CRI Online

د ((شي ان)) ښار د شاوخوا سيمې سيل (۱)

cri     (GMT+08:00) 2017-07-06 19:41:20

((لين تونګ)) سيمه د ((شي ان)) ښار د ختيځې دروازې په توګه بلل کېږي او د ((شي ان)) ښار له مرکز څخه دېرش کيلومتره واټن لري. ((لين تونګ)) سيمه د ((جو))، ((چين))، ((هان))، ((تانګ)) د مسلسلو امپراطوريو دورو په شمول د چين په اوږد تاريخ کې د چين د سياسي، اقتصادي او کولتوري مرکز يوه برخه وه. دغه سيمه د ((يانګ شاو)) کولتور په زمانه کې يعنې له قبلالميلاد پنځه زرم کال نه تر قبلالميلاد درې زرم کال پورې ده، د لومړۍ قبيلې اوسيدونکی ځای و او اوس د هغه وخت کنډوالې ليدل کېږي. دغه راز، د ((چين شي هوانګ))د امپراطوره مقبره هم په دې سيمه کې واقع ده چې په نړۍ کې يوه ډېره مشهوره مقبره او هدېره ده. بر سېره پردې، ((لين تونګ)) د لرغونې زمانې راپدېخوا د تودو اوبو له امله شهرت لري.

د ((چين شي هوانګ)) د امپراطورۍ هدېره د عسکرو او اسانو د مجسمو موزيم

د ((چين شي هوانګ)) د امپراطورې هدېره د عسکرو او اسانو د مجسمو موزيم د م م د يونسکو سازمان لخوا د نړيوالو ميراثونو په ليست کې شامل شوی دی. دغه موزيم د چين د فيودالي زمانې د لومړۍ امپراطور (( ينګ جنګ)) يعنې د ((چين شي هوانګ)) د مقبرې او هدېرې يوه برخه ده. دغه موزيم د عسکرو او اسانو د مجسمو د ساتلو په هکله جوړ شوی او په چين کې د لرغونې زمانې د پوځونو په اړه ډېر لوی موزيم هم دی. په دغه موزيم کې د عسکرو او اسانو مجسمې او لرغونې وسلې ښودل کېږي. د دغه موزيم د ټکيټ بيه د سيلانۍ په سمسور وخت کې يو سل او پنځوس يوانه او په نورو وختونو کې يو سل او شل يوانه ده. د ((شي ان)) د اورګاډيو له سټېشن څخه دغه موزيم ته سيلانيز بس تګ راتګ کوي.

د ((هوا چينګ چي)) کنډواله

د ((هوا چينګ چي)) کنډواله د ((لين تونګ)) سيمې د ((لي شان)) غره په شمالي لمن کې پرته ده. په شاوخوا قبلا لميلاد درې زرم کال کې دغه ځای کې تودې اوبه پيدا شوې وې او له دې وروسته يې د تودو اوبو له امله شهرت پيدا کړی دی. د دې ځای په تودو اوبو کې ډېر زيات معدني عناصر شته او تودوخه يې تل درې څلويښت د سانټېګراډ درجو کې وي چې اوبه يې د کسانو د روغتيا لپاره ډېرې ګټورې دي. نو په امپراطورۍ زمانو کې زيات امپراطورانو په دې ځای کې ماڼۍ جوړې کړې دي. په تېره بيا د ((تانګ)) د سلسلې د امپراطورۍ په دوره کې د ((هوانګ چينګ ګونګ)) په نامه ماڼۍ ډېره مشهوره ده. دغه ماڼۍ د څو څو ځلو جنګو له امله ويجاړه شوې ده، خو په ۱۹۵۹م کال کې د پخوانۍ بڼې سره سم بيا جوړه او ترميمه شوې ده. اوس په دغه کنډواله کې تودې اوبه لا هم شته او دغې کنډوالې ته نژدې هوټلونه کې سيلانيان د تودو اوبو له لارې خپل ځان پريمنځلای شي. د دغې کنډوالې د ټکيټ بيه د سيلانۍ په سمسور وخت کې يو سل او لس يوانه او په نورو وختونو کې اتيا يوانه ده.

((شيان يانګ)) ښار

((شيان يانګ)) ښار د ((شي ان)) ښار په لويديځه خوا کې پروت دی. دغه ښار د ((چين شي هوانګ)) د امپراطورۍ دورې مرکز و او د چين د ((چين)) او ((هان)) د مسلسلو زمانو د کولتور سرچينه هم ده. د ((شي ان)) نړيوال هوايي ميدان هم د ((شيان يانګ)) په قلمرو کې پروت دی. په ((شيان يان)) ښار کې ډېر مشهور سيلانيز ټکي د پخوانيو امپراطورانو د مقبرې دي. په تېره بيا د ((هان)) او ((تانګ)) په مسلسلو دورو کې زيات امپراطوران په دې ځای کې خاورو ته سپارل شوي دي. له دې جملې څخه د ((هان يانګ لينګ)) مقبره، ((چيان لينګ)) مقبره، ((ماو لينګ)) مقبره، ((جاو لينګ)) مقبره تر ټولو ډېرې مشهورې دي. په دې مقبرو کې زياتې ډبرينې کتيبې، ديوالي انځورونه، لوښي، مجسمې او داسې نور په زړه پورې تاريخي اثار شته. سيلانيان يې له ليدلو څخه د چين لرغوني کولتورونو او هنرونو بڼې احساسولی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای