CRI Online

د ((هانګ جو)) سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-02-27 15:53:49

((هانګ جو)) د چين د ((جه جيانګ)) ولايت د سياست، اقتصاد، کولتور، ښوونې، ترافيک او سوداګريزو چارو مرکز دی چې د دغه ولايت په شمال کې پروت دی او د ((جينګ هانګ)) لوی کانال د جنوب د شروع ټکی دی. دوه زره او دوه سوه کاله مخکې يعنې د چين د چينګ په زمانه کې ((هانګ جو)) د يوې ولسوالۍ په توګه ټاکل شوی او د چين په تاريخ کې دغه ښار د څو زمانو د پلازمينې په توګه ټاکل شوی و چې د چين له اتو مشهورو لرغونو پلازمينو څخه يو و. د ((هانګ جو)) طبيعي منظرې ډېرې ښکلې او په زړه پورې دي او په چين کې يو متل شته چې په اسمان کې جنت شته او په ځمکه چې ((سو جو)) او ((هانګ جو)) شته. مانا يې دا ده چې د ((سو جو )) او ((هانګ جو)) ښارونو طبيعي ښکلا د جنت په شان په زړه پورې او ښکلې زړه وړونکې ده. څرنګه چې ((هانګ جو)) ښار د ((جينګ هانګ)) لوی کانال پر غاړه پروت دی، نو له لرغونې زمانې راپدېخوا يې اقتصاد او زراعت ډېر سمسور دی. ((هانګ جو)) د ورېښمو، چای او غلودانو د توليد له امله په چين او حتی ټولې نړۍ کې شهرت لري. په ((هانګ جو)) کې زيات تاريخي اثار ليدل کېږي او د چين د ورېښمو او چای کولتور په دې ځای کې مروج شوی دی او په دې اړه زياتې مشهورې افسانې او کيسې تر ننه د خلکو ترمنځ پاتې دي.

د ((هانګ جو)) ترافيک ډېر پرمختللی دی. ((شياو شان)) نړيوال هوايي ميدان د دغه ښار په ختيځ کې پروت دی او د ښار له مرکز څخه دېرش کيلومتره واټن لري. بر سېره پردې، موټر، اورګاډی، بيړۍ هم ((هانګ جو)) ته د تګ راتګ لپاره د سيلانيانو ښه انتخابونه دي. د ((هانګ جو)) په منځ کې بس، ټکسي، سبوې، بيړۍ، سيلانيز موټر او مشترک بايسکلونه کارول کېږي.

د ((شي هو)) جهيل منظره لرونکې سيمه

د ((شي هو)) جهيل منظره لرونکې سيمه د (( هانګ جو)) ښار په مرکز کې پرته ده. دغه سيمه د ((هو بين)) برخې، ((هو شين)) برخې، ((بې شان)) برخې، ((نان شان)) برخې او (( چيان تانګ)) برخې په شمول پنځو برخو ويشل کېږي. د ((شي هو)) جهيل په لويديځ، جنوب او شمال کې غرونه شته او جګوالی يې له څلور سوو مترو څخه ټيټ دی. د دغه سيمې عمومي پراخوالی نهه څلوېښت مربع کيلومتره دی او د جهيل پرخوالی شپږ اعشاريه پنځه مربع کيلومتره دی. په دغه منظره لرونکې سيمه کې زيات تاريخي اثار شته او په دې اړه زيات په زړه پورې افسانې او کيسې هم شته. دغه منظره لرونکې سيمه په دوه زره او يوولسم کال کې د کولتوري ميراث په نړيوال ليست کې شامله شوه. په دغه سيمه کې د غرونو، ويالو، پلونو، برجونو، ودانيو او دهليزونو په شمول له سلو څخه زيات طبيعي او مصنوعي منظرې شته چې له دې جملې څخه لس منظرې تر ټولو ډېرې مشهورې دي.

((سو دي چون شياو)) له يادو لسو منظرو څخه يوه ده. ((سو دي)) د ((شي هو)) جهيل پر غاړه يو بند دی چې اوږدوالی يې درې کيلومتره دی. که په پسرلی کې د ورځې په سهار سيلانيان په دغه بند باندې ولاړ وي، ونې تازه شنې وي، هر ځای ښه او ښايسته ګلان غوړېدلي وي، اسمان شين وي او اوبه رڼې وي، منظرې يې ډېره ښکلې او په زړه پورې وي.

((دوان چياو څان شيو)) ((دوان چياو)) پل د ((شي هو)) جهيل په منظره لرونکې سيمه کې تر ټولو ډېر مشهور پل دی. کله چې په ژمي کې واوره اوري، دغه پل په واورو پوښل کېږي او د يو ښامار په شان په دغه جهيل پروت ښکاري. د ((دوان چياو)) په اړه يوه ډېره مشهوره افسانوي کيسه شته چې د يو ځوان او د ښامار د يو ښاپيرۍ ترمنځ د مينې په اړه ده. دغه پل د دې کيسې له امله شهرت لري.

د ((پينګ هو چيو يو)) په نامه منظره هم په يادو لسو منظرو کې يوه ده. په مني کې ((شي هو)) جهيل د هندارې د مخ په شان ډېر ارام وي او په شپه کې د سپوږمۍ سيوری په جهيل باندې ډېر ښه ښکارېږي، نری نری شمال لګېږي او سيلانيان د جهيل پر غاړه کښيني او دغه منظره ګوري.

پر يادو درو منظرو سر بېره، ((لې فنګ شي جاو))،((نان پينګ وان جونګ))،((چيو يوان فنګ هه))،((هوا ګانګ ګوان يو))، ((ليو لانګ ون اينګ))،((سان تان اين يو))،((شوانګ فنګ چا يون)) هم په يادو لسو منظرو کې شاملېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای