CRI Online

د تبت د مرکز لاسا ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-30 19:45:35

لاسا ښار د چين د تبت خپلواکې سيمې مرکز دی او د لوړې سيمې او تبتي قوم ځانګړتيالرونکې سيلانيز ښار هم دی. دغه ښار د تبت د لوړې سيمې په منځنۍ برخه کې او د شيمالانا غرنۍ سلسلې په شمالي خوا کې پروت دی او د سمندر له سطحې نه درې زره شپږ سوه او پنځوس متره لوړ دی. لاسا سيند د دغه ښار په جنوبي برخه کې يالوځانبو سيند سره يو ځای کېږي. لاسا ښار د لمر د وړانکې ښار په توګه بلل کېږي چې هر کال پکې د شين اسمان او لمرينو ورځو شمېر زيات دی او باران پکې لږ اوري. هوا يې ډېره متعدله ده. لاسا ښار د تبتي بوديزم پيرويانو لپاره يو مقدس ځای دی. دغه ښار د ښکليو منظرو، لرغوني تاريخ، ځانګړو ملي دودونو او غني مذهبي رنګ له امله په چين او حتی نړۍ کې شهرت لري.

ګونګا هوايي ميدان د لاسا ښار په جنوبي څنډه کې پروت دی او له مرکز لاسا څخه اته نوي کيلومتره واټن لري. بس د هوايي ميدان او د الوتکو د ټکيټ مرکز ترمنځ تګ راتګ کوي او د يو طرفه تګ يو نيمو ساعت ته اړتيا لري. کرايه يې څلوېښت يوانه ده. د اورګاډي له لارې لاسا ته تلل د سيلانيانو ډېر ښه انتخاب دی. څرنګه چې د دغه ښار جګوالی لوړ دی، نو که څوک تازه دغه ځای ته لاړ شي، په هوا کې د اکسيجن د کمښت له امله لږ څه روغتيايي ستونزو سره مخ کېږي. نو که سيلانيان د اورګاډي له لارې سفر کوي، په لاره کې د جغرافيايي جګوالی ورو ورو لوړېږي، نو بدن ته د اکسيجن د کمښت له امله زيان به کم شي. بر سېره پردې، د اوسپنيزې لارې په دواړو غاړو کې طبيعي منظرې هم ډېرې په زړه پورې دي. اوس له بېجينګ، ((لان جو))، ((شي نينګ))،((چنګ دو))، ((چونګ چينګ))، شانګهای او ((ګوانګ جو)) څخه لاسا ته اورګاډي شته. د موټر له لارې لاسا ته هم تللی شي. که څه هم په تبت کې سړکونه په عمومي توګه بشپړېږي، خو په باراني فصل کې سړکونه همېشه تړي، نو د موټر له لارې سفر لږ څه خطرناک دی.

د لاسا په مرکز کې د ټکسي او بس له لارې تګ راتګ کېدای شي. د ټکسي کرايه د لومړيو پنځو کيلومترو لپاره لس يوانه ده او له دې نه وروسته د هر يو کيلومتره لپاره دوه يوانه جمعه کېږي.

بودالا ماڼۍ

بودالا ماڼۍ د لاسا ښار په شمال لويديځه برخه د مابوژي غره په لمن کې واقعې ده. دغه ماڼۍ د ماڼۍ، کلا او معبد له برخو جوړ شوې د ودانيو يوه غټه او ستره ډله ده چې پيمانه يې په تبت کې ډېره لويه او په نړۍ کې جغرافيايي جګوالی يې ډېر لوړ دی. دغه ماڼۍ په اوومه پيړۍ د تبت پاچا سونځانګابو د تانګ امپراطور زمانې د ((وين چنګ)) شهزاده ګۍ سره د واده لپاره جوړه کړې وه چې تر اوسه پورې تاريخ يې يو زر او درې سوه کالونو ته رسېږي. په هغه وخت کې په دغه ماڼۍ کې شاوخوا زر خونې شته وې. خو له دې نه وروسته د جګړو او مصبيتونو له امله يو شمېر يې ويجاړ شوې دي او د دغه ماڼۍ پيمانه وخت په وخت کمه شوې ده. د اوولسمې پيړۍ په منځنۍ موده کې پنځم دالی لاما د خپل ځواک د ټينګولو لپاره د دغه ماڼۍ د ترميمولو پروژه تر سره کړه او زياتې نوې ودانۍ يې جوړې کړې. له دې نه وروسته بېلا بېلې دورې دالی لاما هم د دغې ماڼۍ د ترميمولو لپاره پروژې تر سره کړې دي. تر نولسم او شپږ دېرشم عسوي کال پورې ديارلسم دا لی لاما د اوسنۍ ماڼۍ بڼه جوړه کړه. تر اوسه پورې دغه ماڼۍ په ښه توګه ساتل کېږي. سيلانيان په دغه ماڼۍ کې بې شمېره بودايي بتان او مجسمې ليدلی شي چې د سرو زرو او قيمتي ډبرو څخه جوړې شوې دی. دغه راز، د دغه ماڼۍ ټولې ودانۍ د تبتي قوم او بوديزم ځانګړتياوې لري. د ودانيو يو موزيم هم بلل کېږي. اوس د دغه ماڼۍ د ساتلو په موخه هره ورځ د سيلانيانو شمېر محدود شوی، نو سيلانيان بايد د سيل نه مخکې ټکيټ وټاکي او بوک کړي. د هر کال د مۍ له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر دېرشمې نېټې پورې بيه يې دوه سوه يوانه او د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د بل کال د اپريل تر دېرشمې نېټې پورې بيه يې سل يوانه ده. د بودالا ماڼۍ تر شا، د لوبولينکا په نامه يو باغ شته چې په اتلسمې پيړۍ کې د اووم دالی لاما لخوا جوړ شوی. دغه باغ اوس د ساعت تيرۍ په باب د ځايي اوسيدونکو يو ځای دی.

له يادې ماڼۍ نه پرته، په لاسا ښار کې زيات معبدونه شته چې پيمانه يې بېله ده. داجاو معبد، شياوجاو معبد، سلا معبد او جبان معبد په دغو معبدونو کې ډېر مشهور معبدونه دي. داجاو معبد ته نژدې يو سوداګريز واټ شته چې باکوه واټ نومېږي. ددغه واټ په دواړو غاړو زيات دوکانونه، رسټورانټونه، هوټلونه شته ، نو دلته همېشه سيلانيان پکې د سيل يادګري ښکلي توليدات اخلي ، ډوډۍ خوري او چای څښي. بر سېره پردې، سيلانيان هم د تبت له موزيم څخه سيل کوي او پکې د تبت د تاريخ او کولتور په اړه ډېر په زړه پورې معلومات تر لاسه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای