CRI Online

د ((وو شي)) سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-12-08 17:38:27


((وو شي)) ښار چې د ((جيانګ سو)) ولايت په جنوب کې او د ((نان جينګ)) ښار او شانګهای ښار په منځ کې پروت دی، د ((يانګ ځي)) سيند د دلتا د اوارې ځمکې يوه برخه ده او د ((تاو هو)) جهيل پر غاړه د يوې مرغلرې په توګه بلل کېږي. دغه ښار د ((يانګ ځي)) سيند په اوږدو کې د اقتصادي کمربند او د ((يانګ ځي)) سيند د دلتا ښاري ډلې يو مهم ښار دی چې په ((جيانګ سو)) ولايت کې د ((نان جينګ)) نه وروسته دوهم لوی ښار دی. دغه ښار د چين مشهور تاريخي او کولتوري ښار دی، د چين د ملي صنعتي چارو سرچينه ده او د کبانو د روزلو او د غلو دانو د کرلو له امله په چين کې شهرت لري. د ((جينګ هانګ)) لوی کانال هم له دغه ښار څخه تېريږي.

د ((وو شي)) هوايي ميدان له ښاري مرکز څخه شل کيلومتره واټن لري او د چين له نورو شلو ښارونو ترمنځ د الوتنې نوبتي کرښې لري. څرنګه چې ((وو شي)) د بېجينګ او شانګهای ترمنځ د ګړنديو اوسپنيزو لارو پر غاړه پروت دی، نو هره ورځ لږ تر لږه اتيا اورګاډي له دې ځای څخه تېرېږي. دغه راز، د ((وو شي)) په شاوخوا سيمه کې د سړکونو شبکه هم بشپړه ده، نو الوتکه، اورګاډی او موټر ټول ((وو شي)) ته د سيلانيانو د سفرونو لپاره ښه انتخابونه دي. د ((وو شي)) په منځ کې بس او ټکسي د سيلانيانو ښه انتخابونه دي.

د ((يوان توه جو)) باغ

((يوان توه جو)) باغ د ((وو شي)) په قلمرو کې د ((تای هو)) جهيل پر شمال لويديځه غاړه يو ټاپو دی چې که له ليرې ځای څخه ورته وکتل شي، بڼه يې يو کېشپ ته ورته ده، نو ځکه پر دغه نوم نومول شوی دی. دغه باغ په پيل کې په ۱۹۱۶م کال کې جوړ شوی و، له دې نه وروسته مساحت يې ګام په ګام پراخ شوی دی، اوس يې پراخوالی ۵۳۹ هکتارو ته رسېږي. څرنګه چې طبيعې منظرې يې ډېرې ښکلې او په زړه پورې دي، نو له لرغونې زمانې راپدېخوا دغه سيمه د شاعرانو او ليکوالانو خوښه وه او ده. زياتو مشهورو شاعرانو د دې سيمې په سرليک په زړه پورې شعرونه ليکلي دي. اوس دغه سيمه د اوونۍ د پای په رخصتيو کې د ځايي اوسيدونکو د استراحت کولو او سيل کولو ښه ځای دی.

د ((لي يوان)) باغ

د ((لي يوان)) باغ هم د ((تای هو)) جهيل پر غاړه يوه مشهوره منظره لرونکې سيمه ده او پراخوالی يې اته اعشاريه دوه هکتاره دی. په دغه باغ کې ويالې له مصنوعي غونډيو څخه تېرې شوي او ودانيو، په چار چاپير کې شنې ونې ولاړې دي. په پسرلي کې راز راز ګلونه غوړېږي. په دغه باغ کې د((لي هو)) په نامه يو جهيل شته. د افسانوي کيسې له مخې، د چين د ((چون چينګ)) امپراطورۍ په زمانه کې د دولت لوړ پوړي چارواکي چې ((فان لي)) نومېده، له مشهورې ښکلې ښځې ((شي شي)) سره په دغه جهيل کې کښتۍ چلولې ده، نو ځکه دغه جهيل د ((لي هو)) په نوم ياد شوی دی. په ۱۹۹۵م کال کې د چين حکومت د دې باغ د منظرو له امله دوه پوستي ټکيټونه چاپ کړل چې دغه باغ له دې امله په چين کې نور هم شهرت پيدا کړ.

د ((شي هوي)) باغ

د ((شي هوي)) باغ د ((وو شي)) ښار په لويديځه ګوښه سيمه کې پروت دی او پراخوالی يې څه باندې نوي هکتاره دی. دغه باغ په ۱۹۵۸م کال کې جوړ شوی. په دغه باغ کې نه يوازې تاريخي اثار شته، بلکې د ساعت تيرۍ تاسيسات هم شته. په دغه باغ کې دوه غرونه شته چې يو د ((شي)) غر او بل د ((هوی))غر دی، نو د دغه باغ نوم په دې نسبت رامنځته شوی دی. د ((هوی)) غره په لمن کې يوه چينه شته چې په نړۍ کې د دوهمې چينې په توګه ياېږي. د چين په نژدې زمانه کې يو ړوند د موسيقۍ هنرمند چې ((آبينګ )) نومېده، د دغې چينې تر څنګ د ((ار هو)) په نامه د موسيقي الې په وسيله يوه مشهوره نغمه طرحه او وغږوله چې ((ار چيوان ينګ يو)) نومېږي. دغه نغمه په چين کې ډېره مشهوره او شهرت لري.

پر يادو ځايونو سر بېره، په ((وو شي)) ښار کې نور د سيل وړ ښکلي ځايونه هم شته. مثلاً، ((دونګ لين شو يوان)) مکتب، د ((تانګ چنګ)) په نامه د ټلويزيون او فلم د جوړونې مرکز، د ((لينګ شان)) د بودا لوی بتان او داسې نور.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای