CRI Online

د ((اين چوان)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-08-24 14:23:48

((اين چوان)) ښار د چين د ((نينګ شيا)) د هوی قوم د خپلواکې سيمې مرکز دی او د چين په شمال لويديځه سيمه کې يو مهم ښار ګڼل کېږي. د ((نينګ شيا)) د هوی قوم خپلواکه سيمه په چين کې د ولايت په کچه له پنځو قومي خپلواکو سيمو څخه يوه ده او په چين کې د ولايت په کچه ډېره کوچنۍ سيمه هم ده. ((اين چوان)) ښار د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د نندارتون دايمي کوربه ځای دی. د ((اين چوان)) ښار تاريخ ډېر اوږد دی چې دېرش زره کاله مخکې انسانانو په دې ځای کې ژوند کړی و. ژېړ سيند له دغه ولايت څخه تېرېږي، نو دغه ځای د پېداوارو له نظره ډېر غني دی. ((اين چوان)) ښار د چين د ((شي شيا)) امپراطورۍ سلسلې پلازمينه هم وه چې د دغې امپراطورۍ سلسله په ۱۰۳۸م کال کې جوړه شوې وه او په هغه وخت کې ((اين چوان)) ((ان چينګ)) نومېده. ((نينګ شيا)) د هوی قوم اوسيدونکی ځای دی چې د هوی قوم يو په پنځمه کسان په دې ولايت کې اوسيږي او نفوس يې شاوخوا دوه مليونه تنه دي. هوی قوم مسلمانان دي، نو سيلانيان د ((اين چوان)) ښار په ګوټ ګوټ کې اسلامي کولتور او ځانګړتياوې احساسولی شي. د ((نينګ شيا)) هوا وچه ده او باران لږ پکې اوري. دوبی او منی پکې د سيل وړ فصلونه دي.

((هه دونګ)) هوايي ميدان د ((اين چوان)) ښار په جنوب ختيځه برخه کې پروت دی او له مرکز څخه شل کيلومتره واټن لري. د هوايي ميدان او د ښار مرکز تر منځ ځانګړی بسونه تګ راتګ کوي. بر سېره پردې، اورګاډی او موټر هم د سيلانيانو لپاره ښه انتخاب وي. د ((اين چوان)) ښار په مرکز کې د بسونو شبکه بشپړه شوې ده، نو سيلانيانو ته اسانتياوې برابروي.

((چنګ تيان سي)) معبد

((چنګ تيان سي)) معبد د ((اين چوان)) د لرغوني ښارګوټي په جنوب لويديځه برخه کې پروت دی. په دغه معبد کې له خښتو څخه جوړ شوی يو برج هم شته چې ((چنګ تيان سي)) برج، دغه معبد د همدغه برج له امله شهرت لري. په ((نينګ شيا)) ولايت کې سل داسې نور لرغوني برجونه ساتل کېږي، خو دغه د معبد برج تر ټول لوړ دی. دغه برج يوولس پوړونه لري او جګوالی يې څلور شپيته اعشاريه پنځه متره دي. اوس د دغه معبد په اړونده احاطه موزيم هم جوړ شوی دی، سيلانيان ورڅخه د ((نينګ شيا)) د کولتوري او تاريخي اثارو له کتلو څخه خوند اخيستلی شي. دغه معبد په وړيا توګه سيلانيان پر مخ خلاص دی، خو که سيلانيان غواړي د برج سيل وکړي، لس يوانه بايد ولګوي.

((هوانګ شا ګو دو)) ګذرګاه

((هوانګ شا ګو دو)) ګذرګاه يوه تازه سمسوره منظره لرونکې سيمه ده. د تاريخي اثارو له مخې، د چينګ د امپراطورۍ سلسلې ((چيان لونګ)) امپراطور له دغه لرغونې ګذرګاه څخه ژېړ سيند تير شوی و او دغه ګذرګاه له همدې امله هم شهرت لري. دغه منظره لرونکې سيمه د لرغونې ګذرګاه پر بنسټ جوړه شوې ده او په شپږو برخو ويشل شوې ده. د ټکيټ بيه يې شپيته يوانه ده.

((نان ګوان)) جومات

((نان ګوان)) جومات د چين د مينګ امپراطورۍ په سلسله کې جوړه شوې ده. اوسنۍ بڼه يې په ۱۹۸۰م کال کې ترميم شوې ده. د دغه جومات پراخوالی دوه زره او څلور اويا متره مربع دي. په يو وخت پکې يو زر او درې سوه مسلمانان لمونځ کولای شي.

((هه لان شان)) غر

((هه لان شان)) غر د ((اين چوان)) ښار له لويديځې خوا څخه پنځوس کيلومتره واټن لري او د ((نينګ شيا)) او داخلي مغولستان سرحدي غر دی. اوږدوالی يې له دوه سوه کيلومتره نه زيات دی. د دغه غره د لوړې څوکې جغرافيايي جګوالی د سمندر له سطحې څخه درې زره پنځه سوه او شپږ پنځوس متره دی. د ((هه لان شان)) غره په لمن کې سيلانيان د ((شي شيا)) امپراطورۍ سلسلې په زمانه کې د امپراطورانو له هديرې څخه، د ((هه لان کوه)) له ډبرينو انځورونو او د فلم د جوړولو له مرکز څخه ليدنې کولی شي.

له يادو ځايونو نه پرته، د ((اين چوان)) په شاوخوا سيمه کې د ((پينګ لوه شا هو)) جهيل، ((شوې دونګ ګوه)) کنډواله او ((ما لان هوا)) دښته هم د سيل وړ ځايونه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای