CRI Online

د ((هانګ جو)) ښار سيل (۲)

cri     (GMT+08:00) 2018-02-27 15:56:16

ګرانو اوريدونکو، په تېره اوونۍ کې مو د ((جه جيانګ)) ولايت د مرکز ((هانګ جو)) ښار په اړه ځينې معلومات واوريدل، ((هانګ جو)) ښار د دغه ولايت د سياست، اقتصاد، کولتور، ښوونې او ترافيک مرکز دی او د ((جينګ هانګ)) لوی کانال د جنوب د شروع ټکی هم دی. دغه ښار له لرغونې زمانې څخه د سوداګريزو چارو د سمسورتيا له امله په چين کې شهرت لري. نو په نننۍ کړۍ کې به د دغه ښار په اړه د سيلانيزو چارو په هکله په زړه پورې نور معلومات هم تاسو سره شريک کوو.

د ((شي شي)) لندې ځمکې حکومتي باغ

د ((شي شي)) لندې ځمکې حکومتي باغ د ((هانګ جو)) ښار په لويديځ کې پروت دی او د ښار له مرکز څخه شپږ کيلومتره واټن او له ((شي هو)) جهيل څخه يوازې پنځه کيلومتره واټن لري. د دغه باغ عمومي پراخوالی يوولس اعشاريه پنځه کيلومتره مربع دی او په درو برخو ويشل کېږي چې ختيځ يې د لندې ځمکې ساتونکې سيمه، منځنۍ يې د لندې ځمکې د سيل او ساعت تيرۍ سيمه او لويديځ يې د لندې ځمکې د منظرې لرونکې سيمه ده. سيلانيان په دغه باغ کې د ښاري، کرهنيزو او کولتوري لندو ځمکو په اړه معلومات تر لاسه کولای شي. د دوه زره و نهم کال د نومبر په دېرشمه نېټه دغه باغ د لندو ځمکو په نړيوال ليست کې شامل کړای شو. په دغه باغ کې درې بندونه او لس منظرې تر ټولو مشهورې دي. درې بندونه يعنې ((فو)) بند، ((ليو))بند او ((شو)) بند. په دغه باغ کې طبيعي منظرې ښې ساتل کېږي، نو رنګارنګ مرغان، وحشي حيوانات او نباتات په کې ليدل کېږي. سيلانيان په دغه باغ کې د بايسکل او کښتۍ له لارې سيل کولای شي او له ښکلي طبيعت، هوا او چاپيريال څخه خوند اخيستلی شي.

د موزيمونو سيل

په ((هانګ جو)) ښار کې د چين د دوديز کلتور په اړه زيات موزيمونه شته. مثلاٌ، د چای موزيم، د ورېښمو موزيم، د چيني طب موزيم، د ((جينګ هانګ )) لوی کانال موزيم او داسې نور. په داسې موزيمونو کې سيلانيان نه يوازې د چين تاريخي او کولتوري اثار ليدلی شي، بلکې پخپله د چين د چای او ورېښمو د توليد له لارې دوديز تخنيک او کولتور ښه احساسولی شي. دغه راز، په (( هانګ جو)) ښار کې د ځينو پخوانيو لويو سوداګرانو او مشهورو ليکوالو او شاعرانو کورونه هم د موزيم په توګه د سيلانيانو پر مخ پرانيستل شوي. مثلاّ، د ((هو شيو يان)) پخوانی کور، د ((سو دونګ پوه)) يادونځی او داسې نور.

د ((ماو جيا پو)) کلی

د ((ماو جيا پو)) کلی د ((شي هو)) جهيل په لويديځه غاړه پروت دی. څرنګه چې پخوا په دغه کلي کې د ټولو اوسيدونکو د کورنۍ نوم ((ماو)) و، نو ځکه دغه کلی د ((ماو جيا پو)) په نوم شهرت موندلی دی. پخوا په دې کلي کې ټولو کسانو د ورېښمو چينجيو په روزلو او د ورېښمو په توليدولو کې لوی لاس او مهارت درلود. څرنګه چې دغه کلی د ((لينګ اين)) معبد ته د تللو په لاره پروت دی، نو زياتو سوداګرانو او سيلانيانو په دې ځای کې ژوند کړی و. اوس د دغه کلي پر بنست يوه منظره لرونکې سيمه جوړه شوې ده او سيلانيان په دغه کلي کې پخواني سمسور حالات احساسولی شي. څرنګه چې په رخصتيو کې د ((شي هو)) جهيل په منظره لرونکې سيمه کې ګڼه ګوڼه وي، نو زيات ځايي اوسيدونکي د اوونۍ په پای کې د استراحت او ساعت تيرۍ لپاره دغه کلي ته ځي.

د ((شوانګ شي)) د باڼسونو سمندر

د ((شوانګ شي)) د باڼسونو سمندر د ((هانګ جو)) په ګوښه سيمه کې د ((شوانګ شي)) په علاقه دارۍ کې پروت دی او د ((هانګ جو)) له مرکز څخه شاخوا دېرش کيلومتره واټن لري. د دغه ځای له نوم څخه څرګندېږي چې په دغه ځای کې زيات باڼسونه شته. د ((تياو شي)) سيند له دغه ځای څخه تېرېږي او اوبه يې رڼې دي. سيلانيان د کښتۍ په وسيله په دغه سيند کې ګرځي او پاکه او تازه هوا تنفس کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای