CRI Online

د ((جيانګ سو)) ولايت د لرغونيو علاقه داريو سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-12-08 17:40:53


((جوه جوانګ)) علاقه داري

((جوه جوانګ)) علاقه داري د ((جيانګ سو)) ولايت په ((کون شان)) ښار کې پرته ده او د ((يانګ ځي)) سيند پر جنوبي غاړه له شپږو مشهورو لرغونيو علاقه داريو څخه يوه ده چې ټوله علاقه داري د اوبو په چار چاپير کې ده او ګرد چاپيره ويالې ورڅخه تېرې شوې دي. څرنګه چې لويو ښارونو ته نژدې ده، نو د دغه علاقه دارۍ ترافيک اسان دی. دغه علاقه داري له شانګهای څخه شپيته کيلومتره، له ((سو جو)) ښار څخه اته دېرش کيلومتره او له ((کون شان)) ښار څخه دېرش کيلومتره واټن لري. د ((جوه جوانګ)) او دغو ښارونو ترمنځ ګړندي سړکونه شته، نو موټر او بس د سيلانيانو ښه انتخابونه دي. د ((جوه جوانګ)) علاقه دارۍ په لرغوني ښارګوټي کې په ويالې کې کښتۍ يوازيني ترافيکي وسايل دي او موټر او باسيکل نه کارول کېږي.

د دغې علاقه دارۍ تاريخ له يو زره و شپږ اتيايم کال څخه شروع شوی. په دغه علاقه دارۍ کې شپيته سلنه کورونه د مينګ او چينګ د امپراطوري زمانې په سلسلو کې جوړ شوي دي. په نولس سوه و څلور اتيايم کال کې د چين مشهور ليکوال چن يي فې د ټاټوبي خاطرې په نوم کتاب کې هم د ((جوه جوانګ)) نوم ليکلی و. دغه کوچنۍ علاقه داري له دې امله هم شهرت لري. د دغې علاقه دارۍ په ګوټ ګوټ کې پلونه ليدل کېږي او کورونه د ويالو پر غاړه جوړ دي. سيلانيان د کښتيو په وسيله سيل کولای شي. په دغه علاقه دارۍ کې څو تاريخي ودانۍ شته. مثلاً، د ((شن وانګ سان)) پخوانی کور چې د مينګ زمانې په پيل کې يو بډای و، د ده په کور کې له سلو نه زياتې خونې شته. د ((جانګ ټينګ)) په نوم د پخوانی بډای کور چې پکې له اوياوو څخه زياتې خونې شته او ويالې له دغه کور څخه هم تېرې شوې دي. سيلانيان د کښتۍ په وسيله د دغه کور سيل کولای شي.

((تونګ لي)) علاقه داري

((تونګ لي)) علاقه داري د ((جيانګ سو)) ولايت د (( سو جوه)) په ښار کې او د ((تای هو)) جهيل پر غاړه پرته ده. دغه علاقه داري ((جوه جوانګ)) څخه دومره لرې نه ده، يوازې لس کيلومتره واټن لري. دغه راز، دغه علاقه داري له ((سو جوه)) څخه يوازې اتلس کيلومتره واټن لري. نو سيلانيان په ساده توګه د موټر او بس په وسيله د دغو ځايونو ترمنځ تګ راتګ کولای شي. بر سېره پردې، په ((ټونګ لي)) علاقه دارۍ کې د انسان او مال وړونکو بيړيو بندر هم شته. دغه علاقه داري د سونګ په زمانه کې جوړه شوې او تاريخ يې له يو زرو څخه اوږد دی. په دغه علاقه دارۍ کې زيات باغونه، د مشهورو کسانو پخوانۍ ودانۍ او معبدونه شته چې زياترې يې د مينګ او چينګ په زمانې کې جوړې شوې دي. شاوخوا پنځلس ويالې له دغه علاقه دارۍ څخه تېرېږي او په دغو ويالو باندې نهه څلوېښت لرغوني پلونه شته. سيلانيان د کښتۍ په وسيله د دغې علاقه دارۍ سيل کولای شي، دغه راز، باسيکل هم کارول کېږي. د چين په تاريخ کې زياتو مشهورو چارواکو او ليکوالو په دغه علاقه داري کې ژوند کړی و. ((سان چياو)) پل، ((توي سي يوان)) باغ، ((جينګ مينګ )) واټ او داسې نور ځايونه يې د سيل وړ دي.

((لو جي)) لرغونې علاقه داري

((لو جي)) لرغونې علاقه داري د ((سو جوه)) ښار په ختيځ کې پرته ده او له ((سو جوه)) ښار څخه پنځه ويشت کيلومتره واټن لري. تاريخ يې له دوه زره او پنځه سوو کلونو څخه اوږد دی. د ((لو جي)) لرغونې علاقه دارۍ ځانګړتياوې د يادو دوو علاقه داريو په شان دي چې ويالې، پلونه او لرغونې ودانۍ زياتې لري. په دغه علاقه دارۍ کې د ((باو شنګ)) په نوم يو معبد شته چې په معبد کې يو بودايي بت ډېر مشهور دی. د ((جيانګ نان)) کولتوري باغ، ((يي شنګ تاو)) يادونځی هم د سيل وړ ځايونه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای