CRI Online

د ((لان جو)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-07-09 19:50:53

(( لان جو)) ښار د چين د ((ګان سو ولايت)) مرکز دی او د چين د شمال لويديځې سيمې يو مهم صنعتي ښار او ټرافيکي محور هم دی. دغه ښار هم د لرغونې ورېښمو لارې يو مهم تمځای دی چې پنځه زره کاله مخکې انسانانو په دې ځای کې ژوند کړی وو. ژېړ سيند له ((لان جو)) ښار څخه تېرېږي. په لرغونې زمانه کې دغه ښار (( جين چنګ)) نومېده يعنې د طلايي ښار مانا يې درلوده. دوه زره کاله مخکې ((لان جو)) د ژېړ سيند پر غاړه له څلورو لويو ګذرګاه وو څخه يو و. د چين په تاريخ کې مشهور راهب هون ځنګ هم له دې ځای څخه لويديځې خوا ته تللی و. د ۲۰۱۷م کال د جولای په نهمه نېټه د ((شان شي)) ولايت له ((باو جي)) څخه تر ((لان جو)) پورې ګړندۍ اوسپنيزه لاره په کار اچول شوې ده او په دې سره د چين په شمال لويديځه سيمه کې د ((ګان سو))، ((چنګ های)) او شينجيانګ ولايتونو ګړندۍ اوسپنيزې لارې په رسمي توګه د چين د ګړندي اوسپنيزو لارو په شبکه کې شاملې شوې دي.

څرنګه چې ((لان جو)) د چين په شمال لويديځه سيمه کې يو ټرافيکي محور دی، نو سيلانيان د الوتکو او اورګاډي په وسيله د چين له نورو لويو ښارونو څخه دغه ښار ته تللی شي. دغه راز، د ((لان جو)) او د ((ګان سو)) ولايتونو د نورو ځايونو ترمنځ بسونه هم تګ راتګ کوي. د ((لان جو)) د ((جونګ چوانګ)) نړيوال هوايي ميدان څخه نورو ځايونو ته له سلو نه زياتې د الوتنې کرښې شته. ((جونګ چوانګ)) هوايي ميدان د ((لان جو)) ښار له مرکز څخه څلور اويا کيلومتره واټن لري. سيلانيان د سبوې، بس او ټکسي په وسيله د هوايي ميدان او ښاري مرکز ترمنځ تګ راتګ کولای شي.

د ((ګان سو)) ولايت موزيم

د ((ګان سو)) ولايت موزيم په ۱۹۵۶م کال کې جوړ شوی دی او پکې له درې سوه او پنځوس زرو څخه زيات ډول ډول تاريخي اثار شته. سيلانيان له دغو تاريخي اثارو څخه د لرغونې ورېښمو لارې په اوږدو کې لرغونی مدنيت احساسولی شي. دغه موزيم په وړيا توګه د سيلانيانو پر مخ پرانستی وي.

په ژيړ سيند باندې اوسپنيز پل

په ژيړ سيند باندې اوسپنيز پل د ((لان جو)) ښار يوه نښه ده. دغه پل په ژيړ سيندباندې لومړی رښتينی پل دی. د اوسني اوسپنيز پل له جوړېدو نه مخکې د چين د مين امپراطورۍ په سلسله کې دغه پل د څلوېښتو بيړيو په تړلو سره جوړ شوی و. په ۱۹۰۷م کال کې د چينګ امپراطورۍ حکومت د پخواني پل پر ځای اوسپنيز پل جوړ کړی و. اوسمهال سيلانيان په دغه پل باندې ګام پورته کولای شي او له دې پل څخه د ژيړ سيند منظره ليدلی شي.

د ((بای تا شان)) باغ

د ((بای تا شان)) باغ د ((لان جو)) ښار په مرکز کې د ژيړ سيند په شمالي غاړه کې پروت دی. د دغه باغ په غره باندې يو سپين برج شته چې د يو راهب د يادونې لپاره جوړ شوی و. سيلانيان په دغه غره باندې د (( لان جو)) ښار بشپړې منظرې ليدلی شي. دغه باغ هم په وړيا توګه د سيلانيانو پرمخ خلاص دی.

د ارهټونو موزيم

ارهټ د اوبو لګولو يو ډول وسيله ده چې له لرغونې زمانې راهيسې د ژيړ سيند پر غاړه سيمه کې کارول شوې ده. د ارهټونو موزيم د ارهټونو باغ، د ارهټونو ميدان او د کولتور ميدان په شمول له دريو برخو څخه عبارت دی. سيلانيان په دې ځای کې په لرغونې زمانه کې د ارهټونو په وسيله د اوبو لګولو حالات احساسولی شي.

د ((شي چوان)) د ناک فارم

د ((شي چوان)) د ناک فارم په چين کې د ناک د روزنې ډېر لوی فارم دی چې د ((لان جو)) ښار د ((ګاو لان)) په ولسوالي کې پروت دی. په پسرلي کې سيلانيان په دې ځای کې د ناک ګلانو له ښکلو منظرو څخه خوند اخيستلی شي او په مني کې خوندور ناک خوړلی شي.

له يادو په زړه پورې ځايونو نه پرته، په ((لان جو)) ښار کې نور زيات د سيل وړ ځايونه شته. مثلاً، د ((تو لو ګوه)) ځنګلونو باغ، د ((چينګ چنګ)) لرغونی ښارګوټی، د ((ليو جيا شيا)) د اوبو کاسه، د ((بينګ لينګ سي)) معبد ډبرين غارونه او داسې نور.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای