CRI Online

د تبت د ((شان نان)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-30 19:54:59

((شان نان)) ښار د چين د تبت خپلواکې سيمې په جنوبي برخه کې پروت دی او هند او بوتان ته نژدې دی. په ((شان نان)) ښار کې د سرحدي کرښې اوږدوالی له شپږ سوو کيلومترو نه زيات دی، نو دغه ښار د چين يوه مهمه سرحدي سيمه هم ده. دغه راز، ((شان نان )) ښار هم د تبت د مدنيت له سرچينو څخه يو دی. په چيني ژبه کې ((شان)) د غره مانا او ((نان)) د جنوب مانا لري. نو څرنګه چې ((شان نان)) د ګانديس غره او د ((نيانچينګتانګولا)) غره په جنوبي لمن کې پروت دی، نو په دغه نوم يادېږي.

د ((لاسا))((ګونګ ګا)) هوايي ډګر چې د ((لاسا)) ښار له جنوب اته نوي کيلومتره واټن لري، د ((شان نان)) ښار په ((ګونګ ګا)) ولسوالي کې پروت دی. سيلانيان له هوايي ډګر څخه د سړک پر غاړه له ((لاسا)) څخه د ((شان نان)) ((ځه دانګ)) علاقه دارۍ ته د بس لپاره منتظر کېږي. ((شان نان)) ښار ته اوسپنيزه لاره نه شته، نو سيلانيان د تبت له نورو ځايونو څخه د بس په وسيله ((شان نان)) ته تللی شي.

((ځه دانګ)) علاقه داري

((ځه دانګ)) علاقه داري د ((يالوځانګبو)) سيند په جنوبي غاړه پرته ده او د ((شان نان)) ښار اقتصادي، کولتوري او مذهبي مرکز هم دی. په دې ځای کې د ((يونګ بو لا کانګ)) په نامه د تبتي سيمې لومړی امپراطورۍ ماڼۍ او د ((چانګجو)) معبد ليدلی شي. ((ځه دانګ)) د تبتي قوم د سرچينې په توګه بلل کېږي.د دغه علاقه دارۍ په ختيځه برخه کې ((ګونګ بو ژي)) غر واقع دی. د ځايي افسانې له مخې، د تبتي قوم نيکونو د دغه غره په غار کې ژوند کړی دی.

((يونګ بو لا کا)) ماڼۍ

((يونګ بو لاکا)) ماڼۍ د ((ځه دانګ)) علاقه دارۍ څخه يوولس کيلومتره واټن لري او د ((جاشي څي ژي)) په غره کې پرته ده. دغه ماڼۍ په تبت کې لومړی امپراطورۍ ماڼۍ ده چې تاريخ يې له دوه زره او سلو کلونو نه زيات دی. د دغې ماڼۍ د خونو په ديوالونو باندې ډېر ښکلي انځورونه شته چې ورڅخه د تبت د لومړي پاچا، د لومړۍ ودانۍ او د لومړۍ پټۍ په باب کيسې ښودل کېږي. د دغې ماڼۍ ټکيټ بيه شپيته يوانه ده.

((يا لونګ)) سيند منظره لرونکې سيمه

((يان لونګ)) سيند د ((شان نا)) ښار له جنوبي برخې څخه تېرېږي. دغه منظره لرونکې سيمه د دولت په کچه ده او پراخوالی يې نهه مليونه او شل لکه متره مربع دی. په دغه منظره لرونکې سيمه کې د واورو غر، يخچال، جهيل، دښتې او سيند شته او سيلانيان ترې قومي دودونه ښه احساسولی شي.

((چانګ جو)) معبد

((چانګ جو)) معبد د ((يا لونګ)) سيند په ختيځه غاړه پروت دی او تاريخ يې له يو زر او درې سوه کلونو نه زيات دی.د تبت د ((تو فان)) په زمانه کې د بوديزم لومړی معبد په دې ځای کې جوړ شوی و. نو دغه معبد د تبت د راهبانو په زړونو کې لوړ مقام لري. په دغه معبد کې د مرغلرو په وسيله جوړ شوي ((تانګ ګا)) انځور شته چې ډېر عجيب دی او لوړ ازرښت لري. ((تانګ ګا)) په تبت کې د بوديزم يو ډول انځورونه دي چې انځورګران په کاغذ او ټوکر باندې بوداګان انځوروي او دا د بوديزم يو ډول مقدس شيان دي. د دغه معبد ټکيټ بيه اويا يوانه ده.

((سانګ يي)) معبد

((سانګ يي)) معبد د ((شان نان)) ښار د ((جا نانګ)) ولسوالۍ په ((سانګ يي)) علاقه دارۍ کې پروت دی. دغه معبد په اتمه پيړۍ کې جوړ شوی و. په دغه معبد کې د تبتي قوم، هان قوم او هنديانو په شمول د بوديزم دری ډوله ځانګړتيالرونکی تالارونه شته. د دغه معبد په ديوالونو باندې ښکلي او لرغوني انځورونه هم شته چې د تبت لرغونی تاريخ او کيسې بيانوي.

له يادو ځايونو نه پرته، په ((شان نان)) ښار کې د تبتي پاچا قبر، ((جه ګو)) جهيل، ((لامو لا څوه)) جهيل، ((لا جيا لي)) ماڼۍ او داسې نور ځايونه هم د سيل وړ دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای