CRI Online

د ((جه جيانګ)) ولايت د لرغونو علاقه داريو سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-02-27 17:32:14

د ((نان شيون)) لرغونې علاقه داري

((نان شيون)) لرغونې علاقه داري د ((جه جيانګ)) ولايت په ((هو جوه)) ښار کې او د ((تای هو)) جهيل پر جنوبي غاړه پرته ده. په لرغونې زمانه کې ((نان شيون)) علاقه داري د ((نان لين)) او ((شيون شي)) په نوم دوه کلي درلودل چې تاريخ يې له اووه زره کلونو څخه زيات دی. دغه لرغونې علاقه داري د چين د ((يانګ ځي)) سيند پر جنوبي غاړه په شپږو مشهورو لرغونو علاقه داريو کې يوه ده او د ((نان شيون)) لرغونې علاقه دارۍ په مناسبت جوړه شوې منظره لرونکې سيمه د چين د دولت په کچه د پنځه ای په درجه سيمه ده. د دغې علاقه دارې په قلمرو کې د ((هونګ چنګ))، ((هوا چنګ)) او ((شانګ شي)) په نامه يو شمېر لرغونې مدني کنډوالې پيدا شوې او له دې څخه څرګندېږي چې د ډبرې دورې په موده کې لومړي انسان په دې ځای کې واوسېدل.

د ((نان شيون)) علاقه دارۍ له شانګهای ښار څخه يو سل او دروېشت، له ((سو جوه )) ښار څخه يو پنځوس او له ((هانګ جو)) ښار څخه يو سل او پنځه ويشت کيلومتره واټن لري. که څه هم دغه علاقه داري د ((تای هو)) جهيل پر غاړه پرته ده او په اوبو کې ټرانسپورټي کرښې شته، خو موټر او بس لا هم دغې علاقه دارۍ ته د تګ راتګ عمده وسايل دي.

پسرلنی او منی د دغې علاقه دارۍ د سيل ډېر ښه فصلونه وي او په دې فصلونو کې منظرې يې هم تر ټولو ښکلې او په زړه پورې وي. څرنګه چې د دغې علاقه دارۍ تاريخ اوږد دی او منظرې يې په زړه پورې وي، نو د چين په تاريخ کې زياتو مشهورو ليکوالو او شاعرانو په دې ځای کې ژوند کړی دی او په دې مناسبت دغه علاقه دارۍ له چيني کولتور څخه ډکه ده. مثلاً، ((د جيان يي تانګ )) په نامه د کتابونو د راټولولو او زيرمه کولو په ودانۍ کې څه باندې يو سل او شپيته زره کتابونه ساتل کېږي چې د دغې ودانۍ د جوړېدو پروژه له نولس و شلم کال څخه شروع شوې ده. دغه راز، د دغه ودانۍ په بهر کې يو باغ شته چې برجونه او مصنوعۍ غونډۍ د ويالې تر څنګ جوړې شوې دي. له يادې ودانۍ نه پرته، په دغه علاقه دارۍ کې د زياتو ليکوالو، شاعرانو، چارواکو او بډايو لخواني کورونه هم د سيل پر مخ پرانيزي.

د ((تيان ګونګ سانګ يوان)) فارم

د (( تيان ګونګ سانګ يوان)) فارم په دوه زره او پنځلسم کال کې جوړ شوی څو چې سيلانيانو ته د ورېښمو د جوړېدو لرغونې او ځانګړی تخنيک وښودل شي. سيلانيان په دې ځای کې نه يوازې له نژدې ځای څخه د ورېښمو د جوړېدو بهير ګوري، بلکې د ورېښمو توليدات اخيستلی شي او ورڅخه خوند اخيستلی شي.

د ((وو جين )) لرغونې علاقه داري

د ((وو جين)) علاقه داري د ((جه جيانګ)) ولايت د (( جيانګ شينګ) په ښار کې پرته ده او له ((وو جين)) او ((چينګ جين)) دوو برخو څخه عبارت دی. ((جينګ هانګ)) لوی کانال د دغې علاقه دارۍ تر څنګ تېرېږي. د دغې علاقه دارۍ مدني تاريخ هم له اووه زره کلونو څخه زيات دی او شاوخوا يو زر او درې سوه کلونه مخکې دغه علاقه داري په رسمي توګه رامنځته شوه. دغه علاقه داري هم د ((يانګ ځي)) سيند پر جنوبي غاړه په شپږو مشهورو لرغونو علاقه دايو کې يوه ده. په دغه علاقه دارۍ کې زياتره ودانۍ او کورونه د سيند او ويالې تر څنګ جوړېږي او کښتۍ او بيړۍ د ځايي اوسيدونکو عمده ترافيکي وسايل دي. د دغې علاقه دارۍ لرغونې بڼه په ښه توګه ساتي چې پلونه، برجونه، کورونه او حتی د خلکو ژوند د پخوا په شان دي. د سيلانيزو چارو د پرمختګ له مخې، د دغې علاقه دارۍ په لرغونې ودانۍ کې عصري هوټلونه، کافي او راسټرانټونه پرانيستل شوی او سيلانيانو ته ښه خدمت کوي.

پر ((نان شيون)) او (( وو جين)) علاقه داريو سر بېره، په ((جه جيانګ)) ولايت کې نورې لرغونې علاقه دارۍ هم شته، مثلاً، ((شي تانګ)) علاقه داري او ځانګړتيا يې هم يادو لرغونو علاقه داريو ته ورته ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای