CRI Online

د ((جانګ يي)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-07-15 18:28:50

((جانګ يي)) ښار د ((ګان سو)) ولايت په شمال لويديځه برخه کې او د ((هه شي)) دهليز په منځنۍ برخه کې پروت دی. په دغه ښار کې پراخه دښته شته. څرنګه چې اقليم يې ښه دی ،نو د غلو دانو توليدي اندازه يې ډېره زياته ده او د ((ګان سو)) ولايت د غلو دانو د کرنې اډه هم ده. په لرغونې زمانه کې دغه ښار د لرغونې ورېښمو لارې او د ((هه شي)) دهليز پر غاړه د پوځي اسانو د روزنې مرکز و چې مهم ستراتيژيک مقام يې درلود.

د ((جانګ يي)) ښار ((ګان جو)) هوايي ميدان جوړ او اوس ګټې اخيستې ته سپارل شوی دی. د ((جانګ يي)) ښار او د بېجينګ، شانګهای ، اورموچي، ((لان جو)) او ((شي ان)) په شمول د لويو ښارونو ترمنځ اورګاډی تګ راتګ کوي. دغه راز، موټر د ((جانګ يي)) او د ((ګان سو)) ولايت د نورو ځايونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره ډېره ښه وسيله ده. څرنګه چې د ((جانګ يي)) ښار دومره لوی نه دی، نو د دغه ښار په مرکز کې سيلانيان د ګام پورته کولو په وسيله سيل کولای شي.

د ((جانګ يي)) دان شيا جيولوژيک پارک

د ((جانګ يي)) دان شيا جيولوژيک پارک چې د دغه ښار د ((لين ځه)) په ولسوالۍ کې پروت دی، په چين کې د دان شيا ژيومورفولوژي په اړه ډېره ښه ساتل شوې سيمه ده او د سيل او ساينس په ساحو کې ډېر ارزښت لري. د ((جانګ يي)) ښار په قلمرو کې دان شيا ژيو مورفولوژي په عمده توګه د اوو رنګونو دان شيا او د يخي دره دان شيا په شمول دوه ډولونه ژيومورفولوژۍ دي. څرنګه چې منظرې يې ډېر ځانګړتيالرونکې او په زړه پورې دي. نو د زياتو مشهورو فلمونو په دې ځای کې ثبت او جوړې شوې دي.

د ((ما تي سي)) معبد منظره لرونکې سيمه

د ((ما تي سي)) معبد منظره لرونکې سيمه د ((ګان سو)) ولايت په ((سو نان)) ولسوالۍ کې پروت دی چې د ((جانګ يي)) ښار مرکز څخه شپېته کيلومتره واټن لري. سيلانيان په دغه سيمه کې د ډبرينو غارونو د ډلې سيل کولای شي، په غره کې د لوی ابشار څخه منظرې خوند اخيستلی شي او د ((يو ګو)) قوم دوديز دودونه او کولتور احساسولی شي.

د (( جي ليان شان)) طبيعت ساتونکې سيمه

((جي ليان شان)) غر د ((جينګ های)) او تبت، د مغولي او شينجيانګ او د ((هوانګ تو)) د دريو لوړو سيمو په محوري سيمه کې پروت دی. د ((جي ليان شان)) طبيعت ساتونکې سيمه د دغه غره په شمالي لمن کې واقع ده. پراخوالی يې دوه مليونه شپږ لکه او پنځوس زره مربع هکتاره دی. سيلانيان په دې ځای کې د لومړی ځنګلونو له طبيعت څخه خوند اخيستلی شي.

د ((کانګ له)) دښته

د ((کانګ له)) دښته د ((يو ګو)) قوم ټاټوبی او د اوسېدنې ځای دی. په دغه دښته کې د دان شيا جيولوژيکه منظره، ((ما چانګ تان)) دښته، ((کانګ لو)) معبد او پر واورو پوښل شوی غر د سيل وړ ټکي دي. دوبی د دغې دښتې د سيل وړ او مناسب فصل دی. په دې وخت کې تازه ميوې حاصلات کوي، دښته زرغونيږي او ځايي اوسيدونکي د اختر د لمانځنې مراسم تر سره کوي.

د ((بيان دوه کوه)) منظره لرونکې سيمه

د ((بيان دوه کوه)) منظره لرونکې سيمه د ((جي ليان شان)) غرنۍ سلسلې په منځنۍ برخه کې پرته ده. په دغه سيمه کې پنځه عمده سيلانيزې برخې او دوولس منظرې شته. دغه سيمه په لرغونې زمانه کې د جنوبي ورېښمو لارې يوه برخه وه او له ((ګان سو)) څخه لويديځې سيمې ته د تللو لاره هم ده. د هر کال په جون او جولای مياشت کې د دې سيمې په ګوټ ګوټ کې د شړشمو ګلان ليدل کېږي او د کلانو د سمندر په شان دی.

له يادو ځايونو نه پرته، په ((جانګ يي)) ښار کې د ((دا فوه سي)) معبد، ((مو تا سي)) معبد او داسې نور ښکلي ځايونه هم د سيل وړ دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای