CRI Online

د ((يانګ جوه)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-12-08 17:43:36


((يانګ جوه)) ښار د ((جيانګ سو)) ولايت په منځنۍ برخه کې او د ((يانګ ځي)) سيند او د ((جينګ هانګ)) کانال د تقاطع په ځای کې پروت دی. د ((يانګ جوه)) په قلمرو کې د دغه کانال برخه د تاريخي ميراثونو په نړيوال ليست کې شامله ده. دغه راز، ((يانګ جوه )) په چين کې د ورېښمو سمندري لارې پر غاړه له هغو اتو ښارونو څخه يو دی چې د تاريخي ميراثونو په نړيوال ليست کې د شاملېدو غوښتنليک وړاندې کړی دی. ((يانګ جوه)) د ((جيانګ سو)) ولايت د ((يانګ ځي)) سيند په اقتصادي کمربند کې يوه مهمه برخه ده. په تاريخي کتاب کې په اړه يې ليکل شوي چې ((يانګ جوه)) ښار په قبل الميلاد څلور سوه او شپږ اتيايم کال کې جوړ شوی و او تر ۲۰۱۵م کال پورې تاريخ يې دوه زره او پنځه سوه کالونه دی. پسرلی له ((يانګ جوه)) ښار څخه د سفر تر ټولو ښه فصل دی.

د ((يانګ جوه)) ښار د ((تای جوه)) هوايي ميدان په ۲۰۱۲م کال کې په رسمي توګه په کار پيل وکړ او د بېجينګ، شانګهای، شن جين، چنګ دو، کون مينګ په شمول د چين له عمده لويو ښارونو سره د الوتنې کرښې لري. د مسافر وړونکو بيړيو په وسيله له ((يانګ جوه)) ښار څخه بېجينګ، شانګهای، وو هان او چونګ چينګ ته تګ راتګ کولای شي. دغه راز، ګړندی اورګاډی، موټر او بس هم د سيل لپاره د سيلانيانو ښه انتخابونه دي. د ((يانګ جوه)) ښار په منځ کې سبوي کارول کېږي، بر سېره پردې ټکسي او بس د سيلانيانو نور انتخابونه هم کېدای شي.

((ګه يوان)) باغ

((ګه يوان)) باغ د يانګ جوه د لرغوني ښارګوټي په شمال ختيځ کې پروت دی او د چين په څلورو مشهورو باغونو کې يو دی. دغه باغ د چينګ په زمانه کې د مالګې د سوداګرۍ په اړه د يو ډېر شتمن سوداګر شخصي باغ و. په دغه باغ کې زيات شين رنګ باڼسونه کښېنول شوي دي او جوړوونکو د څلورو فصلونو د منظرو له مخې راز راز مصنوعي غونډۍ جوړې کړې دي چې د غونډيو او ويالو په وسيله په طبيعت کې د سترو غرونو او لويو سيندونو په شان منظرې جوړې شوې دي. تخنيکونه يې ډېر لوړ دي چې دغه باغ له دې امله په چين او حتی ټوله نړۍ کې زيات شهرت لري.

((هه يوان)) باغ

((هه يوان)) باغ د چينګ د زمانې په منځني کې جوړ شوی چې په هغه وخت کې يې تر ټولو د لومړي ښکلي او لوی باغ په توګه ګنل شوی و. عمومي پرخوالی يې له څوارلس زرو مربع مترو څخه زيات دی. دغه باغ په عمده توګه په درو برخو ويشل کېږي چې ختيځ باغ، لويديځ باغ او ((پيان شي)) خونه ده. په دغه باغ کې د مختلفو ودانيو ترمنځ اوږد دهليزونه شته چې دا د دغه باغ مهمه ځانګړتيا ده. په تاريخ کې زياتو مشهورو شخصيتونو په دغه باغ کې ژوند کړی دی او مشهور خطاطۍ، انځورونه او ليکنې پاتې شوې دي. دغه راز، ډېرو مشهورو ټلويزيوني ډرامو هم په دې باغ کې ويډيوګانې جوړې او ثبت کړې دي.

((شو شي هو)) باغ

((شو شي هو)) باغ د ((يانګ جوه )) په شمال کې پروت دی او د مينګ په زمانه کې لومړی جوړ شو. په دغه باغ کې يو جهيل شته چې بڼه يې د يوې ډنګرې نجلۍ د ملا په شان ده، نو نوم يې په دې مناسبت رامنځته شوی. په چينايي ژبه کې ((شو)) د ډنګر مانا لري. په دغه باغ کې زيات پلونه، برجونه او لرغونې ودانۍ شته چې د اوونۍ پای په رخصتيو کې د ځايي اوسيدونکو د هوا خورۍ او ساعت تيرۍ ښه ځای دی.

((دا مينګ)) معبد

((دا مينګ)) معبد د ((يانګ جوه)) ښار په شمال کې پروت دی او د چين د ((نان سونګ)) په زمانه کې جوړ شوی چې تاريخ يې له يو زر او پنځه سوو کلونو څخه زيات دی. د دغه معبد تر شا غره او په مخ کې جهيل دی، نو منظرې يې ډېرې ښکلې دي.

پر يادو ځايونو سېر بېره، ((يي چون يوان)) باغ، ((دونګ ګوان)) واټ، د ((يانګ جوه با ګوی)) يادونځای، د ((جو ځي چينګ)) پخوانۍ ودانې هم د سيل وړ دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای