CRI Online

د بېجينګ د شاوخوا سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-11-07 19:38:49


لوی ديوال

د څوان دي شيا کلی

لوی ديوال د چين په لرغونې زمانه کې د ملي دفاع له سترو تاسيساتو څخه و چې د چين د ((شي جو)) له زمانې څخه د دې ديوال په ابادولو شروع شوې وه او د مينګ تر زمانې پورې دغې پروژې دوام درلوده. د لوي ديوال عمومي اوږدوالی له شل زرو کيلومترو څخه زيات دی. د بېجينګ په شاوخوا سيمه کې د لوي ديوال زياتره کنډوالې ساتل شوي او د سيلانيانو پر مخ پرانيستې دي. مثلاٌ،د ((با دا لينګ)) لوي ديوال کنډواله، د ((سي ما تای)) لوي ديوال کنډواله، د ((مو تيان يو)) لوي ديوال کنډواله او داسې نورې. دا کنډوالې د بېجينګ له مرکز څخه لرې نه دي او د يوې کنډوالې د سيل لپاره يوې ورځې ته اړتيا وي. په دې جمله کې د ((با دا لينګ)) لوي ديوال کنډواله چې د بېجينګ د ((يان چينګ)) په سيمه کې پرته ده، د مينګ زمانې د لوي ديوال نومونه ده او ښه ساتل شوې ده، نو هره ورځ زيات چيني او بهرني سيلانيان راجلبوي. دغه راز، د ((سي ما تای)) لوي ديوال کنډواله چې د بېجينګ د ((مي يون)) په سيمه کې پرته ده، د نېغ والي له امله شهرت لري او د ځينو کارپوهانو په قول دغه کنډواله د لوي ديوال ډېره نېغه برخه ده. بر سېره پردې، د ((مو تيان يو)) لوي ديوال کنډواله د دواړو غاړو د ښکلو طبيعي منظرو له امله شهرت لري. د بېجينګ له مرکز څخه يادو کنډوالوته بسونه تګ راتګ کوي.

امپراطوري قبرونه

څرنګه چې بېجينګ د چين په تاريخ کې د څو مسلسلو امپراطوري زمانو پايتخت و، نو د بېجينګ په ګوښه سيمه کې زيات امپراطوري قبرونه شته چې په دې جمله کې سيلانيان د يو شمېر قبرونو سيل کولی شي. مثلاً، د مينګ د ديارلسو امپراطوريو قبرونو ډله. دغه ډله له ۱۴۰۹م کال څخه تر ۱۶۴۴م کال پورې جوړ شوي دي چې تاريخ يې له پنځه سوو کلونو څخه تر درې سوو کلونو پورې رسېږي. د مينګ زمانې د پايتخت په توګه د بېجينګ له ټاکل کېدو نه وروسته د دغې زمانې د ديارلسو امپراطورانو قبرونه په همدې ځای کې جوړ شوي دي. د دغې ډلې عمومي پراخوالی له څلوېښتو کيلومترو مربع څخه زيات دی. دغه ډله په چين او حتی ټولې نړۍ کې تر ټولو د قبرونو ډېره لويه ډله ده چې ډېر زيات امپراطوران او مېرمنې يې په همدې ځای کې خاورو ته سپارل شوي دي. اوس د دغې ډلې پر بنسټ د امپراطوري قبرونو يو موزيم جوړ شوی او په دې جمله کې سيلانيان د چانګ قبر، د دينګ قبر، د جاو قبر او له مقدس واټ څخه ليدنه کولای شي او سيلانيان د يادو قبرونو له ودانيو څخه سيل کولای شي. د بېجينګ له مرکز څخه تر دغه موزيم پورې عمومي بسونه تګ راتګ کوي.

د معبدونو سيل

څرنګه چې په فيوډالي زمانه کې بوديزم په چين کې ترويج و، نو د بېجينګ په شاوخوا سيمه کې زيات بودايي معبدونه اباد شوي دي. دا معبدونه په غرنۍ سيمه کې پراته دي او د معبدونو په چار چاپير کې منظرې هم ډېرې په زړه پورې دي. اوس د بېجينګ ځايي اوسيدونکي د اوونۍ د پای په رخصتي کې دغو مبعدونو ته سفر کوي. مثلاً، ((تان جه)) معبد، ((جي تای)) معبد، ((هونګ لوه)) معبد او داسې نور. ((تان جه)) معبد د بېجينګ په لويديځه برخه کې د ((من تو ګوه)) په غرنۍ سيمه کې پروت دی. دغه معبد په ۳۰۷م کال کې جوړ شوی او له دې نه وروسته څو څو ځله ترميم شوی دی. ويل کېږي چې د ((تان جه)) معبد تاريخ د بېجينګ د ښار له تاريخ څخه اوږد دی. ((جي تای)) معبد هم د بېجينګ د ((من تو ګوه)) په سيمه کې پروت دی. دغه معبد په ۶۲۲م کال کې جوړ شوی. ((هونګ لوه)) معبد د بېجينګ په ((هوی ژو)) سيمه کې پروت دی او په ژمي کې د پلوم ګلونو له امله شهرت لري.

د کليو سيل

د بېجينګ په ګوښه سيمه کې زيات لرغوني کلي شته چې پکې پخواني کورونه او بڼې ښې ساتل شوي. سيلانيان پکې د چين له کليوالو تاريخي دودونو او کولتورونو څخه خوند اخيستلی شي. مثلاً، د ((څوان دي شيا)) کلی او د ((لينګ شوي)) کلی. د ((څوان دي شيا)) په نوم کلی د مينګ په زمانه کې رامنځته شوی دی. اوس په دغه کلي کې زيات تاريخي کورونه او اثار ليدل کېږي. دغه کلی په ۲۰۰۹م کال کې د بېجينګ د ډېرو ښکلو کلو په ليست کې شامل شو.

پر يادو ځايونو سر بېره، د بېجينګ په شاوخوا سيمه کې هم نور زيات په زړه پورې ځايونه شته. مثلاً،((ګو بې)) لرغونی ښارګوټی، ((لونګ چينګ)) دره، د ((مي يون)) د اوبو کاسه، ((لينګ شان)) غر او داسې نور.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای