمې زياتې سيلانيزې برخې لري چې ((وو يانګ هه)) درې تنګي، ((يون تای شان)) غر، ((تې شي)) خوړ او داسې نور. د تي شي شېلۍ ټکيټ بيه پنځوس يوانه او د ((يو تای شان)) غرني سيمې ټکيټ بيه هم پنځوس يوانه ده. په ((وو يانګ هه)) سيند کې د سيلانيزې بيړۍ کرايه يو سل او شل يوانه ده.

((جن يوان)) لرغونی ښارګوټی

((جن يوان)) لرغونی ښارګوټی د ((وو يانګ هه)) سيند پر غاړه پروت دی او چاپېره ترې غرونه تاو دي. ((وو يانګ هه)) سيند له دغه ښارګوټي څخه تېرېږي او دغه ښارګوټی په دوو برخو ويشل کېږي. شمال خوا يې ((جيو فو چنګ)) نومېږي، جنوبي خوا يې ((جيو وي چنګ)) نومېږي. دغه ښارګوټی د مينګ سلسلې په زمانه کې جوړ شوی و او تر اوسه پورې ځينې پخواني ښاري ديوالونه او دروازې هم پکې ليدل کېږي. د دغه ښارګوتي په دننه او بهر کې زياتې لرغونې ودانۍ، دوديز کورونه او بندرونه واقع دي. د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې، د هر کال د پنځمې مياشتې پنځمه نېټه د ځايي اوسيدونکو يو دوديز جشن دی چې ((لونګ جو جي)) نومېږي. په چيني ژبه کې د (( لونګ جو)) د ښامار بڼه لرونکې بيړۍ ده. نو په دې جشن کې ځايي اوسيدونکي د ښامار بڼه لرونکو بيړيو سيالي تر سره کوي.

د ((چينګ لونګ دونګ)) د لرغونو ودانيو ډله

د ((چينګ لونګ دونګ)) د لرغونو ودانيو ډله د ((جن يوان)) ولسوالۍ په ختيځه برخه د ((جونګ هه شان)) په غره کې پرته ده. په دغه ډله کې ځينې ودانۍ په غټو ډبرو او ځيني يې په لويو غارونو کې جوړې شوې دي. د تاويزم، بوديزم او قوفسيانيزم معبدونه په دې ډله کې ليدل کېږي. د دغې ډلې د ټکيټ بيه شپېته يوانه ده.

د ((تي شي)) خوړ منظره لرونکې سيمه

د ((تي شي)) خوړ منظره لرونکې سيمه د ((چن يوانګ)) ولسوالۍ په شمالي برخه کې پرته ده. ((تي شي)) خوړ له دغې سيمې څخه تېرېږي. د شېلۍ اوبه پاکې او خوږې دي او په غرنۍ دره کې يې شين ځنګل ولاړ دی. دغه سيمه له لرغونۍ زمانې راپدېخوا د زياتو ليکوالو او شاعرانو د مينې وړ ځای هم دی. د ټکيټ بيه يې پنځوس يوانه ده.

((فان جينګ شان)) غر

((فان جينګ شان)) غر د ((ګوی جو)) ولايت په ((تونګ ژن)) سيمې کې پروت دی. جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه دوه زره څلور سوه او درې نوي متره دی. دغه غر په چين کې د بوديزم يو مقدس ځای دی او له دې امله ډېر شهرت هم لري. د دې غره چاپيريال ډېر ښه دی چې پکې يو زر او اته سوه ډولونه نباتات او اته سوه او يو ډولونه حيوانات شته چې له دې جملې څخه يوويشت ډولونه نباتات او نولس ډولونه حيوانات د دولت په کچه ساتونکي ډولونه دي. په سمسور وخت کې د ټکيټ بيه يې يو سل او لس يوانه ده او په نورو وختونو کې يې بيه نوي يوانه ده. د هوايي زانګوګانو کرايه د دوو خواوو لپاره يو سل او شپېته يوانه او د يوې خوا لپاره نوي يوانه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای