CRI Online

د ((جيا يو ګوان)) سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-08-15 20:03:32

((جيا يو ګوان)) ښار د چين د ((ګان سو)) ولايت په شمال لوېديځه برخه کې پروت دی. د چين د مينګ د امپراطورۍ په زمانې کې د جوړ شوي لوي ديوال لوېديځه مبداُ يعنې بندر د دغه ښار په قلمرو کې پروت دی. دغه بندر ((جيا يو ګوان)) نومېږي، نو د دغه ښار نوم له دې څخه راغلی دی. ((جيا يو ګوان)) بندر د چين د لوي ديوال له دريو مشهورو لرغونيو بندرونو څخه يو دی چې نور دوه بندرونه ((شان های ګوان)) او ((جن بې تای)) دي او په جلا جلا توګه د لوي ديوال په ختيځه او منځنۍ برخه کې پراته دي. ((جيا يو ګوان)) د لرغونې ورېښمو لارې په اوږدو کې ډېر مهم بندر و او د لرغونې ورېښمو لارې د پخواني ځلانده مدنيت يو شاهد دی. د هر کال له مې څخه تر اکتور پورې وخت د دغه ښار سيلانيز فصل وي. په دغه ښار کې هوايي ميدان شته، خو الوتنې ترې زياتې نه کېږي، نو اورګاډی او بس د سيلانيانو لپاره لا ښه انتخاب وي.

د ((جيا يو ګوان)) لرغونی بندر

د ((جيا يو ګوان)) لرغونی بندر د چين د مينګ د امپراطورۍ سلسلې د ((هونګ وو)) په زمانه کې د هېواد د دفاع په هکله جوړ شوی و چې تاريخ يې له شپږ سوو کلونو نه اوږد دی. دغه بندر د داخلي ښارګوټي، بهرني ښارګوټي او دفاعي ښارګوټي په شمول له څو برخو څخه عبارت دی. د هر کال له مې څخه تر اکتوبر پورې وخت د دغه ځای د سيل وړ او سمسور وخت وي، نو د ټکيټ بيه يې هم لوړه ده او يو سل شل يوانه وي. د هر کال له نومبر څخه د بل کال تر اپريل پورې د ټکيټ بيه يې يوازې شپيته يوانه وي.

د لوي ديوال موزيم

د لوي ديوال موزيم د ((جيا يو ګوان)) لرغونی بندر ته نژدې دی. په دغه موزيم کې په تېرو دريو زرو کلونو کې د لوي ديوال د ابادۍ نقشه، تاريخي انځورونه او د لوي ديوال اوسني انځورونه ليدل کېږي. د لوي ديوال په اړه نندراتون د زمانې له مخې په څلورو برخو ويشل کېږي. سيلانيان په دې ځای کې د لوي ديوال په اړه د بېلا بېلو زمانو کولتورونه او معلومات تر لاسه کولای شي.

د ((شيوان بي)) لوی ديوال

د ((شيوان بي)) لوی ديوال هم د ((جيا يو ګوان)) لرغونی بندر ته نژدې دی. څرنګه چې د لوي ديوال دغه برخه مايله او نشيبه ده، نو د ليدو وړ ده. خو د افسوس وړ ځای دا دی چې د ((شيوان بي)) لوي ديوال پخوانۍ کنډواله ويجاړه شوې ده، اوسنۍ بڼه يې د پخوانې بڼې سره سمه تازه جوړه شوې ده.

د ((شين چنګ )) د وی او جين د امپراطورۍ په سلسلو کې هديره

د ((شين چنګ)) د وی او جين د امپراطورۍ په سلسلو کې هديره د ((جيا يو ګوان)) ښار په شمال ختيځه برخه کې پرته ده او د دغه ښار له مرکز څخه شل کيلومتره واټن لري. د لسو کيلومتره مربع په پراخوالي دښته کې زرګونه قبرونه شته چې تاريخ يې شاوخوا يو زر او پنځه سوه کالو ته رسېږي. تر اوسه پورې له دغې هديرې څخه لسګونه قبرونه د څيړنې لپاره راوايستل شوي دي او د دغو قبرونو د خونې پر ديوالونو باندې زيات انځورونه پيدا شوي دي چې په پخوانۍ زمانې کې د سياست، پوځ، اقتصاد او د عامو وګړيو د ژوند حالات انځور وي او د انځورولو سويه يې ډېره لوړه ده، نو دغسې قبرونه تر ځمکې لاندې د انځورونو صالون په توګه هم بلل کېږي.

د ((چي يي)) يخچال

د ((چي يي)) يخچال د ((جيا يو ګوان)) ښار په جنوب لوېديځه برخه د ((چي فنګ)) د ځانګ قوم په علاقه دارۍ کې پروت دی او د دغه ښار له مرکز څخه يو سل او شپاړس کيلومتره واټن لري. دغه يخچال د ((چي ليانګ)) غره يوه برخه ده چې په اسيا کې ښار ته ډېر نژدې يخچال دی. د چين او پخواني شوروي اتحاد کارپوهانو د ۱۹۵۸م کال د جولای په لومړۍ نېټه په يوه ګډه علمي څيړنه کې دغه يخچال پيدا کړ. که سيلانيان له ليری ځای څخه وګوري، دغه يخچال د کهکشان په شان په غره کې واقع دی. په دوبي کې د يخچال په شاوخوا سيمه کې دښته زرغونه شي، لښتي کې اوبه پيدا شي او صحرايي ګلان وغوړېږي. غوايان او پسونه په ازاده توګه په دښته کې څړ کوي او واښه خوړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای