CRI Online

د ((ګوی جو)) ولايت د شمالي سيلانيزې کرښې سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-30 19:43:36

د ((ګوی جو)) ولايت شمالي سيلانيزه کرښه د ((ځون يي)) ښار او ((چي شوي)) ښار پر بنسټ ټاکل کېږي. ((ځون يي)) ښار د چين د تاريخي او کولتوري مشهورو ښارونو په ليست کې يو هم دی. په ۱۹۳۵م کال کې د چين کمونېست ګوند په دغه ښار کې يوه ډېره مهمه غونډه جوړه کړې وه چې پکې د چين د کمونېست ګوند د پرمختګ تګلاره ټاکل شوې ده. نو دغه ښار د چين په تاريخ کې مهم مقام نيسي. د ((ځون يي)) ښار طبيعي منظرې په زړه پورې دي. د ((چي شوي)) د دانشيا په نامه جيالوژيکه بڼه د طبيعي ميراثونو په نړيوال ليست کې او د ((های لونګ تون)) په نامه د ماڼۍ کنډواله د کولتوري ميراثونو په نړيوال ليست کې شاملېږي. د ((ځون يي)) سيمې هوا مناسبه ده، نو څلور فصلونه پکې د سيل وړ وخت وي. خو که سيلانيان د ((چي شوي)) سيمې سيل کوي، نو بايد د هر کال له مۍ مياشتې نه تر اکتوبر مياشتې پورې په دې موده کې سفر وکړي، ځکه چې په ژمي کې يې هوا ډېره سړه وي. سيلانيان د الوتکې، اورګاډي او موټر له لارې ((ځون يي)) ښار ته تللی شي. سيلانيان لومړی د الوتکې له لارې د ((ځون يي)) د ((شين جوه)) هوايي ميدان ته او بيا د بس له لارې منظرو ته تللی شي. که سيلانيان وغواړي (( چي شوي)) ښار ته لاړ شي، نو لومړی د الوتکې له لارې د ((سي چوان)) ولايت د ((لو جوه)) ښار هوايي ميدان ته تللی شي او بيا د موټر له لارې ((چي شوي)) ښار ته تللی شي، ځکه چې د ((لو جوه)) او ((چي شوي)) ترمنځ يوازې اته اويا کيلومتره واټن دی. د ((ځون يي)) ښار او د ((ګوي يانګ))، ((ګوانګ جو))، ((کون مينګ))، ((هانګ جو)) او ((چونګ چينګ)) په شمول د زياتو لويو ښارونو ترمنځ اورګاډي شته، دغه راز، د ((ځون يي)) ښار په شاوخوا سيمه کې سړکونه بشپړ شوي دي، نو سيلانيان د موټر او بس له لارې د ((ګوی جو)) ولايت له نورو ځايونو څخه ((ځون يي)) او ((چي شوي)) ښارونو ته تګ راتګ کولای شي. بر سېره پردې، د ((ځون يي)) او ((چي شوي)) ښارونو په مرکز کې ترافيک اسان دی، نو سيلانيان د بس او ټکسي له لارې سيل کولای شي.

د (( شي جانګ دونګ)) په نامه د اوبځوړونو ډله

د (( شي جانګ دونګ)) په نامه د اوبځوړونو ډله د ((چي شوي)) ښار په جنوبي برخه کې د ((فنګ شي)) سيند په پاسنۍ برخه کې پرته ده او د دغه ښار له مرکز څخه دېرش کيلومتره واټن لري. په دغه ډله کې د (( شي جانګ دونګ)) په نامه اوبځوړ تر ټولو ډېر لوی دی چې جګوالی يې شپږ اويا متره او اوږدوالی يې اتيا متره دی. د دغه اوبځوړ په شاوخوا سيمه کې د دانشيا جيالوژيکه بڼه ليدل کېږي. بر سېره پردې، سيلانيان په دې ځای کې له لومړی ځنګلونو څخه هم خوند اخيستلی شي. د دې سيمې د ټکيټ بيه څلوېښت يوانه ده.

د ((های لونګ تون)) په نامه د ماڼۍ کنډواله

د ((های لونګ تون)) په نامه د کلي کنډواله د ((لونګ يان شان)) غره په لمن کې پرته ده چې د ((ځون يي)) ښار له پخواني مرکز څخه اته ويشت کيلومتره واټن لري. دغه ماڼۍ د چين د سونګ او مينګ سلسلو په زمانه کې جوړه شوې يوه پوځي او دفاعي ماڼۍ ده. په هغه وخت کې د دې ځای مشر هم پکې اوسېده. دغه کنډواله په چين کې او حتی په اسيا کې ډېره ښه ساتل شوي ماڼۍ ده چې د منځنۍ پيړۍ په موده کې جوړه شوې ده. د دغې ماڼۍ او اړوند ودانيو عمومي پراخوالی يو اعشاريه نهه پنځوس کيلومتره مربع دی او پکې نهه کلاوې شته.

د ((ځون يي)) غونډځای

د ((ځون يي)) غونډځای د ((ځون يي)) ښار په ((هونګ هوا ګانګ)) سيمه کې پروت دی. په ۱۹۳۵م کال کې د چين سره اردو د اوږد مارش په موده کې په ((ځون يي)) ښار کې يوه مهمه غونډه جوړه کړه چې پکې د ((ماو ځه دونګ)) په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند نوی مشرتابه وټاکل شو. نو دغه غونډځای د چين او د چين د کمونېست ګوند په تاريخ کې ډېر اهميت لري. دغه ځای په وړيا توګه سيلانيانو ته خدمت کوي.

له يادو ځايونو نه پرته، ((سوه لوه)) طبيعت ساتونکې سيمه، ((يان ځي يان)) منظره لرونکې سيمه، د باڼس سمندر او داسې نور ځايونه هم د سيل وړ ځايونه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای