CRI Online

د ((ان هوی)) ولايت د ((هوانګ شان)) غره سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-02-27 17:34:06

((هوا شان)) غر د چين د ((ان هوی)) ولايت په جنوب کې د ((هوانګ شان)) په ښار کې پروت دی. د ((هوانګ شان)) غره منظره لرونکې سيمه هم د نړيوالو کولتوري ميراثونو په ليست کې او هم د نړيوالو طبيعي ميراثونو په ليست کې شاملېږي. دغه سيمه نړيوال جيالوژيک پارک دی او د چين د دولت په کچه د پنځه ای درجې منظره لرونکې سيمه هم ده. ((هوانګ شان)) غر د چين په لسو لويو او مشهورو غرونو کې يو دی. دغه غر دوه اويا څوکې لري او عمده څوکه يې ((ليان هوا)) څوکه نومېږي چې لوړوالی يې يو زر اته سوه او څلور شپيته متره دی. بر سېره پردې، ((ګوانګ مينګ دينګ)) څوکه او ((تيان دو)) څوکه د دغه غره نورې دوې عمده څوکې دي. ويل کېږي چې ((هوانګ شان)) غر د ((ان هوی)) ولايت د سيل يوه نښه ده او د چين په لسو لويو مشهورو منظره لرونکو سيمو کې يوازنی غر هم دی. د دغې سيمې هوا لنده ده او د څلورو فصلونو لپاره منظرې يې بېلې دي. د هر کال له اپريل څخه تر نومبر پورې وخت د دغه غره د سيل وړ موده وي. د هر کال د جولای او اګست په مياشتو کې د دغې سيمې سيلانيان تر ټولو ډېر زيات وي.

د ((هوانګ شان)) ښار ((تون شي)) هوايي ميدان د دغه ښار له مرکز څخه پنځه کيلومتره واټن لري او له ((هوانګ شان)) غره څخه پنځه شپيته کيلومتره واټن لري چې د هوايي ميدان او دغه غره ترمنځ بس او ټکسي کارول کېږي. دغه راز، د ((هوانګ شان)) ښار ترافيک عصري دی چې اورګاډی، موټر او بيړۍ ټول کارول کېږي، نو سيلانيان لومړی دغه ښار ته ولاړ شي او بيا د بس او موټر له لارې ((هوانګ شان)) غره ته تللی شي.

د ((هوانګ شان)) غره منظره لرونکې سيمې پراخوالی يو سل او څلور پنځوس کيلومتره مربع دی. دغه غره د کاج شنې ونې، عجيبې ډبرې، د ورېځو سمندر او د معدني اوبو له امله په چين او حتی په ټوله نړۍ کې شهرت لري. بر سېره پردې، په ((هوانګ شان)) غره کې ابشارونه هم ډېر په زړه پورې دي چې په دې جمله کې ((ژن ځي)) ابشار، ((بای جانګ)) ابشار، ((جيو لونګ)) ابشار يې ډېر مشهور دي.

د معدني اوبو سيمه

د ((هوانګ شان)) غره په سيمه کې د معدني او تودو اوبو سرچينه تر ((ځي يون)) څوکې لاندې ده او په دغه معدني او تودو اوبو باندې نه يوازې بدن پرېمنځلی شئ، بلکې يې هم څښلی شئ. په دغو اوبو کې زياتې معدني عناصر شته چې د ګيډی ناروغۍ د زړه ناروغۍ، د جلدي ناروغۍ او د اعصابو فعاليت د علاج لپاره ډېر ګټور دی.

د ((يو پينګ)) سيمه

د ((يو پينګ)) ودانۍ د ((يو پينګ)) منظره لرونکې سيمې مرکز دی. دغه ودانۍ د ((ليان هوا)) څوکې او ((تيان دو)) څوکې په منځ کې پرته ده او کيڼې خوا ته يې د ((ينګ که سونګ )) په نامه يوه د کاج ونه شته چې دغه ونه د ((هوانګ شان)) غره يوه نښه ده او بڼه يې د مېلمنو د هر کلي په شان ده. ښۍ خوا ته يې د (( سونګ که سونګ)) په نامه يوه بله د کاج ونه شته او د دغه ودانۍ تر شا ((يو پينګ)) څوکه ده. ((تيان دو)) څوکه، ((يو پينګ)) څوکه او ((ليان هوا)) څوکه چې په دې سيمه کې پرته ده، د ((هوانګ شان)) غره درې عمده څوکې دي، نو سيلانيان په دې سيمه کې د دغه غره له بې شمېره عجيبو ډبرو له ليدلو څخه خوند اخيستلی شي.

د ((بې های)) سيمه

د ((بې های)) سيمه د ((هوانګ شان)) غره په مرکز کې او د ((ګوانګ مينګ دينګ)) څوکې، ((شي شين)) څوکې، ((شي ځي)) څوکې او ((بای عه)) څوکې په منځ کې پرته ده. د پام وړ ځای دا دی چې په دې سيمه کې ((شي ځي)) څوکه چې لوړوالی يې يو زر شپږ سوه او نوي متره دی، د وريځو سمندر او د لمر د ختلو د منظرو د کتلو لپاره ډېر ښه ځای دی.

پر يادو سيمو سر بېره، ((منګ هوان )) سيمه، ((يون ګو)) سيمه،((سونګ ګو)) سيمه او ((فې څوې ګو)) سيمه هم د سيل وړ ځايونه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای