CRI Online

د تبت د ((چانګدو)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-07-06 19:31:43

((چانګدو)) ښار د تبت په ختيځه برخه کې او د تبت، ((چينګ های)) او ((يون نان)) ولايتونو په تقاطع کې واقع دی. دغه ښار نه يوازې د ((سه چوان)) او تبت او د ((يون نان)) او تبت ترمنځ د سړکونو پر غاړه مهم تمځای دی، بلکې په لرغونې زمانه کې د اس او چای لرغونې لاره هم له دغه ځای څخه تېره شوې ده.

((بانګ دا)) هوايي ميدان په ((چانګدو)) کې پروت دی چې جغرافيايي جګوالی يې په نړۍ کې تر ټولو ډېر لوړ دی. اوسمهال د دغه هوايي ميدان څخه (( لاسا)) او ((چنګ دو)) ته د الوتنې کرښې شته. خو د طبيعي شرايطو د خرابوالي له امله د الوتکې الوتنې ډېر وختونه پکې ځنډېږي او لغوه کېږي. دغه ميدان د ((چانګدو)) له مرکز څخه دېرش کيلومتره واټن لري، سيلانيان د ټکسي له لارې د هوايي ميدان او د ښار مرکز ترمنځ تګ راتګ کولای شي چې يو طرفه کرايه يې شاوخوا درې سوه يوانه ده. ويل کېږي چې بس او موټر د ((چانګدو)) او نورو ځايونو ترمنځ د تګ راتګ عمده وسايل دي. اوس د ((چانګدو)) او ((چنګ دو))، ((لاسا))، ((مانګ کانګ))،((چايو))، ((ناچيو))، ((لين جي)) او ((بو مي)) ترمنځ بسونه کارول کېږي. خو څرنګه چې لاره اوږده ده، نو د تګ راتګ وخت هم اوږد دی. مثلاً، د ((چانګدو )) او ((چنګ دو)) ترمنځ يو زر او دوه سوه کيلومتره واټن شته. د بس له لارې د يو طرفه تګ لپاره دری ورځې او دوه شپې لګېږي. په هره شنبه او چهارشنبه يو بس حرکت کوي او کرايه يې څلور سوه او پنځوس يوانه ده.

د ((چيانګبالين)) معبد

د ((چيانګبالين)) معبد په ۱۴۴۴م کال کې جوړ شوی او د تبت په ختيځه برخه کې ډېر لوی او مشهور معبد دی. د دغه معبد ودانۍ ښه ساتل شوې او پکې بې شمېره بودايي مجسمې او د ((تانګ کا)) په نامه بودايي انځورونه ليدل کېږي.

د ((يان جينګ)) علاقه داري

((يان جينګ)) علاقه داري په لرغونې زمانه کې له ((يون نان )) څخه تبت ته د چای د انتقال لازمه لاره ده. ((يان)) په چيني ژبه کې د مالګې مانا لري او (( جينګ)) د څا مانا لري. نو دغه ځای د مالګينې څا شتوالي له امله په دې نوم باندې نومېدلی دی. اوس ځايي اوسيدونکي لاهم په پخوانيو وسيلو مالګې تر لاسه او جوړوي. دغه راز، دغه ځای په تبت کې يوازنۍ سيمه ده چې د کاتوليک کليسا پکې شته. رنګارنګ مدنيتونه په دې ځای کې ځلېږي.

د ((ژان وو)) جهيل

((ژان وو)) جهيل د ((چانګدو)) ښار د ((باسو )) په ولسوالۍ کې پروت دی او دوه سوه کاله مخکې د دې سيمې يخچال او غرونو د ښوئيدو له امله رامنځته شوی دی. د ((ژان وو)) اوږدوالی شاوخوا پنځه ويشت کيلومتره او سور يې دوولس کيلومتره دي. جغرافيايي جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه درې زره او اته سوه متره دي. د ((ژان وو)) جهيل په شمالي خوا (( لای ګو)) يخچال دی. څرنګه چې د اوبو زيرمه يې غني ده، نو د دغه جهيل پر غاړه دښتې او ځنګلونه ښه ساتل کېږي او د عکاسانو لپاره د عکسونو اخيستلو لپاره د علاقې وړ ځای هم دی.

د ((کا ژوه)) کنډواله

((کا ژوه)) کنډواله د ((چانګدو)) ښار د ((جياکا)) سيمې په ((کاژوه)) کلي کې پرته ده. ((کا ژوه)) په تبتي ژبه کې د کلا مانا لري. د يوې پخوانۍ افسانې له مخې، پخوا يو جنرال چې ((دوه دا)) نومېده، وغوښتل پر دې ځای يرغل وکړي، خو ځايي اوسيدونکو د خپلو کورونو د ساتلو لپاره دغه کلا جوړه کړې ده. خو دغه کلا په جګړه کې ويجاړه شوې ده، نو يوازې دغه نوم پاتی دی. د پلټنې له مخې، دغه کنډواله په نوې ډبرې دورې کې جوړه شوې ده او څلور او پنځه زره کاله مخکې ځايي اوسيدونکي په دې ځای کې ژوند کړی و. له دغې کنډوالې څخه زيات ډبرين وسايل او ساده منسوجات پيدا شوي دي. ورڅخه په لرغوني زمانه کې د ځايي اوسيدونکو د ژوند حالت احساسېدلی شي.

له يادو ځايونو نه پرته، په ((چانګدو)) ښار کې د ((يي ژه)) د معدني موادو چينه، ((لای ګو)) يخچال، ((دوه لا)) مقدس غر او داسې نور ځايونه هم د سيل وړ ځايونه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای