CRI Online

د تبت د جنوبي کرښې سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-30 19:53:27

د تبت د سيلانۍ جنوبي کرښه له لاسا ښار څخه تر جومولانما څوکې پورې ده چې اوږدوالی يې شاوخوا شپږ سوه او پنځوس کيلومتره دی. د لاسا او جومولانما څوکې ترمنځ دوه لارې شته، نو د تګ او بېرته راتګ په وخت کې سيلانيان په همدې دوو لارو سفر کولای شي. په تبت کې د سيل ډېره ښه وسيله موټر دی، څرنګه چې د لارو حالت دومره ښه نه دی، په تېره بيا په باراني فصل کې، نو سيلانيان بايد داسې موټر کرايه کړي، چې کيفيت يې ښه وي. که سيلانيان وغواړي جومولانما څوکې ته ولاړ شي، کوم چې په نړۍ کې تر ټولو ډېره جګه څوکه ده، بايد سرحدي سند تر لاسه کړي. د اړوند تصريح له مخې، سيلانيان پخپله جومولانما څوکې او ((جانګمو)) سرحدي بندر ته نه شي تللی او يوازې په ډله ييزه توګه تللی شي. نو سيلانيان د سيلانيز شرکت له لارې سرحدي سند اخيستلی شي او دا شرکتونه به د موټر د کرايه کولو، د سند د تر لاسه کولو، د بيمو د اخيستلو او د سيلانۍ د چمتو کولو لپاره د سيلانيانو خدمتونه وکړي.

((يامدروکڅو)) جهيل

((يامدروکڅو)) جهيل چې د تبت د ((شان نان)) سيمې د ((لانګ کاځي)) په ولسوالي کې پروت دی او له لاسا ښار څخه اويا کيلومتره واټن لري، دا جهيل د ((يانګهو)) په نوم هم يادېږي. په تبتي ژبه کې ((يامدروکڅو)) د شين رنګ قيمتي ډبرې مانا لري. دغه جهيل د تبت له دريو مقدس جهيلونو څخه يو دی. د دغه جهيل پراخوالی شپږ سوه پنځه اويا کيلومتره مربع دی. له لاسا څخه تر ((يامدروکڅو)) جهيل پورې لاره له ((ګانګ بالا)) غاښي څخه تېرېږي چې جغرافيايي جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه پنځه زره او دېرش متره دی، نو سيلانيان بايد په لاره کې د اکسيجن د کمښت لپاره ځان چمتو کړي. د ((يامدروکڅو)) جهيل اوبه ډېرې ارامې او پاکې دي، کله چې له لري ځای څخه يې ګورې، نو د غرونو په منځ کې د يوې روښانه مرغلرې په شان ښکاري.

((ژيکاځه)) ښار

((ژيکاځه)) ښار د چين په جنوب لويديځې سرحدې سيمې کې پروت دی او نيپال، بهوتان او هند ته نژدی دی. په دغه ښار کې د سرحدي کرښې اوږدوالی يو زر اووه سوه او درې پنځوس کيلومتره دی. ‎‎دغه ښار شپږ سوه کاله مخکې جوړ شوی او په تبت کې دوهم لوی ښار دی. په تبت کې دغه ښار د ((شيکاځ)) په نوم يادېږي چې مانا يې ده نيکمرغه او ښکلی فارم. د ((ژيکاځه )) ښار سيلانيزې سرچينې غني دي چې جومولانما څوکه او ((جاشيلونبو)) معبد هم په دې ښار کې پراته دي. په دغه ښار کې د تبتي قوم زيات دودونه او کولتورونه په ښه توګه ساتل شوي او د غرونو، ځنګلونو، جهيلونو او دښتو منظرې هم پکې ليدل کېږي، نو سيلانيان ورڅخه خوند اخيستلی شي.

((جاشيلونبو)) معبد

((جاشيلونبو)) معبد د ((ژيکاځه)) ښار د ((نيسژي)) غره په لمن کې پروت دی او په دې سيمه کې ډېر لوی معبد دی. دغه معبد د چين د مينګ سلسلې په زمانه کې جوړ شوی او د څلورم بانچان لخوا پراخ شوی چې بانچان په تبت کې د دالې لاما په شان د بوديزم مذهبي مشر دی. دغه معبد د بانچان ګانو د عمده ماڼۍ په توګه بلل کېږي او په تبت کې له څلورو ډېرو مشهورو معبدونو څخه يو دی. پراخوالی يې يو سل او پنځوس زره مربع دی، دغه معبد د تبت د بوديزم په تاريخ کې مهم مقام نيسي او د ټکيټ بيه يې پنځه پنځوس يوانه ده.

((جانګمو)) بندر

((جانګمو)) بندر د چين او نيپال ترمنځ يو سوداګريز ځمکنی بندر دی. په ((جانګمو)) علاقه دارۍ کې د تبتي او هان قومونو نه پرته، د نيپال او هند زيات سوداګران هم اوسېږي. له لاسا ښار څخه دغه بندر ته د لارې په دواړو غاړو کې منظرې ډېرې په زړه پورې دي او سيلانيان په دغه علاقه داري کې زيات سيلانيز يادګري توليدات اخيستلی شي.

جومولانما څوکه

جومولانما څوکه د ((دينګژي)) په ولسوالۍ کې پرته ده. د دغې څوکې جغرافيايي جګوالی اته زره اته سوه او څلور څلوېښت اعشاريه درې څلوېښت متره دی چې دا په نړۍ کې ډېره لوړه څوکه ده. هر کال زيات غره ختونکي دغې څوکې ته خيژي. که څه هم دغه عمل ډېر خطرناک دی، خو د ستر عمل په توګه هم بلل کېږي چې دا د بشري توان څخه پورته ښکاري. خو سيلانيان جومولانما څوکې په لمن کې پراتې اډې ته تللی شي چې جغرافيايي جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه پنځه زره او دوه سوه متره دی. که اسمان شين وي، سيلانيان له دې ځای څخه جومولانما څوکه هم کتلی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای